ستا لۀ وجوده چې رنګونه توئېدۀ لاليه
زما په خيال به شفقونه خورېدۀ لاليه
ستا لۀ لبانو چې شراب راورېدۀ لاليه
زما په شونډو به جامونه ګډېدۀ لاليه
په داسې بيعه ئې زما د ذوق تسکين نۀ کېدۀ
څۀ که ګلونه په بازار کښې خرڅېدۀ لاليه
سترګې دې ښکته وې قدم دې څۀ په پام اخستو
ستا هر قدم سره مې زړۀ سم درزېده لاليه
وږمې پاشلې ستا د زلفو لېونۍ سيلۍ وې
په دې فضا کښې چې عنبر محسوسېدۀ لاليه
ستا د پائـيلو شړنګ څۀ داسې شورېدۀ لاليه
چې سرمدي ساز مې په زړۀ کښې غږېده لاليه
زلفې په يو لاس او په بل دې وه لمن نيولې
داسې سيلۍ وه چې هر څۀ دې تښتېدۀ لاليه
د شرمه سرۀ وو او سر ټيټي ستا د مخې ولاړ
ستا د ځوانۍ نه خو ګلونه شرمېدۀ لاليه
بس يو عطا وۀ چې ستا خيال کښې به ئې ژوند کولو
نور دلته ټول خلق په ځان کښې اوسېدۀ لاليه
Post a Comment