جميل بابر ----- ارمان

شاعرې

Tuesday, April 16, 2024

جميل بابر ----- ارمان

 




ارمان


په نيستئ کښې صحت لاړو خاني لاړه

په ځوانۍ کښې پيري راغله ځواني لاړه


هيڅ په خوند او په خوږو يې پوهه نۀ شوم

زندګي وه ارماني ارماني لاړه


چې د روح او د بدن جذبه مې مړه شوه

ورسره هغه جذبه ايماني لاړه


که د ټول وطن بادشاه شمه نو څۀ پرې

چې مې خپله بادشاهي بدني لاړه


ژوند دهوکه وه حقيقت نه چې خبر شوم

رانه ټوله شاعري رومانى لاړه


ژاړم ځکه چې سودا د دې دنيا مې

بې مقصده بې فائدې تاواني لاړه


اخر مړ به شي بابر خلق به وائي

چې په لاره جنازه د فلاني لاړه


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف