غزل
څومره رڼا مې وه په کور کې خو ډېوه یې غوښته
څوک مې تنګ شوی و په زړه کې، بهانه یې غوښته
ښه دى چې ما ترېنه په وخت دواړه لاسونه تاو کړل
ګنــي دنیــا سمنـدر وړله کنـاره یې غوښتـه
زه د خپل ورور سره د وینې رشته نه پرېږدمه
پلاره! دا هم ورکړه، که خېر زما حصه یې غوښته
د خپل څادر نه مې کړه جوړه ورته وس مې نه و
زما بچی مکتب ته تلو رانه بسته یې غوښته
په دغه ښار کې چې وې سترګې د چا ته یې غوښتې
باقره! سترګې چې د چا نه وې شيشه یې غوښته
#باقر
Post a Comment