غزل
ـــــــــ
نه ښار پنا راکړه، او نه غېږ کې صحرا پرېښودم
په خپلو سترګو کې چا في سبيل اللّه پرېښودم
د سکاني ورور د بېلتون درد دې هم هېر کړ رانه
زمکه اسمان راباندې يو شولو، چې تا پرېښودم
د بې شعــوره ښـار د خلکـو تسلـي داســې ده.
وايي په دې کې به دې خېر و، چا تنها پرېښودم
که د باردو نه مې جوړ نه کړل رانجه مړ مې کړٸ!
که په خپل تخت باندې يو څو ورځې باچا پرېښودم
نه مې خودلى شي دنيا ته نه مې حال اخلي
لکه تغمــه چـا د مجـرم سـړي په شـا پرېښودم؟
ما د يوې ګوتې پر ځاى د ځان نه لاس غوڅ کړلو
دنيا به څه راپسې ويل چې اخر چا پرېښودم
د خپلـو چغـو نه وزرې جـوړوم لګيا يم
باقره! زه په داسې ځاى کې دې دنيا پرېښودم
#باقر
Post a Comment