غزل
ــــــ
د ژوند د تيريدو ضرورتونه څومره ډير دي
لاسونه زما دوه دي ، او کارونه څومره ډير دي
په ډيرو دليلونو ورکولو شومه ، ستړى
د خلکو په ذهنونو کې سوالونه څومره ډير دي؟
د عشق په بصيرت دي؟ که د خپل وطن په حال؟
په دې ښار کې د زړونو تکليفونه څومره ډير دي
زما او ستا يوه نخښه د يو بل سره نشته
زما او ستا په کور کې صندوقونه څومره ډير دي
هر چا د خاموشۍ جامې اغوستي دي باقره!
خبرې څومره ډيرې دي ، غوږونه څومره ډير دي
#باقــر
Post a Comment