غزل
مـا ئې دَ حُسن دَ لمبو پۀ سـوري خوب کړے دے
ملګـــــرو ما ورپسې ځکـه لېونتــــــــوب کړے دے
دَ کور اؤ ګوره ئې بغـېر بل څۀ لیـــــــدلي نۀ دي
زمــونږ دَ کلي جونو داسې پېغلتــــــوب کړے دے
ستــا دَ ښائست عُمـر به لږ نۀ وۀ خو څۀ وکړمـه
فِطرت دَ ګُل دَ ژوند پۀ ورکړه کښې شومتوب کړے دے
دَ ښار مئینـو شُــکر اُوباسئ پۀ هـر څۀ شتۀ یئئ
مونږ خو دَ لوَږو تندو غیږ کښې مئینتوب کړے دے
مـا دَ هَغې څنـــګَلې نیسې دَ کـوڅې مې شــــــړې
یاد کړه پۀ کومـــه چې تا ډېره مـــوده خوب کړے دے
دې پسې مۀ ځئ چې دَ مـخ کاسه مې ډکه ښکاري
ملګــرو دا مې دَ اِحساس زخم پړســوب کړے دے
سعیـــده! وران دَ یار دَ غونډې زنې قوتي نۀ شــو
تا پرې دَ زړۀ دَ وینـو ډېر عُمـر څڅوب کړے دے
Post a Comment