نظم
شاباسې ملګرو د تنظيم په لور روان شئ
موټے شئ راجمع شئ حاوي په هر مېدان شئ
کوم ځائے چې ظلمونه انتها ته رسېدلي دي
هلته کښې قامونو ظالمان په تېغ خېژولي دي
تاسو هم د خپل قسمت په خپله کاتبان شئ
واګې د زردار د لاسو واخلئ حکومت کوئ
ښۀ انصاف جاري کړئ ورسره سېوا محنت کوئ
وروڼو په جهان کښې به ښکاره د نمر په شان شئ
شاباسې ملګرو خپل صفونه برابر کړئ
ويښ شئ سامراجيانو له په مخ څپېړې ورکړئ
هله به دنيا کښې خودکفيل لکه چينيان شئ
ما خو درته ټولې د عربت کړې خبرې دي
پند دے هوښيارانو له کم عقلو ته سندرې دي
ښۀ عمل کوونکي د صابر په دې بيان شئ
Post a Comment