سايل صاحب اؤ د خويشکو نسوار ليک : طاهر بونيرے

شاعرې

Friday, April 19, 2024

سايل صاحب اؤ د خويشکو نسوار ليک : طاهر بونيرے

 



سايل صاحب اؤ د خويشکو نسوار

ليک : طاهر بونيرے 

20, مارچ 2022ء -اتوار - نن سحر لس بجې پۀ خويشکو کښې ډاکټر عبدالله جان عابد د محترم رحمت شاه سايل صاحب پۀ درناوي کښې يوه دستوره " د رحمت شاه سايل سره يؤ ملاقات " پۀ نوم جوړه کړې وه- زما سره د بونېر نه سحر بونيرے اؤ واجد حيران هم ملګري وو-د شهباز ګړې نه مې سايل صاحب ته فون اوکړو- وئيل ئې مونږ د رسالپور سره روان يو- بيا به ما د سايل صاحب پۀ ځاے د نويد جمال نه د لارې تپوس کولو- مردان ته چې اورسيدو لس بجې وې- پۀ " خويشکو بالا " کښې مو اؤل د پښتو د وړومبي صاحب ديوان شاعر ارزاني خويشکي د مجسمې سره تصويرونه اويستل- اؤ بيا چې د ډاکټر عبدالله جان عابد ديرې " ادب کور " ته اورسيدو نو پاؤ کم دولس بجې وې- سيد الامين احسن خويشکي صاحب, استاد غالب ترين , اکمل ليوني صاحب اؤ وقاص ترين پۀ ډيره مينه زمونږ هر کلے اوکړو- مونږ د مقرر وخت نه پاؤ کم دوه ګهنټې ناوخته رسيدلي وو- د دستورې صدارت ډاکټر اسرار صاحب کؤلو- سليم خان ايډوکېټ, ډاکټر يار محمد مغموم, شوکت حيات خان خويشکي, عزيز مانيروال, عقيل يوسفزے, حسينه ګل تنها, د خصوصي ميلمنو پۀ حېث ناست وو- اؤ ډاکټر عبدالله جان عابد د کوربه پۀ حېث - --- د نظامت چارې مصطفی کمال ترسره کؤلې- مونږ چې لاړو نو پروګرام شروع وو- اؤ سايل صاحب د خپل ژؤند قيصه کؤله- د هغوي نه مو دومره واوريدل چې 

" ما ډېر پۀ غريبۍ کښې ژوند تېر کړے دے- خو پخوا  غريبي عامه وه- يواځې مونږ نا بلکه پۀ هر کور کښې غريبي وه- د درګۍ اؤ ورتېر نه به خلکو د بټ خيلې ژرندو ته دانې اوړې- اؤ لس , پينځلس ورځې پس به ئې د دانو اوړؤلو نمبر راتللو- د کلي خلکو به يؤ وخت د ژرندې اؤ بل وخت د مېچن د اوړو نه ډوډۍ پخوله- دۀ وئيل چې زما پلار ګلکار وو- نو کم از کم د روزګار اؤ هنر خاوند خو وو- اؤ نيکۀ مې ملک وو- خو بيا هم غربت عام وو- ما د خپل پلار سره هم مزدوري کړې ده- د ملاکنډ پۀ نهر کښې مې هم کار کړے دے- اؤ کله چې د ټوپۍ د علاقې نهر جوړيدو نو هلته هم مزدورۍ له تلے يم- دۀ وئيل چې يؤ زۀ ووم اؤ يؤ زما بل کليوال وو- مونږ دواړو د ټوپۍ د نهر پۀ مزدورۍ کښې تر پينځۀ مياشتو پورې پۀ نيمه,نيمه ډوډۍ ګزاره کړې ده- دۀ وئيل چې ما څاوري څرولي دي- جوار , غنم اؤ واښۀ مې ريبلي دي- لوؤنه , غوبلې مې کړې دي- پۀ کلو اؤ بانډو کښې مې ټوکي خرڅ کړي دي- دا هر څۀ مې ځکه کؤل چې ماته دا ډيره ګرانه وه چې چا ته د قرض غوختلو دپاره لاس اونيسم- ځکه مې هر هر قسم مزدوري کړې ده - لوږې تندې مې هم تيرې کړې دي- مختصر دا چې ژوند مې ډېر لۀ نزدې نه ليدلے دے- 

خو د دې هر څۀ نه علاوه مې د شاعرۍ اؤ مطالعې سره ډيره  مينه وه- د درګۍ بازار کښې به يؤ کس پۀ سائيکل ګرځيدو , اخبار به ئې خرڅولو- دغه کس ماته وئيل چې پۀ دې اخبار کښې د پښتو پانړه هم وي- بيا به ما دغه اخبار مستقل اخيستو اؤ لوستلو به مې- تر دې چې ليکل مې پۀ کښې هم شروع کړل- د پښتو نه علاوه مې پۀ اردو کښې هم اخبارونو ته کالمونه ليکلي دي- پۀ سياسي مبارزه کښې مې د صوابۍ , ډيره اسماعيل خان نه تر چترال , بونېر اؤ شانګلې پورې پۀ مختلفو کلو اؤ علاقو کښې شپې کړي دي- سايل صاحب وئيل چې د سکول سبق هم ما د غريبۍ د لاسه نۀ دے پريښے - ځکه چې زمونږ د سبق د ټولو ملګرو ژؤند اؤ معاشي حالات  هم يؤ شان وو- خو زما د سکول د روايتي سبق يا نصاب سره دلچسپي نۀ وه- 

د پښتو املاء پۀ حواله ئې د خپل موقف وضاحت هم اوکړو- دوي اوئې چې د باړه ګلۍ د املاء سيمينار پينځه ئې ګانو خلکو ته ليک لوست ګران کړے دے- دۀ پۀ دې موقعه د املاء پۀ حواله د ډاکټر مجاور احمد زيار مثال هم وړاندې کړو- چې د پښتو پۀ ليک لوست کښې ئې پۀ مصنوعي اؤ غېر فطري توګه مشکلات پيدا کړي دي- هم دغسې ئې د ډاکټر خالق زيار مثال هم وړاندې کړو- چې د باړه ګلۍ املاء منونکے وو- خو پۀ خپله ئې پۀ پنځويشت کاله کښې نۀ وه زده کړې- نو کومه املاء چې د خالق زيار غوندې سړے پۀ پنځويشت کاله کښې نۀ شي زده کولے- د سکول ماشوم يا استاذ به ئې څنګه زده کړي- اؤ داسې املاء به څنګه د ژبې د ترقۍ سبب اوګرځي- ---- 

د سايل صاحب د اوږدو خبرو پۀ مېنځ کښې به ډاکټر عبدالله جان عابد صاحب ناستو نورو ليکوالو اؤ پوهانو ته هم د دوي پۀ حقله د خپلو مختصرو تاثراتو بيانولو دپاره دعوت ورکړو- پۀ دې لړ کښې سليم خان ايډوکېټ , شوکت حيات خويشکي,  داکټر يار محمد مغموم, عزيز مانيروال, حسينه ګل, سرور خټک,  زرنوش شهاب , ډاکټر صادق ژړک ,  عقيل يوسفزي ,  بخت روان عمر خېل , مزدور ليډر خان امان الله خان , اقبال حسېن افکار , نورالبصر امن, راقم الحروف اؤ نورو د سايل صاحب د فن اؤ شخصيت پۀ حواله خپل تاثرات وړاندې کړل- د افغانستان يؤ زلمي ډاکټر احسان الله درمل د يؤ ډائيو ګرام پۀ ذريعه د رحمت شاه سايل اؤ اندېش شمس القمر د شاعرۍ پرتليز جاج وړاندې کړو- سيد نواب خان سايل صاحب ته د پښتنو روايتي پټکے پۀ سر کړو- 

د دغه ټولې دستورې روداد ليکل به ډېر وخت غواړي- خو زمونږ پۀ وړاندې چې څومره خبرې اوشوې زۀ ترې محض د يؤ څو کسانو خبرې پۀ سر سري توګه ليکم- چې د دې محفل د ښکلا څۀ نا څۀ عکاسي ترې اوشي- سليم خان ايډوکېټ اوئې چې " زۀ پۀ اسلاميه کالجېټ سکول کښې د لسم ټولګي لوستونکے ووم- پۀ دغه زمانه کښې چې يؤ ځل د پيښور نه کلي ته راغلم- نو خلکو راته  اوئې چې دلته د باچاخان اؤ ولي خان جلسه وه,  پۀ دې جلسه کښې يؤ شاعر ډېر ښکلي شعرونه وئيلي وو نوم ئې رحمت شاه سايل وو- زما تلوسه پيدا شوه چې دا شاعر به څنګه اوينم- بيا ما سايل صاحب داسې اوليدو چې د زيدې يؤ خدائي خدمتګار عبدالعزيز خان بابا ووټونو ته ولاړ وو- ( انور مانيروال راته  د دې کرښو ليکلو پۀ وخت خبره کوله چې عبدالعزيز خان بابا د زيدې کلي لوے خان وو- خو ټول جائيداد ئې د پښتنو د قامي مبارزې نه قربان کړے دے- دۀ پۀ 1936ء کښې سر صاحبزاده عبدالقيوم خان ته ماتې ورکړې وه, اؤ پۀ کال 1946ء کښې ئې د بام خيلو د يوې روحاني کورنۍ د باچاګانو نه د صوبائي اسمبلۍ سيټ ګټلے وو)  سايل صاحب هم د عبدالعزيز کاکا انتخابي جلسې ته ورغلے وو- د جلسې نه پس چې واپس تللو, نو د صوابۍ خلکو پۀ خواستونو حصار کړو- دۀ پۀ دغه دؤره کښې دلته پۀ يوه جوړه جامو کښې پرله پسې څليريشت ورځې تيرې کړې وې- اؤ بيا چې کله خپل کلي ته واپس پۀ سائيکل روان شو , د درګۍ بازار کښې ئې خپله مور اوليده چې پۀ ټانګه کښې ناسته وه , اؤ د دۀ ماشومه لور ئې هسپتال ته بوتله- سايل صاحب ټانګې واله ته اواز ورکړو چې اودريږه زۀ درسره هم هسپتال ته ځم- خو مور ئې ټانګې واله ته وې چې دۀ ته مۀ اودريږه- هم دغسې خفه ترې هسپتال ته لاړه - سليم خان وئيل چې د سايل صاحب پۀ حواله به دومره وئيل کافي وي چې پۀ سخاکوټ کښې د راحت خان بابا پۀ حجره کښې چې د باچاخان د تقرير نه اؤل سايل صاحب نظم اوئې , اؤ بيا باچاخان ته د وينا بلنه ورکړے شوه نو هغۀ تقرير او نۀ کړو- وئيل ئې " ما چې تاسو ته څۀ وئيل غوختل , دغه خبرې تاسو ته سايل صاحب پۀ خپل نظم کښې اوکړې- هم د دۀ پۀ دې شعرونو ځان پوهه کړئ- هم دغه زما مقصد اؤ مرام دے-

پروفيسر ډاکټر يار محمد مغموم اوئې چې مخ پۀ مخ د صفت د پښتنو عادت نۀ دے- ځکه نو نن کۀ زۀ د سايل صاحب ستاينه او نۀ کړم, دا به زما مجبوري وي- خو زمونږ پۀ ادبي شخصياتو کښې قلندر مومند اؤ سايل صاحب دوه داسې کسان دي چې زۀ ئې قدر دان يم- زما پۀ وړاندې کۀ د دوي پۀ غېر موجودګۍ کښې هر چا پۀ دوي تنقيد کړے دے نو ما ئې جواب ضرور کړے دے- البته ډاکټر مغموم د باړه ګلۍ املاء پۀ حواله د سايل صاحب د مخالفت ترديد اوکړو- دۀ وئيل چې د باړه ګلۍ املاء زمونږ پۀ قبيلوي لهجو کښې اساني راوستې ده- ډاکټر مغموم صاحب دا هم اوئې چې د اوږۍ ډاکټر اقبال خان ماته وئيل چې " د مردان اؤ د ملاکنډ ليکوال د باړه ګلۍ املاء غلطه ليکي- يواځې د ډاکټر خالق زيار د شعري مجموعې " تلوسې " املاء صحيح ده " وئيل ئې ما ډاکټر اقبال ته وې چې د ډاکټر زيار د کتاب املاء ځکه صحيح ده- چې د هغې سمون ما کړے دے- ----- 

عقيل یوسفزي د صحافت پۀ حواله د سايل صاحب د خدماتو ذکر اوکړو- دۀ اؤل پۀ "ميدان " اخبار کښې د سايل صاحب د اردو کالمونو ستاينه اوکړه- دۀ اوئې چې پۀ کوم وخت کښې رحمت شاه سايل د " پښتون " مجلې مدير اعلی وو- نو زۀ ئې هم د مشاورتي کميټۍ غړے ووم- يؤ ځل د پارټۍ مشرانو پريکړه اوکړه, چې د " پښتون " زياته برخه به سياسي موضوعاتو ته ورکؤو- چا پۀ کښې دا هم اوئې چې سايل صاحب خو شاعر دے - نو دے به د " پښتون " دپاره سياسي اداريه څنګه ليکي- ---- عقيل وئيل چې پۀ دې حواله زما سره هم فکر وو- خو سايل صاحب پۀ دغه دور کښې د " پښتون " دپاره داسې ادارئې اوليکلې , چې يادګار ادارئې ګنړلے شي- د " پښتون " د ټولو نه زيات خريدار هم د دوي پۀ دؤر کښې جوړ شوي وو- عزيز مانيروال پۀ خپلو خبرو کښې اوئې چې " پۀ ادب اؤ سياست دواړو کښې د سايل صاحب ډېر لوے کردار دے- مونږ چې لا واړۀ وو , نو سايل صاحب به مو ډېر ډېر اوريدو- دے به صوابۍ ته هم راتللو اؤ مونږ هم د دوي پۀ کلي کښې ډيرې شپې کړي دي- 

شوکت خان خويشکي صاحب د سايل صېب د وړومبۍ شعري مجموعې " د وير پۀ چم کښې وار د نغمو دے " لۀ دؤر نه د سايل صاحب معتقد پاتې شوے دے- نن ئې هم پۀ دغه تاثر کښې خپل خيالات بيان کړل- 

سرور خټک صاحب اوئې چې سايل صاحب زما د وړوکوالي د دؤر ملګرے دے- پۀ پښتونخوا کښې چې سايل کومې علاقې ته هم تلے دے نو زۀ به ورسره ووم- د صوابۍ د څليريشتو ورځو پۀ دغه انتخابي مهم کښې ورسره زۀ هم ووم- خو د ژؤند پۀ هر ميدان کښې مې سايل صاحب تل د يؤ ښۀ اؤ وفادار ملګري پۀ حېث ليدلے دے- د يؤ ملګري پۀ حېث پۀ ډېرو نامساعدو حالاتو کښې هم سايل 

صاحب مستقل مزاج اؤ د حوصله مند پاتې شوے دے- هم دغسې نورو ډيرو ملګرو اؤ مشرانو د سايل صاحب د فن اؤ شخصيت پۀ حواله خپل خپل تاثرات بيان کړل- چې ما ئې پورته د نومونو ترحده ذکر کړے دے- خو د ټولو تاثرات مې نوټ کړي نۀ دي- پۀ کار ده چې ډاکټر عبدالله جان عابد صاحب دغه ټول ريکارډ راغونډ کړي اؤ پۀ کتابي صورت کښې ئې محفوظ کړي- هسې هم ډاکټر عابد صاحب دا دستوره پۀ ډيره مينه راجوړه کړې وه- اؤ د هر ميلمه به ئې تر خپله وسه ډېر خاطر هم کؤلو- 

د دغه نشست نه پس د ډوډۍ وقفه شوه- د ډوډۍ انتظام هم ډېر ښۀ وو- د وقفې نه وروستو چې دستوره شروع شوه- نو اؤل محترم اکمل ليوني صاحب پۀ خپل خوږ ترنم کښې شعرونه اوئې- ورپسې طيب الله هم پۀ ترنم کښې شعرونه اوئې- اؤ د دوي نه پس بيا د نعيم طوري پۀ خوږ اواز کښې د موسيقۍ محفل شروع شو- خو زما پۀ خيال د موسيقۍ محفل د ماښام نه وروستو پۀ کار وو- ځکه چې ډېر خلک اوس هم د سايل صاحب د اوريدو پۀ طمعه وو- باالخصوص د سايل صاحب پۀ حواله د محترم ډاکټر اسرار صاحب اؤ نورو مشرانو اوريدل هم پۀ کار وو- چې ډېرو خلکو وا نۀ اوريدے شو--- 

پۀ هر حال پۀ دې دستوره کښې ډاکټر اسرار, ډاکټر يار محمد مغموم, سليم خان ايډوکېټ , م, ر, شفق صاحب,زرنوش شهاب صاحب, فضل زمان شلمان, سرور خټک,فجي ګل فجي, شوکت حيات خان خويشکي, ډاکټر محمد جسيم, حسينه ګل تنها, اکمل ليوني, فرهاد محمد غالب ترين , ډاکټر صادق ژړک, ګل محمد بيتاب, رشيد احمد, فضلي سبحان عابد, بخت روان عمر خېل, عزيز مانيروال, انور مانيروال,عقيل يوسفزي, ډاکټر اقبال شاکر, ډاکټر سمندر يوسفزي, نويد جمال, تصور مانيروال, اقبال حسېن افکار,  عابد خان ډنډوقه, ډاکټر احسان الله درمل, حضرت زبېر زبېر, طيب الله, سيدالامين احسن خويشکي, وقاص ترين, جان بهادر لالا, انور زيب سحر, ډاکټر ظفرالله بخشالي, سحر بونيري, واجد حيران, راقم الحروف اؤ نورو ډيرو ګډون اوکړو- 

سحر بونيري, واجد حيران اؤ ما د ګران نعيم طوري د يؤ څو غزلو اوريدو نه پس د واپس تللو فېصله اوکړه- د "ادب کور" نه چې را اوتلو نو زمونږ ړومبے خواهش دا وو, چې د خويشکو نسوار واخلو- ځکه چې مونږ هم دا مشهور متل اوريدلے وو چې " د خويشکو نسوار وروستو زور کوي " مونږ حيران وو چې د دې نسوارو زور به څنګه وي --- د حيرانۍ پۀ دې حال کښې چې د "ادب کور " نه څو قدمه وړاندې واجد حيران يؤ دکاندار ته دغه قيصه هم اوکړه اؤ نسوار ئې ترې هم وغوختل- دکاندار ورته وئيل چې زمونږ پۀ دې ټوله علاقه کښې د نسوارو جټوړولو پيکو د پخوا زمانې راسې نشته- دۀ وئيل چې ما تاسو ته اوس کوم نسوار در کړل- دا هم د چارسدې نه راځي- اؤ بيا ئې راته د دغه متل پس منظر داسې بيان کړو- وئيل ئې چې زمونږ د دې جرنيلي سړک پۀ غاړه چې څومره زمکې دي- دا ټولې زمکې به پخوا لکه د شولګرو د پټو پۀ شان د خټو نه ډکې وې- نو دلته چې به کوم حمله کونکي پۀ اسونو سوارۀ راغلل- دلته به ئې پۀ خټو کښې اسونه اونښتل- دوي به د مخکښې تلو يا حملې پۀ ځاے واپس تښتيدل- ځکه نو اسونو به ئې د ځان خلاصولو دپاره پۀ شا زور کولو- ځکه نو دا مشهوره شوه چې " د خويشکو نه سوار پۀ وروستو زور کوي " دۀ وئيل چې زما نوم محمد شعېب دے - اؤ ما پۀ خپله د "خوشحال ريسرچ سنټر" پۀ لائبريرۍ کښې پۀ يو کتاب کښې دا متل داسې لوستے وو چې " د خويشکو نه سوار پۀ وروستو زور کوي " هم دغه شان خبره ماته وروستو ډاکټر عبدالله جان عابد صاحب هم اوکړه- ډاکټر صاحب وئيل چې زمونږ د وړوکوالي پۀ دؤر کښې هم چرته پۀ خويشکو کښې نسوار نۀ جوړيدل- اوس کۀ پۀ کښې دکانونه وي نو هم به د بهر د خلکو وي- 

پۀ هرحال مونږ د مردان نه د بونير پۀ يؤ فلاينګ کوچ کښې کښيناستو-  چې RIW-7734 نمبر پرې ليکلے شوے وو-خو د نمبر لاندې ئې ورته پۀ غټو حروفو کښې " نيازبين " هم ليکلي وو- مونږ پۀ کښې کښيناستو خو پۀ ذهن مو د خويشکو نسوار سوارۀ وو- د محمد شعېب دکاندار د دومره وضاحت باوجود مونږ پۀ دې طمعه وو- چې د خويشکو نسوار به وروستو زور راکوي خو چې کله به وي- ګاډے پۀ خپل رفتار برابر روان وو- چارغلۍ ته چې اورسيدو, لا به ئې د ماښام بانګونه نۀ وو وئيلي چې يؤ مسافر پۀ اردو ژبه کښې ډرائيور ته د مونځ دپاره د ګاډي اودرؤلو اواز ورکړو- د دۀ نوم عادل عظيم وو, د ايبټ اباد اوسيدونکے وو- پۀ ډګر کالج کښې د انګريزۍ پروفيسر وو- ما ورته پۀ پښتو کښې اوئې چې لا خو مونځ ته وخت شته- بله دا چې د دې فريضې ادا کؤلو دپاره تاسو پۀ روان ګاډي کښې هم نيت تړلے شئ- خو د پروفيسر نه اؤل به زمونږ ملګري سحر بونيري شور جوړ کړو, چې مونځ قضا کيږي استاذ اودريږه- آخر استاذ د يؤ جومات سره اودريدو- خکته چې راکوز شو نو ما سحر وټوکلو,چې تۀ خو د جمعې پۀ ورځ هم مونځ نۀ کوې- نو دا دومره شور دې څۀ له جوړ کړے وو- هغۀ وې زما سيګرټ څښلو ته زړۀ شوے وو- اؤ پۀ ګاډي کښې دننه خلک پۀ سيګرټ څښلو خفه کيږي- 

د مونځ نه پس چې مونږ ټول پۀ فلاينګ کوچ کښې کښيناستو- استاذ يؤ ځل بيا ګاډے سټارټ کؤلو- خو سټارټ نۀ شو- آخر مونږ ټول کوز شو- د خويشکو نسوار مو واچؤل اؤ ګاډے مو پۀ ديکو, ديکو سټارټ کړو- وړاندې د رستم پۀ "کمرګۍ"  نومې ځاے کښې ګاډے بيا بند شو- زمونږ سره ډيره ويره پۀ دې هم وه چې وړاندې د سورکاوۍ غر وو, شپه   هم وه اؤ شايد چې د ګاډي بريک هم کار نۀ کولو- خو ډرائيور نۀ پۀ خپله بل ګاډي ته ټيلي فون کؤلو اؤ نۀ ئې مونږ ته د مردان اډې نمبر راکؤلو- بلکه دومره ئې هم نۀ کؤل چې دغه خپل ګاډے ئې چرته ورکشاپ ته بوتلے وے- خلکو به د ګيلې پۀ انداز کښې يؤ بل ته وئيل چې د دې ګاډي نمبر نوټ کؤل پۀ کار دي- چې بيا دپاره پۀ کښې نۀ ځو- خو تر اخره پورې ئې چا هم نمبر نوټ نۀ کړے شو-

                نصيب تقدير ته ګناه نشته 

              بخت چې کوټه شي بادشاهان ټکرې خورينه

د انتظار پۀ لمحو کښې مونږ د لږ وخت دپاره د کمرګۍ د يؤ دکاندار عرفان سره مشغول شو- د دکان دپاسه ئې " اورينج چکن اينډ بيف سنټر " ليکلي وو- د ژبې د غلامۍ نه دې خداے هر څوک اوساتي- دا سپيره سيلۍ چې يؤ ځل پۀ کومه والوځي نو بيا ترې هيڅوک محفوظ نۀ پاتې کيږي- عرفان چرته پۀ کال 2004ء کښې پيربابا ته راغلے- د شپې ورته د تانړې نه بره پۀ خوړ کښې ګاډے خراب شوے وو- وئيل ئې دغه شپه مو تر سحره پورې پۀ ويښه تيره کړې وه- مونږ ته به ئې ډېر پۀ مينه د چاے, ډوډۍ اؤ جوسو ست هم اوکړو- خو پۀ اخر کښې به ئې بيا هم هغه د پيربابا د شپې اؤ شؤګيرې قيصه تيره کړه- اؤ مونږ له به ئې لکه د خويشکو د نسوارو زور راکړو- دا هلک پۀ مسافرۍ کښې پاتې شوے وو- د مسافرو د تکليف احساس ورته ډېر کيدو- زمونږ د زړۀ ساتنه ئې هم ډيره کوله- ما ورته وې چې تۀ به کليوال ئې او هر کلي وال ميلمه دوست وي- خو پۀ بونېر کښې د پيربابا اؤ سواړۍ بازارونه  دوه داسې ځايونه دي چې هرقسمه مخلوق پۀ کښې شته- کلي وال د شپې وختي اودۀ کيږي او د بازار خلک د چا پۀ کار کښې کار نۀ ساتي- تاسو ته کۀ دغسې تکليف د بونير پۀ کوم کلي کښې پيښ شوے وے- نو اوس به مو دا ګيله نۀ کوله- 

پۀ هرحال ګاډے خداے خبر چې څنګه سم شو, خو مونږ پۀ کښې کښيناستو اؤ روان شو- د شپې ناوخته وو چې بونېر ته داخل شو- خپلو خپلو کورونو ته د تللو پۀ ځاے مو پۀ چينه کلي کښې د ملګري ګلروز سره شپه تيره کړه- 

د مارچ 2022ء لۀ ډايرۍ نه انتخاب- 

طاهر بونيرے- پيربابا, بونېر 31/05/2022

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف