صاحب شاه صابر یو داسې شاعر وو، چې په خپل منفرد اسلوب کې یې د ژوند هر اړخیز جاج اخستے دے او نغمګي یې وربخښلې ده. د هغه غزل او نظم کې د رومانویت رنګونه غالب دي او په هر څه کې یې حسن/جمال لټولے دے. دَ دې سره سره یې د خپلې خاورې عکاسي هم په بهترینه توګه کړې ده. زما یې په شعر کې نوښت، رواني او نغمګي ډېره خوښیږي.
/
غزل __
ټولې دنیا ته مې د یو سړي صفت کړے دے
ما په یو څو ورځو کښې څومره محبت کړے دے
زه د دې ښار د نفرتونو د بتانو دشمن
ما په دې ښار کښې د مئینو امامت کړے دے
د دې کوڅو نه صبریدل زما د وسه نه دي
ګني یارانو راته هر وخت نصیحت کړے دے
ما د هر ګوټ سره د یار د سترګو ذکر کړے
ما د شرابو په نشه کښې عبادت کړے دے
هغه چې زه یې د ښايست په صفت نه مړېدم
هغه سړي زما په هر ځاے کښې غېبت کړے دے
زما رقیب د محبت په معنٰی څه پوهیږي
هغه خو ژوند هم په یو لوئي منافقت کړے دے
ستا د یادونو د سپرلي ګلونه نه هیروي
ګني نو ما خپلو زخمونو ته منت کړے دے
د ملازو، د ملامتو یې ساتلے یمه
زما احساس زما په هر ځائے کښې عزت کړے دے
د ډېرو ښکلو د ښائیست ثناء دې وې صابره
خو په غزل کښې دې د خپل جانان صفت کړے دے
صاحب شاه صابر 💝
/
__نظم
تاريخي حقيقتونه
انساني صداقتونه
په ناجاڼو دليلونو
په خيرنو نظرونو
خړېدې شي، تورېدې شی
خو بيخي ورکېدې نه شي
هميشه پټېدې نه شي
#صابر_شاه_صابر
Post a Comment