طاهر بونېرؔے يو فن كار سړے رحمت شاه سائلؔ

شاعرې

Saturday, April 20, 2024

طاهر بونېرؔے يو فن كار سړے رحمت شاه سائلؔ

 


طاهر بونېرؔے يو فن كار سړے

شاعري د احساس، كېفيت، جذبې او وجدان، دَ داسې اظهار لوبه ده. كوم اظهار چې د لفظونو د يو تصوير شكل اخلي. په دغه تصوير كښې چې كوم نور رنګونه او رڼاګانې تصوير كېږي او هر لوستونكي او اوريدونكي ته په بيل بيل ډول محسوس كېږي او نورې نورې معنې وركوي. دا په اصل كښې د احساساتو، كېفيتونو او جذبو د لوبې نور لوبغاړي په خپله لوبه كښې راشريكوي. او دغسې دې لوبې زمونږ د هر ارمان، هرې جذبې، هر خيال، هر ادراك او هر شعور د تسكين ذمه داري په سر اخستې ده. او دغسې دا فن زمونږ د شريكو جذبو، د خندا او ژړا نه زېږېږي هم، او زمونږ د جذبو شريكولو د پاره د داسې آئينو كار هم كوي چې يوه آئينه په بله كښې اؤ بله په بله كښې ښكاري.

او دغسې دا تسلسل د زمانو نه راروان دے. شعر چې ښكلے وي زړۀ او ذهن ته پريوځي. نو نۀ يواځې د دې د ابلاغ پۀ قوت سړے قائل شي. بلكې دا چې په نورو زړونو كښې كومې نوې دنيا ګانې ابادوي. نو هر باذوقه او باشعوره لوستونكے اؤ اوريدونكے. د دغو نوو دنياګانو داسې اوسيدونكے جوړوي چې هغه په حقيقت كښې پۀ هم دغو دنياګانو كښې نوے نوے پېدا كېږي او ځوانېږي.

ښې او ښكلې شاعرۍ ته كه مونږ په دې نظر اوګورو چې دا كۀ يو طرفته انسان د دې دنيا د كړۀ وړۀ او خېر و شر، مينې او ژوند سره اشنا كوي، نو ورسره ورسره ورته نورې داسې دنياګانې هم  بخښي، چرته چې په قدم قدم په هره ساه، نوے نوے سپرلے، نوي نوي ګلونه سپړي او د دې د ليدو نظر هاغه څوك لري. څوك چې د يو ښۀ شعر د حُسن او خوئ بوئ سره يوه نۀ پريكېدونكې پېژندګلو اولري.

يو قام، يو وُلس كۀ ډېره ترقي اوكړي. خو كۀ هغوي دغه دنياګانې او د دغو دنياګانو سېلونه اوبائلي. نو هغوي د يو ژوند او شډل بډل ژوند خاوندان خووي. خو عمرونه ئې د كلونو په حساب شمېرلے كېږي. اؤ چې مري نو لۀ يوې داسې دنيا نه روان وي. كومه چې ډېره سپوره او يو مخيزه دنيا وي. اؤ پۀ كومه كښې چې دے لكه د مشين چلېدلے وي. اؤ پۀ حقيقت كښې د ژوند د مسلسل او يويستوي زړۀ چاودون نه تنګ شوے وي. مونږ د خدائے عام مخلوق د دې دنيا قيصې اورېدے شو. خو دغه دنيا لېدے نۀ شو. ځكه چې د دغې دنيا د لېدو سامان مونږ نۀ شو كولے. ولې كومې دنياګانې چې مونږ له زمونږ فن كاران د فن په رنګونو كښې نغښتې راكوي. د مادي ګټو لېوني او د روحاني جذبو قاتلان پۀ يو داسې مستقل اذيت كښې ژوند كوي چې د هغوي زړونه، ذهنونه او نظرونه د دغو دنياګانو د لېدو توان نۀ لري. اؤ پۀ دې وجه هغوي په اصل كښې دومره، مفلس خلق وي. چې كۀ چرته څوك د ظاهري اؤ دنياوي مفلسو خلقو او د دوي تر مينځه يو كامياب اؤ ريښتونے تحقيق وكړي. نو د آرټ  اؤ فن خلق به ورته د دې دنيا د ټولو نه غنيان خلق اوښكاري.

تمهيد رانه اوږ دشو. خو دا په روايتي انداز كښې تمهيد هم نۀ دے. عامې خبرې دي چې مونږه ئې هره ورځ د باذوقو خلقو سره په وار واركوو. نو مقصد ته به راپورې وځو.

طاهر بونېرے كۀ هر څو د بونېر او سيدونكے دے او كه هر څو د كراچۍ د ننه د مسافر په حېث د رڼاګانو او پښتو شعر و ادب په دغه ښار كښې خوشحاله دے. لوئے شاعر دے كه وړوكے خو زما په زړۀ كښې ناست دے. د دې ډېرې وجې دي ـ خو يوه وجه ئې دا ده چې هغه دې مېدان ته په غلطه لاره نۀ دے راغلے. اؤ نۀ ئې په غلطو لارو د شهرت حاصلولو هڅه كړې ده. او نۀ دغسې كومه اراده لري.

طاهر بونېرے چې چرته كښيني نو ناست خو خاموشه وي. تۀ به وائې چې مجسمه ناسته ده. خو ګوري راګوري په داسې چل چې ګلونه هم غوړوي. د طاهر بونېري سره زما د خطونو تبادله هم شوې ده. خو ما ئې د خط نه د مينې سره سره داسې محسوس كړې ده. چې دغه خاموش بونېرے څومره خبر لوڅ سړے دے؟ هغه د خپل قامي وجود، اؤ د دغه وجود راغونډونكو په حقله اكثر دومره جذباتي وي. چې دا زۀ د هغۀ د خپل قامي وجود سره د هغۀ د مينې انتها ګڼم.

ولې د دې باوجود زۀ دا ګڼم چې د هغه په دې حقله مطالعه لږه كمزورې هم ده. اؤ ځكه نو هغه جذباتي كېږي هم ډېر زر. او د ځنې حقائقو د نۀ پېژندګلو په وجه پكښې د فتوې لګولو اثرات هم محسوسېږي. اؤ دا ځكه چې هغه شاعر دے. خو د شاعرانه فتوې په ځائے هغه په نثري فتوې زياته تكيه كوي.

په اصل كښې د دنيا نوي بدلونو نو مونږ كمزوري خلق د نوؤ رجحاناتو سره د اشنا كېدو په ځائے د ځينې "نفسياتي" او "نظرياتي" ستونځو سره مخ كړو. او دې حالاتو په مونږ كښې د يو فكري قيادت بحران پېدا كړو. نو اوس مونږ يو طرفته په دغسې بحراني دور كښې ساه اخلو. او بل طرفته مونږ په يو وړوكي عبوري دور كښې د خپلو ارمانونو تسلسل برقرار ساتلو. او د دغې ارمانونو د سر څڼې كولو غم هم اخستي يو ـ نو يو عبوري دور كۀ هر څو لنډ او وړوكے هم وي. خو د هغې پېژندنه او د هغې شعور مونږ په اسانه نۀ شو حاصلولے. ځكه چې زمونږ اجتماعيت مونږ ته في الحال تار تار په نظر راځي.

په انفرادي حېثيت كه مونږ هر څو د دې ادراك هم وكړو خو داسې كوم جمهوري تنظيم نۀ لرو چې دغه ادراك ته په كښې لارې خلاصې شي. نو دا وخت دغه مشكل موجود ضرور دے. خو د قامونو په تاريخ كښې دغسې نشيب و فراز راتلل څۀ نوې او نا اشنا خبره هم نۀ ده. د دې ناوې جنجيان اوس هم موجود دي. ځكه چې پښتانۀ وائي چې "بڼ د زمرونه نۀ خالي كېږي".

د طاهر بونېري چې كوم نثري تحريريونه، د ترجمو په شكل كښې زما د نظره تېر شوي دي. نو دا راته د دۀ د مطالعې د شوق او ذوق عكاسي ښكاري. د دې نه معلومېږي چې دے د موجوده فعالې ادبي دنيا يو غړے ځان ګڼي. او دے هم.

پاتې شوه د دۀ شاعري او په شاعرۍ د "سريزې" د دود دستور خبره نو دود دستور خو دا دے چې اكثر شاعران  دې مېدان  ته د څۀ خواهشاتو سره راغلي ضرور دي. خو دغه خواهشات څۀ وي؟ دا پېژندل ډېر ګران كار دے. البته زما ذاتي خيال دا دے چې ځنې شاعران د كتاب د چاپ كولو په وخت اكثر لږ د جلد بازۍ نه كار اخلي. زمونږ يوه اجتماعي فائده په كښې دا وي چې د يو شاعر كتاب چاپ شي او په پښتو كښې د يو نوي مصنف اضافه اوشي. خو كه په ادبي دنيا كښې خصوصاً او عامو خلقو كښې عموماً د هغۀ د دغې كاوش مناسب ستائينه او نۀ شي. نو د هغۀ زړۀ ماتېدے هم شي. او كۀ هغه خپله دغه ناكامي، ناكامي او نۀ ګڼي نو ډېر پرمختګ هم كولے شي. خو د دې مرحلې سركولو د پاره د لوئې سينې ضرورت په هر حال كښې وي.

البته يوه تجربه زمونږ د ټولو شوې ده. چې اوس زمونږ لوستونكے ډېر هوښيار شوے دے. اوس په پښتو شاعرۍ كښې چې پښتون لوستونكي ته كوم معيار په څۀ طريقو هم رارسيدلے دے، دې معيار د هغۀ يو رجحان جوړ كړے دے. او يو قسم نفسيات ئې ورله راجوړ كړي دي. نو مونږ دے په اسانه تېرويستے هم نۀ شو ـ ځكه چې دغه لوستونكے زمونږ د تبصرې نه بغېر هم د دغه شاعرۍ سره ملاقات كولے شي. ځكه چې د چاپ نه پس شاعري د شاعر د پټ ملكيت د حد نه ووځي او د عامو خلقو ملكيت كېږي.

طاهر بونېرے زۀ په كومه تله اوتلم؟ د بې وسۍ ترحده ئې د يو مشكل سره مخ كړے يم. خو دا داسې كومه بې حله معمه هم نۀ ده. د دۀ په حقله به زۀ د لوستونكي د تېرو يستو نه ځكه ډډه كوم. چې دے نۀ نالوستے سړے دے او نه د فني تصويرونو د اداګانو نه بې خبره فن كار دے په نوو او كشرانو، ځوانانو كښې راځي ضرور خو په دې لارو كښې لوغړيدلے تغړېدلے هم دے. او دا مې هم يقين نۀ كېږي چې ګني دے به په راتلونكو وختونو كښې د كومې مايوسۍ ښكار شي. نو ډېر نيازبين ئې هم نۀ ګڼم.

زما خيال دا دے چې طاهر بونېري د پښتو شعر په هاغه دور كښې سترګې سپړدي دي. په كوم دور كښې چې د پښتو شعر د ډېرو زړو او غني خزانو سره سره نوئې تجربې هم كمال ته رسولي دي. د پښتو د شعر د موجوده معيار جاج كۀ واخستے شي نو په نننۍ دنيا كښې دا د ټوقو معيار نۀ دے. چې مونږ ئې د ټولې دنيا د سيالۍ جوګه  كړي يو. نو د دغه معيار پۀ مخكښې كۀ مونږ د طاهر بونېري پۀ مجموعي شعري اثر اسانه خبره كوو. نو دا به وايو چې دے د ډېرو ملګرو په نسبت ډېر په تېزۍ سره دغه طرف ته روان دے. ماته د دۀ په اندرون كښې يو داسې فنكار شاعر په نظر راځي. كوم چې لا د خپل فن ابتداء كوي. چرته، چرته خو ئې په خپله فن پاره كښې د ضرورت نه هم زيات فن اچولے دے. او چرته ئې داسې خاكې جوړې كړي دي چې فن كار پكښې فن كار په نظر نۀ راځي. په نوې ځوانۍ كښې دا ستړے والے ولې؟

كوشش كوم چې دغه دواړه اړخونه د لوستونكو مخې ته په مختصرو ټكو كښې راولم. طاهر بونېرے د خپل اجتماعيت غم په دې پوهه كړے دے. چې دے خپل ځان څنګه د نورو سره تړي يا شريكوي. او څنګه په روماني انداز كښې هم د جانان د غم خبره د دوران د غم سره د فن په يو داسې باريك تار تړي چې زمونږ په ذهن كښې يواځې پښتني روماني تصور نۀ ژوندے كوي. بلكې د فن د باريكيو سره موهم اشنا كوي ـ ؟؟ 

ستا خالي مړوند ته ګورم

خو غربت دے بې وسي ده

اوږي، تږي يو خندېږو

مونږ كښې څومره خود داري ده


دا فن دے، چې فن كار د بنګړو ذكر نۀ كوي. خو خبره د بنګړو ده. دا هم پته نۀ لګي چې فنكار د شيشې د بنګړو خبره كوي، كۀ د سپينو يا سرو زرو؟ دا ټول قسمونه زمونږ د ژوند د بيل بيل معيار د ارمان علامتونه جوړوي. او څنګه زمونږ شاعر دغه هر څۀ د خالي مړوند په ذكر كښې راټول كړي دي؟

د غزل په دوئم شعر يا دويم وحدت كښې يوه بله نوې خبره كوي. چې مونږ اوږي، تږي صحې خو چاته پسخېږو نۀ. بلكې خندېږو. دا په اصل كښے زمونږ د اجتماعي غرور او وياړنې نخښې نښانې دي. چې زمونږ شاعر ورته  خود داري وائي ـ دغه خود داري زمونږ دذهن د يو عاشق اؤ معشوقې د تشو خبرو. يا د هغوي ترمينځه د يوې شاعرانه خوش فهمۍ ترحده نۀ ساتي. بلكې دغه د خود دارۍ تصور مونږ د خپل ټول قام دننه د هرې مينې، د ايمان نخښه ګڼلے شو. دا تصور ډېر زوړ دے. ولې زمونږ شاعر مونږ ته په نوي انداز او نوئې لهجه كښې پيش كړے دے.

اوس به راشو دې شعر له

كه هر څومره په لرې وطنونو كښې اوسېږو

مونږ يو بل ته نزدې د يؤ بل زړونو كښې اوسېږو


هجر، فراق، بېلتون اؤ مسافري. لكه چې د پښتنو جامه ده. هغه جامه چې زړېږي نه، لكه چې پۀ يوه ټپه كښې وئيلے شوي دي.

غم دې كميص نۀ دے چې زوړ شي

زما د عمر سره سم شو ستا غمونه


د لرې وطن نه كۀ د شاعر واقعي لرې وطن مراد وي او كۀ نۀ وي. خو مونږ بيل بيل كلي اؤ بيل بيل چمونه هم اكثر بيل بيل اؤ لرې وطنونه ګڼلي دي. ځكه چې د پښتو شاعرۍ دا فرق هم واضحه كړے دے چې.

كور دې نژدې، كوڅه دې لرې

دېوال دې پريوځه چې ويړيا شي ديدنونه


خوشاعر دغه د لرې وطن غم په دې رانزدې كړے دے. چې مونږ يو بل ته دومره ډېر نزدې يو چې د يو بل په زړونو كښې اوسېږو. د يو بل په زړونو كښې اوسيدل څۀ د بختورو خلقو برخه وي؟ ګني زمونږ ژوند، ژواك خو دومره ډېرې لارې لري، او دومره ډېر تضادات لري. چې مونږ ډېر په ګرانه د يو بل په زړونو كښې ځائے موندے شو.

زمونږ د شاعر مشاهده د كتو ده اؤ ارمان ئې د لوستلو دے چې وائي ـ 

دريغه چې شپونكي د تورو غرونو وے

پښو كښې به مو يو بل له ازغي كاتۀ


اګر چې نن داسې داسې پېزارونه اؤ لباسونه راغلي دي. چې د يخنۍ اؤ په پښو كښې د ازغو تصور ئې ختم كړے دے. اُوس به شايد زمونږ د شپونكي هم په پښو كښې ازغي نۀ ماتېږي. خو كه څوك لكه د شپونكو هسې د يو بل نه په پښو كښې د ازغو لټولو د تجربې نه نۀ هم وي تېر شوے. ولې كۀ د دې تصور  سره اشنا قدرې هم وي. نو د طاهر بونېري دا شعر به پرې يواځې ښۀ اُو نۀ لګي. بلكې دغه ارمان به ئې پۀ خپله ارمان جوړ شي ـ  ځكه چې كله كله يو مئين د زړۀ نه دغه خبره تسليموي چې.

د ډېرانۀ په سر مې شپه وے

يار راسره وے خېر به كلي راكوونه


بيا وائي چې.

ياد دې شي كنه د ماشوم توب عمر؟

مونږ چې به مرچوغڼو له غرګي كاتۀ


كله كله زما سره فكر شي چې زمونږ ډېر ټكي دَ وخت داسې سېلاب اخستي دي. چې لګيادي وروكېږي. خو چې د طاهر بونېري په شاعرۍ كښې مې مرچوغڼه ولوسته نو زړۀ مې غټ هم شو اؤ ډاډه هم. چې ځه يره زمونږ هر شاعر صرف كتاب نۀ دے لوستے بلكې ژوند ئې هم لوستے دے. او د ژوند سره د وابسطه ټكو د استعمال په هنر هم پوهېږي "مرچوغڼې"  زمونږ په ژوند ژواك كښې زمونږ سره ډېره مرسته كړې ده. په دې مونږ د تيار فصل نه مرغۍ پاڅولې دي. په دې مونږ جنګونه كړي دي. دغه جنګونه به پۀ حقيقت كښې جنګونه نۀ وو بلكې زمونږ يوه لوبه به وه. په دې مونږ خپلې بېزې اؤ ګډې را اړولي دي. اؤ دغسې مو پرې نور ډېر كارونه كړي دي. ولې ليندۀ ده او كه مرچوغڼه، دا نن د فلسطين د خلقو مېزائلې دي. چې د اسرائيلو د ميزائلو سره پرې جنګېږي. دا د لوبې اَو زار يو ظلم اؤ بربريت د لوبې د ادانه، د يو ريښتوني جنګ مېدان ته اورسول. چې دا د لوبو د دې اوازارو توهين دے. خو په دې كښې چې كومې مجبورۍ نغښتي دي دا يوه بيله الميه ده.

په دې غزل كښې مقطع څۀ داسې ده چې.

څوك ليكي طاهره! پۀ سرخۍ غزل

تا ورله د وينو كنډولي كاتۀ


د دې شعر نه كۀ هر څو مونږ هغه معني ويستے شو. كومه چې د شاعر په ذهن كښې ده. خو د دې شعر په جوړښت كښې شاعر د فني لوازماتو پوره كولو نه بې وسه ښكاري. زما په خيال په كار وه چې.

چا ليكۀ طاهره پۀ سرخۍ غزل

تا ورله د وينو كنډولي كاټه


خو دلته هم زۀ د "تا ورله" قائل نۀ يم. نو دا به هم داسې كول پكار وي چې.

چا ليكه طاهره په سرخۍ غزل

چا ورله د وينو كنډولي كاتۀ


خو د دې باوجود هم زۀ په دې شعر كښې د "سرخۍ" د معنې سره بيا هم متفق نۀ يم. دغسې "د وينو كڼدولي" هم زما په ذهن بوج دار غوندې لږي. يعني دا دواړه ټكي د معنو د لحاظه د شعر په باريكۍ بوج غوندې ښكاري.  په سرخۍ غزل ليكل يا په وينو غزل ليكل ډېره سطحي غوندې خبره ده. هو، غزل ته وينه وركول يا شعر ته وينه بخښل دا يو بيل تصور پېدا كوي. خو ليكل يا په سرخۍ يا په وينه. ماته داسې ښكاري لكه هغه تعويذونو والا چې د عاشق د دهوكه كولو د پاره اوائي چې دا تعويذ به زۀ د هد هد په وينه ليكم. ممكنه ده چې طاهر بونېرے اؤ نور لوستونكي زما د خبرې سره اتفاق اونۀ كړي. خو زۀ خپل تاثرات پټولے هم نۀ شم.

زما په نظر كښې طاهر بونېرے يو لوستے فنكار دے. د خپل قامي وجود غم هم په زړۀ لري او د دغې غم په ائينه كښې د دنيا تماشه هم كوي لكه چې وائې.

زۀ چې بې حسه شم، باغي شم نو بارود ايجاد كړم

چې سخنور شم، نغمه ګر شم نو غزل وليكم


د طاهر بونېري دا يو شعر د انساني ودې اؤ پرمختګ په ټول تاريخ خور ښكاري. د بارودو ايجاد دانسان د برترۍ مجبوري وه او كه د ډېرې بې حسۍ ثبوت. زمونږ شاعر په اصل كښې دغه سوال ته د انساني شرف، وقار او عظمت نه د بغاوت نوم وركوي. دا بغاوت چې دۀ ورته نوې معناور كړې ده. "بې حسي" زمونږ د ژوند په ټول تاريخ كښې ډېر زيات قدر او قيمت لري. يعني بارود ايجاد كول. د انسان د عظمت نه د باغي توب. او انساني خدمت نه د بې حسۍ اظهار دے. د دې په مقابله كښې "نغمه ګري" ـ اوـ "سخنوري" او د غزل ايجاد. يا تخليق د انسان د روحاني جذبو او ضرورتونو د پاره ضروري دي. ځكه چې دا ژوند بخښونكې لاره ده. او هغه ژوند وژونكي ذرائع ـ بيا وائې چې.

خلق له خدايه ګيله مند شي نو شكوه وليكي

زۀ چې له ياره مرور شم نو غزل وليكم


په نوي انداز او نوئې لهجه كښې دا د طاهر بونېري د ټولونه زياته د خوږې شاعرۍ نمونه ده. معنا هر څه چې لري. خو يو خوند او يو لطيف غوندې احساس بنده ته بخښي.

د طاهر بونېري په دې كتاب كښې په خال خال شعر كښې ماته كمے محسوس شي. خو كېدے شي چې چرته ترې ټكے نيم د ليكلو نه پاتې شوے وي. خو په مجموعي ډول په دې كتاب كښې ډېره خوږه شاعري موجوده ده.

چې په څه تاله ترغه اؤ داسې شاړ شو

ګودرونه ګل درې راپورې خاندي

خپل بچي مو خپله ژبه لوستے نۀ شي

اولسونه، پرګنې راپورې خاندي

چې په غم كښې د روزګار سحر را اوځو

د دې ښار لارې، كوڅې راپورې خاندي

خپلې وينې مو د خپله لاسه توې كړې

د اسلافو مقبرې راپورې خاندي


كه څوك د خپل پښتون شاعر نه د خپلو ټولو مسئلو د ترجمانۍ مطالبه كوي، اؤ په فني ژبه كښې ئې كوي. نو د طاهر بونېري دغه څلور شعرونه هم د هغه تنده ماتولے شي. په تېرو دوو لسېزو كښې چې د پښتون وطن دننه څه اوشو. دې ته زمونږ ډېرو ښاغلو شاعرانو په خپل خپل نظر كتلي دي او دغه شريك غم ئې تر خپله وسه ژړلے دے. خو د طاهر بونېري نظر څومره منفرد دے؟ وائي چې.

زۀ خپلو وروڼو د ثواب په نيت وژلے يمه

ما هم شهيد كړو ځان، د خدائے په رضا اودريدمه


په دې شعر كښې چې كوم استعاراتي طنز دے. هغه شائد چې د هر فن كار د وس كار نۀ دے. ځكه چې دغه طنز ځنې سوالونه پېدا كوي. دغه قسم سوالونه زمونږ نه د مكمل قامي شعور غوښتنه هم كوي اؤ په ديني، مذهبي معاملو د پوره پوهې د پاره يو تاكيد هم كوي. ځكه چې د دې قسم د يو شهادت په ذكر كښې زرګونه او لكهونه شهادتونه پخپله داسې سوالونه دي. چې زمونږ د قامي وجود په ټول تاريخ به ترقيامته خوارۀ وي.

طاهر بونېري خپل ذاتي غمونه. او د خپل عشق و محبت غمونه. د خپلو اجتماعي غمونو په خټه كښې داسې اخښلي دي چې د يو بل نه بيلول ئې زمونږ د وس خبره نۀ ده.

داسې غمونه مې پټ خوري چې د وئيلو نۀ دي

په داسې حال شوم چې بيخي وارخطا اودريدمه


اوس" غمونه مې داسې خوري" او "داسې غمونه مې پټ خوري" يعني د غمونو داسې خوراك او داسې غمونه خوراك... دوه مختلفې معنې لري. او دا زمونږ نه د هغه ټولو غمونو نشاندهي كوي. كوم چې د روزګار غمونه هم دي. د جانان غمونه هم دي. او د قام، اولس او وطن غمونه هم. په شعر كښې د وارخطايۍ خبره په سړي وارخطائي نۀ راولي. بلكې دا يوه داسې فني خوبي او ښكلا ده. چې مونږ په وارخطايۍ كښې نوي فكر او نوي ژوند ته تياروي. او هم دغه نكته د شعر د ابلاغ كمال هم دے او د شعر د اثر كمال هم.

ستا د وجود خوشبو د كوم ښكلي نه اوغواړمه

پۀ ډك بازار كښې فكر يوړم تنها اودريدمه


دا شعر زمونږ د ټولو حساسو پښتنو داسې ترجمان دے. لكه چې مونږ يو يو تن په ډك بازار كښې هره ورځ تنها ولاړ يو. فكر كوو. او دا سوال په ځان كوو او د جانان په خيال ئې كوو. چې ستا د وجود خوشبو په كوم ښكلي كښې پاتې ده؟ دلته خو هر ښكلے حالاتو زبيخښلے دے. د هر ښكلي نه ئې د مينې، صداقت، حسن او خلوص رنګونه لوټلي دي. دغسې وبا چې په وطن كښې راشي. نو شائد چې سباله دغه خوشبو هم په جانان كښې پاتې نۀ شي. اؤ په ډك بازار كښې سړے دې فكر ته هډو سم نۀ شي. ځكه چې ښاغلے اندؔېش دا حالات داسې هم تصوير كوي چې.

هر سړي د ځان سره د بل پنګه رواخسته

هر سړے ځان اخلي، په منډه دے بازار تۀ روان


نو كله چې خبره دې مرحلې ته را اورسي چې هېڅوك هم خپله پنګه نۀ لري. پردۍ پنګه غلا كوي او ځي بازار نه پكښې خپل ځان په بيعه اخلي. په دغسې حالاتو كښې دا فكر كول هم نن غنيمت دے. سبا شايد چې څوك دغسې هم اونۀ كړے شي.

طاهر بونېري نظمونه هم ليكلي دي. زۀ پرې ډېر څۀ في الحال نۀ شم وئيلے. البته دا به اوايم چې دغه نظمونه خواږۀ دي، نوي دي. او دا زمونږ په موجوده ادب كښې د ښې اضافې جوګه دي. څه موده مخكښې د مردان نه خورېدونكي په "ګلبڼ" مجله كښې د طاهر بونېري له خوا د يونان د يوئې شاعرې بلائيؔ ټس نظمونه د هغې د ژوند د يو وضاحت سره ترجمه كړي او چاپ كړي وو. بائد چې طاهر بونېرے دغه نظمونه هم د دغه وضاحت سره په خپله شعري مجموعه كښې شامل كړي. دا وضاحت او د بلائي ټس د ژوند دغه حالات چې بيخي په ما دغه هم د يو جادوګر نظم غوندې اثر كوي.

زۀ په كومو لفظونو كښې وضاحت اوكړم چې د بلائيؔ ټس د ژوند حالات او د هغې دغه نظمونه دَ كُوم قسم شاعرانه ژوند عكاسي كوي. او د دې په ساده باده او فني خبرو كښې د دې ژوند څومره په تخليقي جامو كښې نغښتے ښكاري.......؟. دومره به اوايم چې دغه " وضاحت" او دغه نظمونه چې زۀ لولم نو غونے راباندې لشې لشې شي......ويښتۀ مې نېغ نېغ اودرېږي او په تصور تصور كښې نېغ لاړ شم. د بلائي ټس په هغه كمره كښې د هغې د مرګ په خوب اودۀ فني وجود جوړ كړم...... د هغې دغه سل واړه نظمونه په دېوالونو ليكلي اولولم...... د ځانه ورك شم، احساس مې لوګي كوي، وجدان مې ژاړي. دومره اوژاړي........ لكه د انسان د ټول تاريخ، د ټولو انسانانو ژړېدلي روحونه چې زما روح ته راټول شوي وي او ژاړي....... د بلائيؔ ټس د نظمونو درد مې په احساس داسې راخور وي. داسې مې دغه فن په وينه كښې په ټوپونو ټوپونو روان وي او درد كوي. چې كۀ خپلو نېغو شوؤ ويښتو ته منت هم اوكړم. نو واپس خپل ځائے له نۀ راځي.

مونږ كه د نظم د شاعرۍ مثال پيش كوو او وايو چې په شاعرۍ كښې درد څومره وي؟ فن څومره وي؟ سادګي، ناداني او معصوميت څومره په كار دے؟ او بيا د دې اثرات څومره وي، څنګه وي؟ نو بايد چې مونږ د بلائيؔ ټس نظمونه د مثال دپاره پيش كړو. د هغې د نظم " د مور نصيحت" نه چې كومه خوشبو محسوس كېږي. دغه مور نن هم په هغه شكل كښې په ټوله دنيا كښې موجوده ده. او هغه لور چې بلائي ټس ده نن هم د ټولې دنيا د پېغلو په سترګو كښې لېدے شي. د " ورك شوي خط" د لټون په ارمان چې بلائي ټس كوم نظم ليكلے دے. دا ګني د نن دور د هرې پېغلې د ژوند او ژوند د حالاتو ترجماني نۀ كوي. او تر څو چې ژوند ژواك او د مينې او رسم رواج دغه حالات موجود وي نو ګني دغه جذبې به څوك ترقيامته پورې د چانه اوشوكوي؟ "ريښتونے مرګ" څۀ معنا لري؟ زۀ به د دې مرګ د معنې د پاره د اندېش د دې شعر نه مدد واخلم.

د محبت د فلسفو د تكلونو نچوړ

يار ته وروستے سلام ليكل دي د وختونو په مخ


د بلائيؔ ټس نظمونه دردونه دي او كه خواږۀ، دا تقاضا كوي چې دا يوه يوه مصرعه چې زمونږ د احساس او وجدان د اندرون د فطرت نه د فن په نوسي كوم درد رانيسي. بايد چې په هغې ډېرې خبرې اوكړو. تر هغې چې ستړي شو او زړۀ مو خوږ خوږ دړد راواخلي. او بيا مو دغه دړد په خپله غېږ كښې اونيسي. واموخلي او هلته مو بوځي. چرته چې غمژنه بلائي ټس قلم په لاس په خپله كوټه كښې ناسته ده. او يوه غمژنه فن پاره تخليق كوي، تصوير كوي، سندره كوي. مونږ ورته په زير زير ګورو او هغه راباندې پوهه نۀ شي. چې مونږ د هغې د شعر د "آمد" په وخت هغه پريشانه نۀ كړو. چې هغه مونږ ته د تخليق اؤ تصوير يوه نوې دنيا را اوسپاري. مونږ يُو اؤ دړد وي، مونږ يُو اؤ دړد وي، مونږ غمژن كړي او مونږ د خپله ځانه او تښتوي. مونږ مړۀ كړي، مونږ ژوندي كړي. خوزۀ به دغسې ټولې غمژنې مرحلې اؤ لمحې. د بلائي ټس دغه ټول غمژن تصويرونه، چې لا هغې تخليق كړي نۀ دي. هغې ته د خراج په طور بيا د اندېش په يو شعر كښې راټول كړم. او د هغې د نورو معصو مو فني جذبو غاړې ته به ئې امېل كړم.

زۀ د هغې خلقو د فن د نزاكت نه ځار شم

چا چې تراشلې ائينې دي د وختونو په مخ


پۀ آخره كښې به زۀ بلائيؔ ټس اؤ د هغې د مينې ملګرې د "سيفو" فني غاړو ته د لونګو اؤ غانټولو د ګرېوانونو نه جوړ د طاهر بونېري فني  اميلونه ور په غاړه كړم چې هغه دا دي.

سپيلنے دې شم لۀ مړاؤ مړاؤ سترګو

د باګرام مازيګري په كښې اوسېږي

په دې پورې غر كښې هاغه كور د چا دے

خلق وائي ښاپيري په كښې اوسېږي

د ايلم د بڼ نختر ئې رېز مرېز كړل

څۀ كم عقل بونېري په كښې اوسېږي

ستا د زلفو د ګور سيوري بلا واخلم

د طاؔهر د زړۀ طوطي په كښې اوسېږي


پۀ درناوي

رحمت شاه سائلؔ

ورتېر، 14 مئ 2003ء


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف