ناشاده والله کهْ مو د يادونو نه پناه کېږې يار
(دا خاکه ډېره وړاندې ليکلې شوې ده او ددې کمپوزنګ هم سليم ناشاد په خپلو لاسو کړے دے ،الله پاک دې ورله جنت الفردوس کښې ځائے ورکړي
( د اکائۍ په شا)نه انتخاب
چتے
دا چتے هغه چتے نۀ دے چې په خټه کښې نښتے وى او نۀ هغه چتے دے چې اسمان ئې په خپلو پښو راټينګ کړے وى، بلکې هغه چتے دے چې په ځاے نۀ ودرېږى، په پښو کښې ئې د تورسپى هډوکى دى، نن په اما او سبا په کما، لکه د الف لېلا د قيصو چې دۀ هم خپل وېښتۀ د پېښور، مردان، چارسدې، صوابى، بونېر، ټل او پاړاچنار په ملګريو وېشلى وى چې د چا ورته ضرورت وى نو دغه وېښتۀ ته تيلے وهى او چتے ورته لږ ساعت پس لاس په نامه حاضر وى، بونېريانو او د پاړاچنار ملګرو پوزې له راوستے دے، لا پېنډۍ ته نۀ وى رسېدلے چې دوى بيا وېښتۀ ته تيلے وهلے وى. هسې خو د صوبې ټول شاعران اديبان ئې پېژنى خو چتى ته پاړاچنار او بونېر د خپل کور کلى نه کم نۀ ښکارى خو هېډکوارټرئې مردان دے.
چتے دے خو ډغرې د بازانو سره وهى د قام او ثقافت په تعريف کښې سټالن خو څۀ چې د خپلو استاذانو سره هم اختلاف لرى ځکه چې په کارل مارکس پسې ئې نيت تړلے دے کارل مارکس خپل امام ګڼى او هم د هغوى په مذهب دے.
نيت ئې تړلے کارل مارکس او په لېنن پسې دے
اشـــــــنا هـــېـــڅ ويــــره د ګــــناه او د ثـواب نۀ لـرى (١)
چتے په رښتيا چتے دے چې د ملېشې په کومو جامو کښې په اول ادنى کښې داخل شوے وۀ لسم ئې هم په هغه جوړه کښې پاس کړے دے بلکې هغه جامې پرې اوس هم پوره دى. کۀ په بس او فلائنګ کوچ کښې مور سره په غېږ کښې ناست وى او کنډېکټر ورته په زور زېر کتلے نۀ وى نو پېسې ترې نۀ غواړى، عمر ئې د څلوېښتو کالو نه اوړېدلے دے خو په قد لاتراوسه لس کلن ماشوم دے او د سر وېښتۀ ئې د اتياؤ کالو نه اوړېدلى دى چتے خپل عمر ته نه بلکې قد ته ګورى ځکه خو پرې تراوسه نۀ مونځ فرض شوے دے او نۀ پرې روژې اوړى.
چتى له په ماشوموالى دياړو مزدورو زړۀ شين کړے دے، پلار ئې ټول عمر ټک کار نۀ دے کړے ټول عمر ئې د سخاکوټ او درې تورې خټې د بوڼ د غوټې په انګار په چيټه څښلى دى. د بچو د تعليم خلاف وۀ ټول عمر ئې ورله مور سره په جنګ جګړو کښې تېر کړے دے خو افرين ئې په مور شه چې په بېعه ئې د چم ګاونډ خټې لوټې کړى دى لېوونه ئې کړى دى، په بېعه ئې تولايانې بړستنې څڼلې او ګنډلې دى خو په چتى او نورو بچو ئې ټکه ټُوکه تعليم کړے دے بلکې چتى له خو ئې په مردان کالج کښې په يولسم جومات کښې د داخلې ارمان هم پوره کړے دے خو چتى تعليم ځکه جارى اونۀ ساتلے شو چې مردان کالج ته د تلو راتلو درې روپۍ کرايه لګېده او چتى چې به کله سحر کالج ته راتلو کښې په لاره په ګاډى کښې د بل ملګرى په ځاے يوه نيمه روپۍ کرايه ورکړه نو د چُټۍ نه پس به کور ته پياده تلو، خو چتے هم د وخت له سره خوددار، خوارى کښ او همت ناک وۀ. د سکول نه به ئې ځان اوږے تږے نېغ د مردان اډې ته رسولو، بسونه ئې جارو کړى دى، په هوټلونو کښې ئې لوښى وينځلى دى، سوزوکو سره ئې کلېنډرى کړې ده، کوچوانى ئې کړېده، په سائېکل ئې بنجاريتوب کړے دے، په چانچو پانچو لاسونو ئې ټاټکى اوچت کړى، د کراچۍ په کارخانو کښې ئې مزدورۍ کړى دى، د ماربلو ټائلونو ګاډى ئې ډک کړى دى، او ادويات خو ئې دومره خرڅ کړى دى چې د چتى نه په کښې غېرسنديافته ډاکټر جوړ شو او ډېر وخت ئې د الشفاء کلينک په ساولډېر کښې چلولے دے. خلقو ورته توبې اېستې دى چې خدايه! دومره ماشومان هم ډاکټران جوړېدې شى، د خلقو خلو کښې ئې ګوتې وهلى دى، پردۍ د وينو ځوو ډکې خلې ئې سمې کړې دى خو په سُوک نه، په قلمونو او امبورونو ئې خلقو له غاښونه شمېرلى دى.
چتے د نړۍ په مخ داسې يو نظام غواړى چې مزدور طبقه پکښې د خوشحالۍ او سوکالۍ ساه واخلى، هغه د دې هرڅۀ حل سوشلزم ګنى او دا غواړى چې په ټوله نړۍ کښې دې عمومًا او په خپل وطن کښې خصوصًا دومره کارخانې جوړول پکار دى چې مزدور په کښې اسوده حاله شى او هم په دغه سوچ او فکر تر ډېره وخته د لېبر پارټۍ د فيډرل کمېټۍ ممبر هم پاتے شوے دے خو دغلته د څو ملګريو سره د نظرياتى اختلاف او د هغوى د دوه رنګۍ په وجه ئې دغه پارټۍ ته هم خېراباد وئيلے دى. د مياشتنۍ پښتو رسالې "مزدورجدوجهد" چيف ايډيټر پاتے شوے دے، د "ورځپاڼې بشارت" (اردو) ضلعى رپورټر او بېورو چيف هم وۀ او د ووۀ ورځنۍ "سوهنى دهرتى ملتان" (اردو) د مردان ډويژن چيف بېوروهم وۀ. مستقل مزاج خو دومره دے چې د اسلام اباد غوندې ښار په ښه هسپتال کښې نوکرى ئې هم په لته وهلې ده.
دا په قد ماشوم او په عمر مشر د ډېرو ښو اخلاقو خاوند دے، هر چاسره جى جان راشه درشه او تر لرې لرې غم ښادى پالى، د يارانو اشنايانو يو بيګار نه هم مخ نۀ اړوى، د هغوى ستغې سپورې هم ډېر په روڼ تندى زغمى، د څلوېښتو کالو په عمر کښې ئې وادۀ وکړو خو زما په خيال اوس ئې هم ډېره تادى وکړه، هر چا ته مولانا صېب او حاجى صېب وائى ځکه خو اکثر ملګرى اوس دۀ ته حاجى صېب وائى او چې په موبائل ترېنه اجازت غواړې نو درته به وائى چې "الله دې خېرات فضول، نا رښتيا قبول کړه" او چې د چا خبره درته کوى نو څلور پينځۀ ځله به درته خامخا وائى "ښۀ مې ووې ورته کنه". د دنيا هرې سختې ته ډال ودرېدے شى خو يخنۍ ته د ټينګې نۀ دے، لکه د فېض اولوهاب فېض بس يا فلائنګ کوچ ته د ورختو سره سم پرې د خوب ښاپېرۍ مهربانه شى او بې غمه اودۀ شى. د ارزان بېعه سيګرټو لوخړې د سينې په اسمان لکه د تورو وريځو لے په لے ګرځوى چې بېټرى ئې ورله مکمل ډاؤن کړې ده، کۀ هېډ ئې ورله کمزورے کړے دے نو سپيکر ئې هم شارټ دے دومره په مزه مزه او قلاره قلاره خبرې کوى چې ترڅو دې ورله خلې خلې ته نۀ وى کتلے په خبره به ئې نۀ پوهېږئ. په هلکوانۍ به ئې له کوره دوه درې شپې بهر تېرولې او اوس په هفتو هفتو د کوره بې درکه وى اوس ترېنه د پېريانو بال جوړ شوے دے چې يو ځل دې د لاسونه وخوئېدۀ نو ډېر په ګرانه به په لاس درځى، د کمپوزنګ په کار پسې مردان، صوابۍ، چارسده، بونېر، ټل، پاړاچنار او اسلام اباد ته ځان رسوى درې څلور سوه صفحې کمپوزنګ خو ورته د ګڅ لاس کار ښکارى، خلقو له تيار کتاب ترخپله کوره رسوى ځکه خو ئې قدر هم نشته ګنى نن سبا خو د کمپوزرانو هم د وخت دړۍ خمبيره لګى. او دې ښاغلى ته د کمپوزنګ چينجن او زړۀ ستړى کار ډېر بې وخته د نظر چشمې په سترګو کړى دى چې ليک لوست د دې نه بغېر نۀ کولې.
چتے ډېر د زغم او برداشت مالک دے په يوه خبره هم د چا نه نۀ خفه کېږى او چې خفه شى نو په جرګو ننواتو څۀ چې د پټې او بربنډې يار منجور ئې هم نۀ شى رضا کولې.دا په انسانيت مئين د خپلو دوو وروڼو، څلورو خوېندو خانجى، د خپلې نصيب رڼاتابعدارخاوند، د ساولډېر ډاکټر، د سکول د ملګرو چتے، دفاطمې سليم اودشاعرانواديبانوسليم ناشاددے.
٭٭٭ ٢٣م اکتوبر٢٠١٣
(١):- ناشاد هېڅ ويره د ګناه او د ثواب نۀ لرى
Post a Comment