زما په مخ د تړمو اوښکو چې لښکر روان دے
د چا د ياد هجوم مې بيا د زړۀ په سر روان دے
زما يقين دے زۀ بـه هــيـــڅ کـلــه بدرنګه نۀ شم
چې راسره زمـا د مـــــور د دعـــا غـــر روان دے
باور دې اوشۀ تاپـسې زماحالات ښۀ نـــۀ دي
باور دې اوشـۀ تاپـسې زما نـظـــر روان دے
ده دې وطن د سؤداګرو په چال ښۀ پوهېږم
ده دې وطن هر کاروبـار زمـا په ســـر روان دے
له دغه کوره انګازې د ژړاګانو راځي
له دغـــه کــوره بـدنصيبه مسافــر روان دے
دا خلـق څـــنـګه بـه زما له حاله نـــــۀ خبرېدل
زما ارمان زما د سترګـو نـه بــهــر روان دے
لوظ ئې کړے د راتلو ؤو په سکڼي مازيګر
په انتظار يمه نـقـيـبـه مازيګر روان دے
Post a Comment