غزل : سعید ګوهر د یوې پېغلې د یادونو پـــــــــــــــه رنګونو کښې ورک

شاعرې

Wednesday, April 17, 2024

غزل : سعید ګوهر د یوې پېغلې د یادونو پـــــــــــــــه رنګونو کښې ورک

 



غزل :

 سعید ګوهر 


د یوې پېغلې د یادونو پـــــــــــــــه رنګونو کښې ورک

یو شیش محل وم د خوبونو پــــه خوبونو کښې ورک


داسې هم اوشي ، خبر نــــۀ یم چې سوب ئې څۀ دے 

ستا خدوخال شي رانــه ستا په تصویرونو کښې ورک


تـــــــه لکه نمـــــــــر و رڼاګانو تــــــــــه محتاجه نۀ ئې

زه لکه خپل مخ د هینداري پـــــــه ګړځونو کښې ورک


د رواجونو پـــــــــــــــــــــــــه تیارو کښې به تا څۀ لټوم

د کور دېوال دې شو پــــــــــه ډېرو دېوالونو کښې ورک


یاره زړګیه ! څــــــــــۀ درپېښه ده څۀ شوي په تا ؟

څنګه حالات دي چې همېش ئې په سوچونو کښې ورک


د ـ چا لباس و پسرلي تـــــــــه تازګي ورکوي

زما احساس د بېلتانۀ پـــه موسمونو کښې ورک


څۀ دې لهجه ، څۀ دې کمال څــــــــــۀ دې مقام ګوهره !

کۀ دې غزل شــــــــــو د همعصرو په غزلونو کښې ورک

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف