ماله پېغور د بې ننګۍ راکوي

شاعرې

Sunday, April 14, 2024

ماله پېغور د بې ننګۍ راکوي

 


ماله پېغور د بې ننګۍ راکوي

دا ستا شلېدلای ګرېوان کله کله


دا مې د مینې د جنون نښه ده

ځان ته چې نه وایم ځان کله کله


سترګې را ډکې شي دوشمن ته چې هم 

وایم دا خدای ! په امان کله کله


ماله په زړۀ کې وسوسې اچوي

ولم په کاڼو شیطان کله کله


اکثر که نۀ وي خو رقیب دئ خیر دی

ورسره ګران شي ګزران کله کله


زما پښتنې له هم وخت وباسۀ

اکثر که نۀ وي قربان کله کله


روزګار د مینې " زیاره " ښه روزګار دی

ګټه وي تل او تاوان کله کله



شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف