د پښتنو کوڅې خو داسې بې ايمانه نه وې

شاعرې

Sunday, April 14, 2024

د پښتنو کوڅې خو داسې بې ايمانه نه وې

 


د پښتنو کوڅې خو داسې بې ايمانه نه وې

داسې بې ژونده نه وې داسې بې جانانه نه وې


کلونه پس شو سره مخ سره مو وه نه ژړل

د پشکال ورېځې داسې بې بارانه نه وې


مه حيرانېږه که حیران حيران درګورمه نن

ته چېرته داسې په شا تللې د خندا نه نه وې


زه مې په مينه چرته داسې شکي شوی نه وم

ته چېرته دومره لرې تللې د امکانه نه وې


نه مو چا شور واورېدو نه مو چرته اور پورې که

جذبې د مينې خالي داسې د وجدانه نه وې


مونږه د ځمکې لېوني به درته څه يادېدو

ته که پرېوتې د خپل حُسن د اسمانه نه وې


رحمت شاه سائل🖤🥀

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف