...... کلام ...... لعل بادشاه خيالي د ډاکټر محمد زبېر حسرت شعري مجموعه “کلام

شاعرې

Friday, April 19, 2024

...... کلام ...... لعل بادشاه خيالي د ډاکټر محمد زبېر حسرت شعري مجموعه “کلام

 


...... کلام ......   لعل بادشاه خيالي

د ډاکټر محمد زبېر حسرت شعري مجموعه “کلام” زما په وړاندې دے چې په کال دوه زره لس(۲۰۱۰) کښې د ساهو ليکونکيو مرکه پېښور او ادبي دوستانو مرکه مردان له اړخه خور شوے دے. کله کله د څۀ ليکلو په وخت ليکونکے په يو دوه کښې حېران شي چې خبره د کوم ځاے نه شورو کړي او په کوم ځاے ئې سرته ورسوي۔ ما څو ورځې وړاندې د ډاکټر محمد زبېر حسرت د “کلام” مطالعه په دې غرض شورو کړه چې د څۀ ليکلو حق سرته ورسوم۔ دوه درې ورځې تېرې شوې خو ما د خپل ملګري ډاکټر په کلام هېڅ ليک ونۀ کړے شۀ۔ په اخره کښې مې د خپلو خيالونو په ذريعه دپښتو ژبې صوفي شاعر عبدالرحمٰن بابا سره ليدۀ کاتۀ وشول۔ بابا خپل وړومبي ملاقات کښې خپل دا شعر واورولو


ما خو بې وجې څوک نۀ دي ازار کړي

دا چې ما ازاروي ازار د چا دے  (۱)


ددې شعر په اورېدو ما ووئيل هغه چې تاسو ئې ازار کړي يئ نو هغه د ګوتو په شمېر يو څو وران کاري دي خو تۀ خبر يې چې ستا د وفات نه پس ستا په لکونو عقيدت مند پېدا شوي دي. هر چا تاسو ته د عقيدت پېرزوئينې وړاندې کړې دي. داخلي او خارجي ليکوالان ستا لوے عظمت ته په درنه سترګه ګوري. ستا په ژوند او فن ډېر ګڼ کتابونه چاپ شوي دي. هن دا د ډاکټر محمد زبېرحسرت “کلام” وګورئ د کتاب په نولسم مخ “رحمٰن بابا ته نذر” د سر خط لاندې ئې په تاسو هم نظم ليکلے دے۔ لکه ستا غوندې هغۀ ته هم پېښور اور او ګور دے۔ بابا راته ووئيل چې د “کلام” شاعر د مشرانو قدردان دے۔ زما دعا ده چې الله تعالٰی دې د ښاغلي ډاکټر د زړۀ زور نور هم زيات کړي چې دغسې د خپلو مشرانو شاعرانو عزت کوي. بيائې رانه پوښتنه وکړه چې په خوشحال خټک ئې هم څۀ ليکلي دي کۀ نا؟ ما ورته ووئيل د کتاب په شپږويشتم مخ  “په خوشحال بابا يو نظم” راوړے شوے دے۔ په دې نظم کښې د خوشحال بابا د ننګ، ناموس، پت او مړانې ذکر شوے دے۔ د نظم په اخري برخه کښې د پښتنو په بې اتفاقۍ ئې هم ژړلي دي۔ بابا راته ووئيل چې د پښتنو په بې اتفاقۍ خو خوشحال خان خټک هم ژړلي وو د هغوي دا شعر خو د هرچا په خُلۀ دے


اتفاق په پښتانۀ کښې پېدا نۀ شۀ

ګني ما به د مغل ګرېوان پاره کړۀ  (۲)


د ډاکټر صېب د شعري مجموعې د تاثراتو په لړ کښې زۀ خپل يو تصور کښې د شلمې صدۍ عظيم نظم نګار محترم اجمل خټک په خدمت کښې هم حاضر شوم د هغۀ نه مې د ډاکټر صېب باره کښې پوښتنه وکړه هغو ووئيل چې ما د خپل وفات نه وړاندې د ښاغلي ډاکټر محمد زبېرحسرت باره کښې ليکلي وو چې “ماته د هغۀ په “کلام” کښې هغه رنګينۍ ښکاري چې ددې خاورې د پاره د فطرت منشاء ده او دا “کلام” د هغې يو مجموعي تاثر او ذوق او شوق پېدا کوي. چې قام او اولس کښې نوې جذبه، ولوله او تکل هڅوي او د روښانه مستقبل د پاره د مخکښې تګ شعور رابېداروي”(۳)

 او زۀ اوس هم په دې خبره کلک يم چې د ښاغلي ډاکټر صېب په “کلام” کښې دغه ټولې خوبۍ موجود دي.

