۔(د صادق اسرار صېب مشهور نظم)
چې څۀ دې اوکړل اشنا ښۀ دې اوکړل
ژاړم په دې اخر په څۀ دې اوکړل
اخر زما داسې خطا کړې وه
څه مې لتا سره جفا کړې وه
ما خو د مينې خوږ جانان ګڼلې
خپل ځان مې هېرو تۀ مې ځان ګڼلې
ما به په هر څۀ څۀ صبر کوو
ستاسو د سپې به هم ما قدر کوو
ما دے خدمت لکه غلام کړے دے
سحر ماښام مې ستا سلام کړے دے
ستا په رضا به تل رضا وه زما
ستا د قدم لاندې به ساه وه زما
ورکوټې خان وې زۀ نوکر اوومه ستا
جارو په لاس خاکروب د در اوومه ستا
زما غرض به ستا ديدار وو اشنا
هر وختې تاته انتظار وو اشنا
کۀ تۀ هر څۀ وې پاس اسمان وې ماته
فحرعالم د دروست جهان وې ماته
يارې کښې چا دومره ناکام کړے دے
څنګه چې ما تا څه مدام کړے دے
اوس راته دې کښې څۀ قصور اوښايه
زما خطا ماته ضرور اوښايه
بيا هم د دومره ليونتوب د پاسه
د دې بې حده بخيلتوب د پاسه
حيران حيران اوومه حيران پاتې شوم
د تحت سړے اووم په ډيران پاتې شوم
ما د بيللې تا ګټلې اشنا
زۀ يې منمه ما منلې اشنا
د هر څۀ څۀ هم تا کړي دي
هم دې په ځان هم دې په ما کړي دي
د کړلو نه وه ناروا دې اوکړه
زما په حال پورې خندا دې اوکړه
کۀ زۀ دې مړ کړمه خپل ځان دې مړ کړو
فحرعالم د دروست جهان دې مړ کړو
کۀ زۀ ژړېږم تا به هم ژړېږې
کۀ زۀ کړېږم تا به هم کړېږې
د خدای له پاره ځان تۀ ځان اووايه
صادق اسرار تۀ خپل جانان اووايه
Post a Comment