غزل
محمد زبير حسرت
دا لۀ کومې ناروا نه راتېرېږم
چې د ځان پۀ لوری تا نه راتېرېږم
تا ته ولې دا احساس نۀ کېږی ياره
زۀ د درد د انتها نه راتېرېږم
يؤ فرات سره د وينو راروان يم
دا لۀ کومې کربلا نه راتېرېږم
اذيت دے زما خاوره کښې اخلې
اور پکنه هره سا کښې راتېرېږم
پۀ څلور کُنجه دنيا اورونه بل دی
د تاوونو د دنيا نه راتېرېږم
چې پۀ لاس کښې ئې خنجر د قاتل برېښی
زړۀ د هغې مسیحا نه راتېرېږم
د سپرلی استاځی راغلۀ، لاړۀ، تېر شوُ
د ازغو د خواوشا نه راتېرېږم
بارانونو کښې پرېوځی تندرونه
پۀ ژړا کښې د خندا نه راتېرېږم
شپه شوه تېره، سپوږمۍ ستوری مې وودۀ کړل
سباوون شو د رڼا نه راتېرېږم
حسرتونه مې پۀ زړۀ کښې پۀ ژړا دی
لۀ کور کلی د شها نه راتېرېږم
۱۷/۰۴/۲۰۲۴
ارباب روډ پېښور
Post a Comment