انتخاب غزل
دَ دُښمن دَ ټوپک مخې له راوان دی
دا پهـ کومه کنده سر زما یاران دی
چې ئې وژنی دَ هغوی خبره اوری
دَ باور بلا خوړلی افغانان دی
دلته ټول دروغژن ښهـ خوشحاله ګرځی
چې رښتونی دی دَ پوزې اوېزان دی
پهـ دې ملک کښې داسې لُټ تالان راوان دے
ویرېدلی اولیاء هم پهـ ایمان دی
دا زما دَ وطن ښکلی وړی پردېس ته
دا جهازونه پهـ هوا کښې چې راوان دی
ما خبره دَ دلیل او منطق وهـ کړه
دا چې داسې قهرېدلی جاهلان دی
زهـ خو اُس هم دَ وحشت لارې ته ګورم
ما تړلی تڼۍ کله دَ ګرېوان دی
هغه څوک چې نوے فکر لری زیاره
لکه ما غُندې پهـ ځان پورې حېران دی
///
#ډاکټرخالق ډاکټر خالق زیار🍂
Post a Comment