لا مې خمار لره لمبې پاتې دي
لا تندرونه د توبې پاتې دي
ستا ملاقات لره ساتلي مې دي
اوښکې هر څومره که دوه درې پاتې دي
لږ په تلو تلو کې راته غوږ کېده
يو څو خبرې سرسري پاتې دي
د پښتونوالي څه پوښتنه کوې
نه پښتانه نه پښتنې پاتې دي
حمزه په عشق کې هم فريب وختو
چې يې تر اوسه وسوسې پاتې دي
~ حمزه بابا
Post a Comment