د ډاکټر محمد زبېرحسرت د “کلام” د مطالعې په وخت چې زۀ کله ښۀ ستړے شوم او خپل يو پوره مقصد ته ونۀ رسېدم چې زۀ د خپل يار ډاکټر باره کښې څۀ وليکم نو سترګې مې په پټېدو شوې، خوب جوټې راکولې او چې څو په ځان پوهېدم نو د سويلي افريقې تور پوستو د لاسه کلک نيولے نېلسن منډېلا په وړاندې حاضر کړم چې دا زلمے بغېر وېزې او نورو ضروري کاغذونو زمونږ وطن ته راغلے دے۔ دا ترهه ګر (دهشت ګر) دے۔ په دغه وخت د نېلسن منډېلا نمسے منډلا منډېلا هم موجود وۀ۔ نېلسن منډېلا زما د لاسو نه د ډاکټر صېب کتاب “کلام” په زوره راښکلو۔ ما ورته ووئيل زۀ ترهه ګر نۀ يم د کتاب درويشتم مخ وګوره زما يار ډاکټر حسرت صېب په تاسو څومره ښائسته نظم ليکلے دے او دا ئې لا څۀ کوې چې کله تۀ سپين پوستي حکومت قېدي جوړ کړے وے هم په هغه کال نولس سوه دوه شپېتم(۱۹٦۲) کښې دا زلمے پېدا شوے دے۔ بيا مې ورته د ډاکټر ليکلے نظم “نېلسن منډېلا” هم واورولو۔ د نظم په اورېدو ډېر خوشحاله شۀ. زۀ ئې د ځان سره خوا کښې کښېنولم خپلو نورو تور پوستو ته ئې مخ راواړولو، وې وئيل چې اے زما د قام قبيلې خلقو تاسو خبر شئ چې ددې نه وړاندې دومره ښائسته نظم په ما چا هم ليکلے نۀ دے۔ بيا ئې خپل نمسي منډلا منډېلا ته په غوږ کښې څۀ پټې خبرې وکړې او ماته ئې په ډېره عاجزۍ سره ووئيل چې زۀ به د تلې په يو چابړي کښې سرۀ زر او د امريکې ډالرې واچوم او تاسو د تلې په بل چابړي کښې ډاکټر محمد زبېر حسرت کښېنوئ يعنې سرۀ زر او ډالرې تاسو واخلئ خو دغه ډاکټر صېب مونږ ته حواله کړئ۔ ما ورته ووئيل چې نا، داسې خو کېدے نۀ شي چې زۀ دې د دنياوي لالچ په بدل کښې خپل يار ډاکټر تاسو له درکړم۔ هغۀ راته ووئيل چې ستاسو د وطن واکدارانو د يوڅو ډالرو په لالچ کښې څومره خلق په بهرنو ملکونو خرڅ کړي دي او تۀ يو ډاکټر نۀ راکوې۔ ما ورته ووئيل چې مونږه د هغۀ نه بغېر ژوندي پاتې کېدے نۀ شو ځکه چې هغه د پښتو ژبې او ادب کوم خدمت سر ته رسوي دغه د هر چا کار نۀ دے۔ هن د سويلي افريقې نه يو شاعر زمونږ وطن ته راغلے دے هر وخت ستاسو پېښې کوي کۀ ستاسو خوښه وي هغه به تاسو ته حواله کړو۔ نېلسن منډېلا غلے شۀ خو د هغۀ نمسے منډلا منډېلا ډېر غصه شۀ او دا ئې ووئيل چې د ډاکټر محمد زبېرحسرت په ځاے اسرارالله اسرار راولئ، کوم چې زما د نيکۀ د قېد و بند په دوران کښې بخشالي ته تښتېدلے دے۔

زۀ چې کله د سويلي افريقې نه راستون شوم او د اسلام اباد په ائر پورټ مې قدم کښېښودۀ نو د اردو ژبې پروين شاکر او د پښتو سندرغاړي ګلناربېګم زما خوا ته راغلې۔ زما عادت د چا زنانه سره د خبرو کولو نۀ دے خو د هغوي دواړو په لاسونو کښې د ډاکټر صېب “کلام” په ليدو مجبوره شوم چې زۀ دې هغوي سره يو څوخبرې وکړم۔ پروين شاکر د خوشحالۍ نه په جامو کښې نۀ ځائېده، د ډاکټر صېب “کلام” ئې زړۀ پورې جخت نيولے وۀ خو سندرغاړې ګلنار بېګم څۀ خفه غوندې وه۔ هغې راته ووئيل چې زۀ د ډاکټرصېب نه ډېره خفه يم ځکه چې هغۀ په خپل “کلام” کښې په فخر افغان باچاخان درې نظمونه، په غني خان دوه، په خان بهادر حسرت څلور، په عبدالرؤف عارف دوه نظمونه ليکلي دي خو په ما ئې صرف يو څو کرښې ليکلې دي۔ ما ورته ووئيل چې ښاغلي ډاکټر صېب په دغه يو څو کرښو کښې ستا د ټول ژوند نقشه په داسې ښکلي انداز کښې وړاندې کړې ده لکه سمندر څوک کوزه کښې بند کړي۔ د هغۀ په خيال خو تۀ د ټولې پښتونخوا سندره يې، هغه مسکۍ شوه او په خندا خندا د پروين شاکر سره هغه موټر کار کښې سوره شوه په کوم کښې چې پروين شاکر په خپله په ۲٦م دسمبر نولس سوه څلور نوي(۱۹۹۴ء)  کښې اېکسيډنټ کړے وۀ او همېشه د پاره د دې دنيا نه تلې وه۔

د مردان ښۀ شاعر اديب فېض الوهاب فېض سره مې هم په خپلو خيالونو کښې ليدۀ کاتۀ وکړل هغۀ ته مې ټوله قيصه وکړه چې دا څوېمه ورځ ده د ښاغلي ډاکټر صېب باره کښې څۀ ليکل غواړم خو ذهن راسره ملګرتيا نۀ کوي چې څۀ رنګه ليکل وکړم۔ هغۀ رانه ګيله وکړه چې تا په خپل تصور کښې دومره ډېرو سترو شاعرانو او شخصيتونو سره ليدۀ کاتۀ کول نو په اول ځل زما خوا ته ولې نۀ راتلے چې ښۀ ستړے شوے نو زۀ درته ياد شوم، د ستړو ځاے شهباز ګړهـ ده، محب بانډه نا، بيا ئې راته ووئيل چې ښاغلے ډاکټرمحمدزبېر حسرت دومره لوے مقام ته رسېدلے دے کۀ زۀ ورته بره ګورم نو د سر نه مې ټوپۍ غورزېږي۔

زۀ چې کله د ځينو وفات شويو او ژوندو شاعرانو سره د خبرو کولو نه پس کور ته راغلم نو په خپلې شعري مجموعه “زبېرګي” مې نظر پرېوتۀ۔ هغۀ هم خبرو ته خُلۀ جوړه کړې وه۔ ما ته ئې وئيل چې ستا په لاس کښې دا کتاب او دغه تصوير۔ ۔ ۔۔  ما ورته ووئيل او وايه وايه، ولې غلے شوے، پوره اتلس کاله پس تا خبرې وکړې۔ هغۀ په خپلو ډېرو زبېرګو کښې خپله دا خبره سرته ورسوله چې دا خو هغه ډاکټر دے چې د مردان په کميونټي کونسل هال کښې ئې په کال نولس سوه درې نوي (۱۹۹۳ء) کښې د ښاغليو ډاکټر يارمحمد مغموم خټک، م ر شفق، عبدالرؤف زاهد او داسې نورو ډاکټرانو په وړاندې په پڅو چړو چاقوانو زما اپرېشن کړے وۀ۔ ما ورته ووئيل چې دا هم هغۀ ډاکټر دے خو نن سبا بغېر چړو چاقوانو ښۀ کامياب اپرېشنونه کوي۔ ګڼ کتابونه ئې چاپ کړي دي۔ بيا مې ورته د ډاکټر صېب د “کلام” نه حمزه بادشاه د غزل، جاوېدانه لمحه، د نغمې په ژبه، حسېن، دعا او داسې نورو شخصياتو او مختلفو موضوعاتو باندې ليکلي نظمونه واورول۔ د دعا نومې نظم په اورېدو ئې ووئيل چې دا قسمه دعاګانې د پښتو ژبې شاعر بېټ نيکۀ د۳۰۰ او ۴۰۰ هجري په منځومانه کښې غوښتې وې او قبولې شوې وې۔ الله تعالٰی دې د ښاغلي ډاکټر صېب دعا هم قبوله کړي۔ بيا ئې راته ووئيل چې ښاغلي ډاکټر صېب ته زما له اړخه نېک خواهشات ورسوه او کۀ خفه کېږي نه نو دا خبره ورته هم وکړه چې ښاغلے ډاکټر صېب پښتو ټيکسټ بک بورډ کښې د قامي نصاب او د نوې املا باره کښې پروګرامونه کوي، نورو خلقو ته د نوې املا ليکلو چل ښائي خو خپل کتاب په دغه نوې املا کښې نۀ چاپوي، دا څۀ وجه ده؟ ما ورته ووئيل چې تا خبره وکړه، داسې وګڼه چې هغۀ ته ورسېده او هغۀ واورېده۔


حوالې


1) عبدالرحمان، “د رحمان بابا کليات” تحقيق، ترتيب او سمونه، دوست محمدخان کامل او قلندرمومند، پېښور، ۱۹۸۴ء،  مخ۳۱۷

2) خوشحال خان خټک، “کليات خوشحال خان خټک” (تحقيق، ترتيب، سمونه)، دوست محمدخان کامل،  پېښور، دوېم ځل ۱۹٦۰، مخ ۸۷٦

3) ډاکټر محمد زبېرحسرت، کلام، تاثر، محمد اجمل خټک، د ساهو ليکونکيو مرکه پېښور، د ادبي دوستانو مرکه مردان، اول ځل، ۲۰۱۰ شا مخ۔

۸ جون ۲۰۱۰ء

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف