دادۍ " ليک:- طاهربونيرے- 7, اپريل 2024ء

شاعرې

Monday, April 8, 2024

دادۍ " ليک:- طاهربونيرے- 7, اپريل 2024ء

 


" دادۍ "


ليک:- طاهربونيرے- 

7, اپريل 2024ء 

نۀ پوهيږم چې د دادۍ پۀ حواله خپلې خبرې د کوم ځاے نه شروع کړم-- ؟؟ هغه نۀ اديب وۀ , نۀ شاعر اؤ دانشور وۀ- خو د کمال سړے پۀ دې وۀ چې زمونږ د کراچۍ د دؤر ټولو ادبي ملګريو پيژندۀ هم- بلکه د هغۀ د ليدو اؤ اوريدو شوقيان هم وو- خو د دادۍ پۀ وړاندې دغه لوے اديبان, شاعران اؤ مونږ د خداے عام مخلوق ټول يؤ شان وو- 

هغۀ به نۀ د چا پروا ساتله اؤ نۀ ئې د چا پۀ کار کښې کار لرلو- داسې لطيفه ګو هم نۀ وو چې ګنې د ميلس د جوړولو پۀ غرض به ئې لطيفې جوړولې- بس خپل ساده ژوند به ئې تيرولو- خو د هغۀ د ذاتي ژوند پۀ فطري انداز بيان کښې دومره زړۀ راښکون وۀ چې ډېر خلک پرې مئين شوي وو- 

ملګري اقبال کوثر پرې ډېر ښۀ ليک کړے دے- زۀ کوشش کوم چې د دادۍ د يادونو پۀ حواله د ګران اقبال کوثر نه څۀ پاتې شوي وي هغه بيان کړم- 

مونږ چې د پټهان کالونۍ, اکبري محلې پۀ کوم کواټر کښې پاتې کيدو- د دغه کواټر دوه کمرې وې- پۀ يوه کمره کښې به زمونږ کليوال وو- پۀ دويمه کښې راسره د دير کسان وو- برانډه, غولے اؤ غسلخانه مو شريک وو- د کواټر مالک هم د دير اوسيدونکے ښائسته صاحب وو- پۀ دغه زمانه کښې نۀ مونږ پوهيدو اؤ نۀ د دير کسان خبر وو- چې کواټر يا کمرو له خلک رنګ اؤ چونا هم ورکوي- --- يوه ورځ دادۍ يؤ دير واله ماما ته وې- ماما د برانډې ملاسته دې خوښه وي کۀ د کمرې- ؟ ماما ورته وې برانډه ښۀ ده سړے پۀ کښې پريوانه نسوار واخلي- 

هم دغسې يوه ورځ دادۍ دير واله ماما ته د قشقار د ګرمې چينې قيصه کوله- دے ورله تلے وۀ اؤ پۀ دغه چينه کښې ئې لمبلي هم وو- دير واله ماما ورته وې د قشقار نه چې تاسو پۀ کوم سړک واپس راتلئ- د دغه سړک پۀ غاړه زمونږ کلے هم اباد دے-۔ دادۍ ئې سمدستي د خلې نه خبره واخسته- وې ماما ستاسو کلے مې ليدلے وو- 

مونږ د بس پۀ سر ناست وو- د غر پۀ سر ستاسو کلے واضحه ښکاريدۀ, مخ ته ئې غټ توت ولاړ وۀ- زنانه د کوټې پۀ بلۍ پۀ قطار ناستې وې- يؤې بلې له ئې سرونه کتل- د دير واله ماما د کلي نقشه کۀ دغسې وه اؤ کۀ نۀ وه- خو خاموش پاتې شو- 

دا خو مې هسې د دې دپاره يو دوه مثالونه وړاندې کړل- چې زمونږ اؤ د دير د دغه مشرانو ترمينځ څومره خوږ تعلق وو- څومره مينه وه, اؤ څومره د يؤ بل هم خياله هم وو- بل خوا زمونږ د خپل کلي د انډوالانو پۀ خپلو کښې هم دومره مينه وه چې اوس ئې هم ياد کړم ارمان راشي- 

د غربت مو دا حال وۀ چې د کواټر پۀ چهت مو د لينټر پۀ ځاے د سيمټو څادرې لګيدلې وې- اؤ دپاسه پرې د ملاکنډ د بجلي ګهر 1100 لائن هم تېر شوے وو- چې د سرکار د پاليسۍ ترمخه ترې د لاندې ابادي جوړول غېر قانوني عمل وو- خو يؤ طرف ته د تارونو لاندې برابر کواټرې اؤ کورونه جوړ وو- بل هسې هم زمونږ يقين نۀ راتلو چې د دې لاندې ابادي ولې ممنوع ده- 

البته يوه ورځ دغه مضبوطو تارونو د زمکې اوسيدونکو ته د خپل وجود احساس ورکړے وو- هغه داسې چې ناڅاپه زمونږ پۀ ديره هم د بره نه د اور بڅري پريوتل, دغه وخت زمونږ کليوال فضل حق حسب معمول د ديرې پۀ غولي کښې پروت وۀ- حسب معمول ورته ځکه وايم چې دے به هميشه هم دغسې پروت وۀ- د اور د بڅرو غورځيدو سره دننه کمرې ته اوتښتيدۀ- ---- زمونږ پۀ ګاونډ کښې د نائي پۀ حجام کښې د چمت پنکهې اؤ تارونو اور واخستو- د اکبري جومات سره نزدې د بجلۍ ټرانسفرمر اوډزيدۀ- هم دغسې د بونېر هوټل نه زمونږ تر ديرې پورې د ټولو کواټرو د بجلۍ تارونه سوزيدلي وو- ---- زۀ پۀ دغه ورځ پۀ کالونۍ کښې نۀ ووم- نو د دې واقعاتو د ليدو نه محروم پاتې شوم- خو څوک چې موجود وو, هغوي هم نۀ پوهيدل چې څۀ چل اوشو- بس خو هر سړے پۀ منډه وۀ- 

وروستو انکشاف اوشو, چې زمونږ د کواټر پۀ وړاندې, د دکانونو د چهت دپاسه, د يو ماشوم پتنګ پۀ دغه تارونو کښې انښتے وۀ, هغۀ چې د بانس ډنډه د پتنګ ازادولو دپاره تارونو له يوړه- نو دوئي غصه شو- ډېرې ورځې وروستو يؤ افغانے ورور د حجام دکان ته راغے- وئيل ئې دلته پۀ هاغه ورځ زما نه کالي پاتې شوي وو- د حمام ملګري يايا اؤ ګلونو حيران هم شو اؤ منکر هم- ---- ځکه چې کالي دوئي جامو ته وائي اؤ مونږ ئې زيوراتو ته- خو دا حقيقت وۀ چې افغاني ورور دغه وخت پۀ حمام کښې لمبل چې يولس زره لائن پۀ خپل جوش کښی راغے نو خداے خبر چې دے به لا څنګه تښتيدلے وو- چې نن ورته خپل کالي ورياد شو- 

پۀ هر حال د ګلونو اؤ يايا د ياديدو سره دا يادګيرنه ضروري بولم- چې دوي د چارباغ سره تعلق لرلو- يايا سخت قام پرست وۀ- د اخبار لوستل ما د دوي پۀ دکان کښې زده کړي وو- بالخصوص د " جنګ " اخبار ټول کالم ليکونکي ما هم دغلته پيژندلي وو- 

خو خبره مو دبجلۍ د تارونو کوله- چې د دومره زورور لائن لاندې د اوسيدو باوجود مونږ دبجلۍ پنکها هم نۀ لرله- پۀ جون/ جولائي کښې چې به ګرمۍ زور اوکړو- د شپې به څملاستے نۀ شو- نو ټوله شپه به بهر پۀ کوڅو کښې ګرځيدو- د اکبري محلې نه تر وليکا ملز اؤ وليکا هسپتال پورې- بلکه اوسنے باچاخان اؤ پخوانے بنارس چوک هم زمونږ د اواره ګردۍ يا ګرځيدو پۀ حدودو کښې شامل وو- ---------- يواځې مونږ نا, بلکه پۀ دغه وختونو کښې د پټهان کالونۍ, مستان چالۍ, باواني چالۍ د ټولو خلکو هم دغسې ژوند وۀ لکه څنګه چې زمونږ ژؤند وۀ- ----- د ټولو کواټرو ډيزائن يا طرز تعمير هم دغسې وو- البته پۀ نورو کواټرو کښې به کم از کم د بجلۍ پنکهې چليدې-           

يوه ورځ ما خپلو انډيوالانو ته اوئې چې ګرمي پريږده خو هسې پۀ کار ده چې د چهت يوه پنکها راوړو- کۀ نا اشنا ميلمه راشي سترګې به مو ورته اوچتې وې- ځنې هم خياله ملګرو زما دغه صلاح خوښه کړه- 

دادۍ وې د استاذ ځويه د پنکهې سيلۍ ته نۀ څملم- خو چې تاسو اراده کړې ده- پينځۀ روپۍ پۀ کښې زما نه هم واخله- د پنکهې لګيدو اؤ چورليدو ته مونږ ټول خوشحاله وو- خو سيلۍ ئې بيخي نۀ کوله- اخر مو يؤ هلک واحد سلطان کټ ته اوخيژؤلو- اؤ د هغۀ اوږې ته مو يؤ بل هلک لال باچا اوخيژؤلو- لال باچا د لګيدلي ماچس تيلے د پنکهې سره نزدې اونيوۀ, خو مړ نۀ شو- د ډيرو حربو د استعالولو نه پس چې ناکامه شو- مونږ وې چې پنکها ګرځي دغه هم پوره ده- ضروري نۀ ده چې سيلۍ دې هم کوي- دادۍ موجود وو- خو نۀ ئې د خپلو پينځه روپو ذکر اوکړو, نۀ ئې پۀ پنکها څۀ تبصره اوکړه- 

د دادۍ به د خپل کار سره کار وۀ- يؤ ځل زمونږ ديرې ته د بهائي کلي يو ميلمه راغے- پۀ عربو کښې ئې چرته پۀ غلا مزدوري کوله- عربيانو راليږلے وۀ- ماسخوتن د ميلمه سره ميلس روان وۀ- دادۍ ترې تپوس اوکړو- وې ورور تا به پۀ عربو کښې څۀ کار کاوۀ-؟ ميلمه وې زۀ ګلکار ووم- د سيمټو کار به مې کؤو- دادۍ ورته وې نو د پلستر اؤ ديوال جوړولو پۀ کار هم پوهيږې-؟ ميلمه وې جي زۀ هم د دغه کار استاذ پاتې شوے يم- 

دادۍ د دې خبرې پۀ اوريدو دومره ډېر خوشحاله شو- چې د خپل کټ نه راپاڅيدۀ اؤ د ميلمه سره يو ځاے کښيناستو- پۀ هغۀ ئې ډېر پۀ مينه لاس واچول -وې سړيه زۀ خو عام ليبر يم- هر سحر چې بنارس ته مزدورۍ له ووځم- مستريان اکثر پنجاپيان وي- پښتون نۀ خوښوي- پۀ زور ځان د چا سره ټل کړم- 

سحر دواړه کار له لاړل- ماښام چې زۀ ديرې ته راغلم- دادۍ څادر اغوستے دے- اؤ پۀ کټ کښې غزيدلے پروت وۀ- چې کله به څۀ غېر معمولي واقعه پيښه شوه- دے به هم دغسې پروت وۀ- ما ترې تپوس اوکړو چې دادۍ بيا څۀ چل شوے دے- ؟؟ 

هغۀ ته لکه چې د زړۀ د بړاس ويستلو دپاره محض د يؤ اوريدونکي ضرورت وو- وې د استاذ ځويه! سړے مستري نۀ وۀ , هسې پۀ لانجه واوړيدم- وئيل ئې د اورنګي يؤ هندوستاني مهاجر کار له بوتلو- شګه, سيمټ, بلاکونه وغيره پراتۀ وو- مهاجر وې تاسو دغه ديوال را اوچت کړئ اؤ پۀ خپله خپلې ډيوټۍ له لاړو- مونږ ټوله ورځ کار اوکړو- مازيګر چې د کور خاوند راغے- د اجرت راکولو پۀ ځاے ئې د کور پۀ يوه کمره کښې بند کړو- ما ترې تپوس اوکړو چې صېب زمونږ ګتاه څۀ ده-؟؟

وئيل ئې زما د سيمټو اؤ بلاکونو پيسې راکړئ- هر څۀ مو راله ضايع کړل- تاسو چې کوم کوږ ديوال جوړ کړے دے- کۀ پۀ ماشومانو را اوغورځيدو بيا به مو د کور پۀ ځاے د تهاڼې پۀ حوالات کښې شپه وي- خو مونږ شريفان خلک يو, د وخت نه اول درسره زياتے نۀ کوم- دادۍ وې پينځه سوه روپۍ راسره وې هغه مې دغه مالک ته ورکړې- پۀ ډيرو سوالونو, منتونو مو ترې ځان خلاص کړو- 

د هغۀ يؤ عادت دا وۀ چې کراچۍ کښې به ئې دوه, درې مياشتې تيرې کړې نو غلے به کلي ته روان شو- هم دغسې پۀ کلي کښې د څو مياشتو تيرولو نه پس به هلته هم تنګ شو او د کور نه پټ به کراچۍ ته لاړو- خو پوره پوره کوشش به ئې دا وۀ چې پۀ خپل تګ راتګ به ئې څوک نۀ خبرول- اؤ دا عادت ئې د پخوا نه وۀ- 

پخوا چرته زمونږ د کلي بخت روئيدار حاجي صاحب (وفات 13, مارچ 2017ء) اؤ بوستان ماما کراچۍ ته تلي وو- دواړه کم عمره هلکان وو- د کلي چا مشر دادۍ جرګه کړو- وې دا ځل چې کلي ته ځې دا ماشومان هم د ځان سره بوځه- اؤ دادۍ ورته ښۀ اوکړل- دا به د فيلډ مارشل ايوب خان دور وۀ- د بسونو رواج نۀ وۀ- خلکو به پۀ ريل ګاډي کښې سفر کؤلو- 

خو د زر, زر تلو راتلو پۀ وجه شايد د دادۍ تجربه هم شوې وه- بله دا چې دومره پيسې به د چا سره وې چې پۀ هره دويمه, دريمه مياشت به ئې د کراچۍ اؤ پيښور ټکټ ورکؤو- کله چې به د ريل ګاډي ډبې ته ټي ټي يا ټکټ چيکر راوختلو دادۍ به ځان اودۀ کړو- چې ټي ټي به کوز شو, دادۍ به ويښ کښيناستو- دا ځل هم پۀ دغه طريقه تر نوښار پورې راغلو- خو د نوښار پۀ سټيشن کښې چې کوم ټي ټي وۀ, هغۀ دادۍ پيژندۀ, اؤ لکه چې دۀ هغه هم پيژندۀ- مختصر دا چې ټي ټي څنګه ډبې ته را اوختلو- دادۍ د اودۀ کيدو پۀ ځاے د ډبې نه خکته ټوپ اوهلو- ټي ټي ورپسې هم سمدستي ورمنډه کړه- دوئي چې د سټيشن نه بهر پۀ پټو کښې پۀ يو بل پسې منډې وهلې- دلته پۀ ډبه کښې د دادۍ پۀ اسره ناست دواړه هلکان پۀ ژړا شو- دوئي له د کلي مشرانو پۀ کراچۍ کښې باقاعده ټکټونه اخيستي وو- خو پۀ دې فکرمند وو چې وړاندې به تر کلي پورې څنګه ځو- ؟؟ چاته ئې چې اسر وه- هغه خو د ريلوے سټيشن نه بهر د غنمو پۀ پټو کښې روان وۀ - 

خو دادۍ ورته پۀ روانه کښې تسلی ورکړه- وئيل ئې چې ما د دې ټي ټي پلار هم نۀ شي رانيولے- د ژړا نه څۀ نۀ جوړيږي- تاسو پۀ ارام کښينئ- کۀ خداے ته منظوره وي - د پيښور پۀ سټيشن به يو ځاے کيږو-

د هغۀ هر کار د توکل سره وۀ- چې پۀ کلي کښې به وۀ , نو پۀ هره دويمه, دريمه ورځ به د مور قبر له تللو- يوه ورځ ورته يؤ کس وې تۀ چې کوم قبر ته دعا له راځې 

دا قبر ستا د مور نۀ دے- بلکه د فلاني د پلار قبر دے- پۀ دې خبره ډېر خفه شو- د فلاني پلار ته ئې هم بدې ردې اوئې- بلکه نور ئې دغه عمل پريښودۀ- 

هغۀ ته زمانه اؤ ماته د هغۀ نه يؤ مستقل تکليف دا وۀ چې هغۀ ته به د شپې د بلب پۀ رڼا کښې خوب نۀ ورتلو- اؤ ما به ماسخوتن مال د سکول د کتابونو مطالعه کوله- د دې وجې مې ځانله ډيوه هم اخيستې وه- خو پۀ دغه وخت کښې بيا زمونږ پۀ ديره کښې داسې پنکها لګيدلې وه چې باقاعده سيلۍ به ئې هم کوله- د پنکهې د سيلۍ سره به ډيوه مړه شوه- بيا به مې د ديرې پۀ غولي کښې هاغه غټ بلب ته مطالعه کوله چې د ديرې د ديوال نه بهر, پۀ سړک کښې د بجلۍ پۀ ستن کښې لګيدلے وۀ- دغه غټ بلب به څۀ شيبه پس د ځانه بند شو- ډېر وخت وروستو به بيا پۀ خپله اولګيدۀ- څۀ زۀ د سبق تکړه وم اؤ څۀ راته ماحول هم ډېر سازګار وۀ- 

خو د دې معمولي تضاداتو باوجود دادۍ زما ډېر خوښ وۀ, د هغۀ خبرې مې خوښې وې- هغه کۀ زمونږ ادبي ملګريو پيژندۀ اؤ کۀ عامو خلکو- خو د دې پۀ شا زما د هغۀ سره مينه اؤ عقيدت وۀ- هغۀ چې به هر څۀ وې ماته به ئې خوند راکولو- 

يؤ ځل د چهټۍ ورځ وه- زمونږ ټول کليوال پۀ ديره کښې موجود وۀ- دادۍ د والي سوات د زمانې قيصه شروع کړې وه- وئيل ئې د والي سوات پۀ دور کښې امن وۀ, انصاف اؤ قراري وه- پۀ سرکاري ادارو کښې به د ستانه دارو خصوصي خيال ساتلے شو- خو يؤ مصيبت پۀ کښې دا وۀ چې کله به سرکاري سړک جوړيدۀ نو پۀ عوامو به ئې بغېر لۀ تنخا د سحر نه تر ماښامه کار کؤو- ډوډۍ به هر چا د کور نه خپله راوړه- اؤ کار به مو باچا له کؤو- 

وې د پاچا کلي فلانے صېب پۀ مونږ جمعه دار وۀ - هم دغسې چې زۀ د سړک د بيګار نه ډېر تنګ شوم- نو دغه صېب ته مې وې ما پۀ څۀ طريقه د دې بيګار نه خلاص کړه- بله ورځ چې د کار معاينې دپاره والي سوات راغے- فلاني صېب ورته زما سفارش اوکړو- اؤ والي سوات صاحب منظور کړو- بس د ټول عمر دپاره ترې دمه شوم- چې قيصه خلاصه شوه- ما ورته وې چې دادۍ تور ټکے نۀ تا وئيلے دے اؤ نۀ د پاچا کلي فلاني صېب, نو د سکول ملګرے دې هم نۀ وۀ, نسبي دې هم نۀ دے ځکه چې تاسو مليان يئ اؤ هغه پښتانۀ دي- د څاؤرو څرولو ملګرے دې هم نۀ شي کيدے- ځکه چې څاوري به تا پۀ خپل کلي کښې ساتل اؤ فلاني صېب پۀ پاچا کښې - ---- نو بيا ستاسو ترمېنځ داسې کوم نزدې تعلق وۀ, چې د هاغه وخت مناسب ئې درله دومره اوچت سفارش اوکړو- ؟؟

شايد چې زما پۀ خبره کښې څۀ وزن نۀ وۀ, يا د يوې دلچسپې قيصې پۀ اخر کښې زما پۀ تپوس د دادۍ طبيعت پيکه شو- هر څۀ چې وو- خو ماته ئې ډېر پۀ بې رخۍ سره جواب راکړو- وې يار دوست مې نۀ وۀ- بس داسې د لارې دعا سلام مې ورسره وۀ لکه چې ستا سره مې دي- اؤ زۀ د ټولو کليوالو پۀ وړاندې لاجوابه پاتې شوم-- 

هم دغسې پۀ کلي کښې يو ځل د انتخاباتو پۀ وخت کښې د يوې مذهبي ډلې مشران راغلي وو- د دغه ډلې يؤ مشر, چې ډاکټر هم وۀ- دادۍ ته ئې ډېر پۀ مينه پۀ اوچت اواز کښې اوئې چې تۀ خو زما پخوانے دوست ئې- دۀ ورته وې هو ډاکټر صاحب زۀ ستا د هاغه زمانې دوست يم- چې بيمار ووم- ځوي اؤ ورارۀ مې پۀ اوږه تاله در اوړم- خو تا د کور نه جواب راوليږو چې زۀ به پۀ خپل مقرر وخت کلينيک ته درځم- ډاکټر صاحب چې دا واوريدل- وې وروڼو د خېر دعا به اوکړو- چې الله پاک دې زمونږ د ټولو اتفاق, مينه, ورورولي اؤ دين اسلام نصيب کړي- --- 

دادۍ زمونږ د کلي د يوې معززې کورنۍ سره تعلق لرلو- هغۀ پۀ بيشوڼۍ کلي , ډنډار محله کښې پۀ کال 1938ء کښې پيدا شوے وۀ- خپل نوم ئې خشاکے وۀ- خو مونږ به ورته د مينې نه دادۍ وئيلو- د هغۀ مشر ورور عبدالغواث صاحب ( وفات 12, مئ 1992ء) د کلي د جرګو مرکو سړے وۀ- د هغۀ نه بغېر به د کلي جرګه نيمګړې وه- هم دغسې ئې ځامن اؤ وريرونه هم د نن دؤر پۀ سياسي اؤ سماجي هلو ځلو کښې خپل اهميت اؤ جداګانه حېثيت لري- ټول زما بې تکلفه ملګري دي- 

خو دادۍ د جدا طبيعت څښتن وۀ- هغۀ د سماجياتو اؤ معاشياتو نه بې پروا ټول ژوند تېر کړے وۀ- زۀ د دادۍ وريرونو اؤ ځامنو ته وايم, چې تاسو کۀ ډيرې روپۍ اوګټئ خو د خپل ځان دپاره ګټه کوئ- د دادۍ سره به روپۍ نۀ وې - خو د هغۀ نه بغېر به زمونږ محفل نيمګړے وۀ- تر دې پورې ساده اؤ بې پروا بنيادم وۀ چې د هغۀ د وفات نه پس معلومه شوه چې پۀ دومره اوږد ژوند کښې هغۀ دوه ځله تصوير ويستے وۀ- يؤ د شناختي کارډ دپاره اؤ دويم ترې ما ويستے وۀ- خو د شناختي کارډ تصوير ئې پۀ دې وجه پۀ نشت حساب وۀ- چې هغۀ به خپل کارډ لکه د تعويذ انغښتے پۀ جيب کښې ساتلو- خو اخر تر څو-؟؟ يوه ورځ ئې يو ورارۀ سراج ته ضرورت شو- دادۍ ورته وې هلکه کارډ نۀ شم درکولے ورک به ئې کړې- خو سراج ترې پۀ سوالونو, منتونو واخستو, قدرتي خبره وه چې کارډ ترې ورک هم شو- خو سراج دومره خوږ اؤ جادوګر هلک دے- داسې ښکلې بهانې به ئې جوړې کړې- چې د دادۍ نه به ئې خپل شناختي کارډ هېر کړو- ----  

بيا يوځل پۀ کلي کښې زما هسې يؤ خواهش پيدا شو چې دادۍ له د يادګار پۀ توګه تصوير اوباسم- خو عجيبه کار دا وۀ چې زۀ به ورپسې کور ته لاړم, دے به پټي ته تلے وۀ- چې پټي ته به ورپسې لاړم نو هلته به معلومه شوه چې بازار ته تلے دے- اخر مې يوه ورځ پۀ پټي کښې وۀ موندو- د تصوير اخستو فرمائش مې ورته اوکړو- چورلټ انکاري شو- وې پۀ دې کښې به هم ستا څۀ شرارت وي- مختصر دا چې د دادۍ مشر ځوي هم زما ملګرتيا اوکړه- ورته ئې وې پۀ دې کښی د شرارت څۀ خبره نشته- دے ستاسو سره مينه لري- اخر راضي شو- ما د غوجل پۀ مخکښې د ځان سره پۀ کټ کښې کښينولو- ټوپۍ مې ورله پۀ سر لږه کګه کيښوده- اؤ د دادۍ د ژوند دغه وړومبے اؤ اخري تصوير مونږ له د هغۀ ځوي زرتاج اويستو- قدرتي خبره وه چې د دغه تصوير ويستلو نه پينځه شپږ ورځې پس پلار اؤ ځوي پۀ پټي کښې کار کؤو- چې پۀ دادۍ ناڅاپه دړد راغے- د ډګر هسپتال ډاکټرانو داخل کړو-

پخوا پۀ کراچۍ کښې زمونږ د کليوالو يوه ديره د " هل پارک" لاندې, د شارع فيصل روډ سره نزدې پۀ عمر کالونۍ کښې وه- يوه ورځ چرته دادۍ د دغه ديرې نه بهر روان وۀ, پۀ سړک ورله ګڼ شمېر ميښې پۀ مخه ورغلې- يوه ميښه پۀ کښې جنګ ببره وه- دغه ميښې دادۍ غريب داسې وهلے وۀ, چې پۀ سړک ئې راپرزولے وۀ, خيټه ئې ورله زخمي کړې وه, دغه وخت خو کليوالو سمدستي هسپتال ته اورسوو , د فوري علاج سره صحت ياب شو- خو نن ئې چې د پټي ديوال ته ګټه اوچته کړه- د زور سره ئې د خيټې هم هاغه زخم اوشليدۀ چې چاته ياد هم نۀ وۀ - د ماسخوتن تر ناوخته پورې ئې پۀ هسپتال کښې هم ښۀ ګپونه لګول- د شپې ورته د زړۀ اټيک اوشو- اؤ لۀ دې فاني دنيا نه ئې سترګې پټې کړې- دا د 23, اګست, کال 1998ء نيټه اؤ د اتوار ورځ وه-

پۀ 15, جولائي 2012ء ئې ايکي يوه داسې ورندار وفات شوه- چې مونږ ته ئې ټول عمر لکه د خپلې مور پۀ شان مينه راکړې وه- کال پس ورپسې پۀ 12, اګست 2013ء د دادۍ د ژوند ملګرې هم وفات شوه- جنتونه ئې نصيب شه- ---- 

    اشنائي وے , جدائي نۀ وے- 

             خدايه پۀ در کښې به دې څۀ کم شوي وونه-


طاهر بونيرے 7, اپريل 2024ء

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف