ډاكټر محمد زبېر حسرت:ژوند،شخصيت اوفن ليك:سيدالامين احسن خوېشګي

شاعرې

Friday, April 19, 2024

ډاكټر محمد زبېر حسرت:ژوند،شخصيت اوفن ليك:سيدالامين احسن خوېشګي

 


نورو اضافو سره

ډاكټر محمد زبېر حسرت:ژوند،شخصيت اوفن

ليك:سيدالامين احسن خوېشګي

محقق،مدرس،فكشن نګار،خاكه نويس،شاعر،مدون،مرتب،اورپورتاژنګارپروفېسرډاكټرمحمدزبېرحسرت داګست په څوارلسمه كال نولس سوه دوه شپېتم(1962ع)كښې دهوتي مردان په باړي چم محله كښې دخداےبخښلي سيدالكونېن كره وزېږېدو.محقق اومدون محترم همېش خليل خپل كتاب 'دچاربېتې شاعران'كښې په دوه سوه درېم مخ دغه نېټه داګست شلمه ليكي .اولنئ رسمي زده كړې ئې دخپلې وېنا مطابق دطوروچوك په هغه سكول كښې ترلاسه كړې چې دوېش نه وړاندې يو هندو پرم آنند پرانستے وهٴ اوبيادپاكستان جوړېدو نه وروستوورله نوم په مسلم پرائمري سكول سره بدل كړے شو.په دې تعليمي اداره كښې ددوي محترم پلار هم سبق وئېلے وهٴ.څلورم جماعت دلته نه پاس كؤلونه پس زبېرصاحب په خواوشاکال نولس څلوراويايم (1974ع)كښې پينځم جماعت كښې ګورنمنټ هائي سكول مردان نمبر ٣کښې داخل كړے شو.كال نولس سوه اتهٴ اويايم (1978ع)كښې ئې ددې ادارې نه دلسم جماعت امتحان پاس كړواو په كال نولس سوه نههٴاويا(1979ع)كښې ګورنمنټ كا لج  خېر اباد، مردان كښې ديولسم جماعت دپاره داخل شو.دلته دباقاعده طالب علم په توګه يو كال تېرؤلو نه پس،ددولسم جماعت امتحان ئې په كال نولس سوه دوه اتيا( 1982ع )كښې دخارجي طالب علم په توګه پاس كړواوهم په دغه كال ددوي دشاعرئ وړومبے كتاب'دخيال په سېوري'شائع شو.په كال نولس سوه درې اتيا( 1983ع)كښې مردان كالج كښې دديارلسم جماعت باقاعده طالب علم په حېث ئې خپلوزده كړو له دوام وركړواووروستوئې دڅوارلسم جماعت امتحان دخارجي طالب علم په حېث وركړو.په ورپسې كال نولس سوه پينځهٴ اتيايم( 1985ع)كښې دصوابۍ دكلي جلسۍ مډل سكول كښې ئې دډرائنګ ماسټر په عهده تقرروشو.اوهم دغه دوران كښې دوي پښتو ډكشنري پراجېكټ كښې داسسټنټ په حېثيت دوي خپلې عملي اوعلمي هلي ځلې روانې ساتلې.خودوي دملګروپه مشوره دډرائنګ ماسټرمستقل ملازمت خوښ كړواو چونكه ددغه تقررنه وړاندې دوي دتدريس پېشه ورانه تربيت نهٴ وهٴ ترلاسه كړے نوپه كال نولس سوه شپږ اتيا(1986ع )كښې ئې دپېښورداېلمنټري كالج آف اېجوكېشن نه نههٴ مياشتې باقاعده تدريسي تربيت کښې اندراج وشو.دلته ورسره خداے بخښلےشاعر او ډرامه نویس پروفېسرهمايون همدردهم دپرائمري سكول دمدرس تربيت دپاره شريك وهٴ.له دې ځايه دوي د'ساهو ليكونكيو مركې'پېښور،په اجلاسونو كښې هم ډېرپه پابندئ سره ګډون كولو.درسمي تعليم دحصول تسلسل كښې په كال نولس سوه شپږ اتيا(1986ع )كښې دوي دپېښوريونيورسټۍ نه پښتوادبياتو كښې اېم اې ډګري ترلاسه كړه.او په كال نولس سوه اووهٴ نوي(1997ع)كښې ئې هم دپېښوريونيورسټۍ نه ديادمحقق اوتذكره نويس خداے بخښلي دوست محمد خان كامل په ژوند اوفن داېم فل تحقيقي مقاله وليكله.وروستوپه كال دوه زره اتم(2008ع)كښې ئې دمحقق اونقادقلندرمومندپه ژونداوفن دپي اېچ ډي تحقيقي مقاله وليكله.١

په عملي ژوندكښې دډرائنګ ماسټرئ نه پس دوي په كال نولس سوه نوي(1990ع )كښې دصوابۍ وړوكي لاهورډګري كالج كښې دپښتوادب ليكچرروټاكلےشو.اوپه كال نولس سوه اووهٴ نوي( 1997ع)كښې ګورنمنټ ډګري كالج طورومردان كښې داسسټنټ پروفېسرپه توګه مترقي شو.په كال دوه زره اتم(2008ع)كښې ګورنمنټ كالج وړوكي لاهور،صوابۍ كښې وهٴ چې دايسوسي اېټ پروفېسرعهدې ته ئې ترقي وشوه.هم په دغه كال دخېبرپښتونخواټېكسټ بورډكښې دماهرِمضمون په توګه كاركؤلواودلته دوه كاله تېرؤلونه پس په كال( 2010ع)كښې دصوابۍ د ګورنمنټ كالج يارحسېن دپرنسپل په توګه وټاكلےشو.په كال دوه زره دولسم( 2012ع)كښې ئې بياپښتونخواټېكسټ بك بورډكښې دپښتودماهرمضمون په توګه كارشروع كړو.په كال دوه زره ديارلسم(2013ع )كښې باچاخان يونيورسټۍ چارسده كښې ورته دپښتونخوامطالعاتي مركزدډائركټرذمه دارئ وسپارلې شوې.هم په دغه تسلسل كښې په كال دوه زره شپاړسم(2016ع)كښې ګورنمنټ ډګري كالج بټ خېلې ته دپروفېسر آف پښتو په توګه تبادله وشوه.کال دوه زره دولسم( 2017ع)كښې ئې بيا ديارحسېن ډګري كالج كښې دپرنسپل په حېث كار كؤلو. ورپسې كال دوه زره اتلسم(2018ع)كښې ګورنمنټ پوسټ ګرېجوېټ ډګري كالج صوابۍ كښې دپروفېسرپه توګه پېشه ورانه ذمه دارئ ترسره كولو نه پس كال دوه زره يويشتم( 2021ع)كښې ګورنمنټ سائنس سپيرئېركالج،پېښوركښې دپروفېسر،هم په دغه كال ګورنمنټ ډګري كالج مردان نمبر٢ كښې دپرنسپل په توګه كاركؤلو.اود ګورنمنټ ډګري كالج مترې،پېښور نه ئې په څوارلسم اګست كال دوه زره دوه ويشتم( 2022ع)ريټائرمنټ واخستو. ٢ 

ددوي اتهٴ شعري مجموعې'دخيال په سېوري'دګل په كټوري كښې'زما اوستا سندرې'غزلزار،ژوندي لفظونه،كلام،زما غزلونه،يقين،اوغزلزار،ددوي دشعرارتقائي سفرپه ګوته كوي هركتاب دبل په مقابله كښې يونوے رنګ لري زماپه ذاتي توګه 'دګل په كټوري كښې' شاعري خوښه ده.دوه رپورتاژونه'له مردانه ترمردانه'،او،'نندارې'ئې پښتو رپورتاژته نوے رجحان بخښي.اولني ذكر رپورتاژ كښې هغه خبرې هم مطالعه كښې راځي كومې چې ددوي په خاصوافسانو كښې پكار وې. اودرپورتاژ ادبي اوفني حيثيت ته زيان رسوي.ترتيب كړي شوي آثار،'ډاكټرامين يوه مطالعه'(دملګرو اشتراك سره)،'ولي خان شخصيت او سياست'،'دخوشحال با با تاريخ ګوئي'،'وربلونه چې سمسورشي'،'دسباوون رڼائي'،'سازونه،اوازونه'،'لټون'،'لټون پسې لټون'،'سندريز شفقونه'،'دسلګوپه شوركښې'،سيند(مجله-دملګرواشتراك سره)،'ددانادخولې خبرې'،'رودادونه'-(خداے بخښلي پروفېسرهمايون همدرد سره په شريكه)،'لعلونه ملغلرې'،'كلپاڼۍ'،مركه(ديارلس ګڼې دښاغليوفېض الوهاب فېض اوعبدالرؤف عارف سره په شريكه،)'داخون ګدامنتخبات'،'خدائي خدمتګار'-ډرامه دفضل كريم،'درد'-ډرامه داميرنوازخان جليا،'دباچا خان كفايت شعاري'-دفضل الرحيم ساقي،'دصبر جنګ'،'درې قصې'،'خوشحال خان خټك'-ددوست محمد خان كامل مومند،'رحمان بابا'- ددوست محمدخان كامل،ادب كښې ددوي دعلمي شخصيت تنوع اودفكروسعت ښائي.دتحقيق ضمن كښې ددوي،'دشمشاد خاصه ګڼه'،'دقلب السئېرشاعري'،'حميدباباژوند-فكروفن'،'دوروستي سپرلي نرګس'،'حسرت:ژونداوفن'،'پښتواونورې افسانې داجمل خټك'،'دمخزن الاسلام مقدمه'،'مخزن الاسلام'،'قصه دلېلى مجنون'،'قصه دظريف خان اومابۍ'،'قصه دزقوم بادشاه'،'قصه دمومن خان شيرينۍ'، لټون اوسمون دمعجزه قيصه دَګُنبت شهزادګۍ'،'قيصه دَبختيار،'ادبي مقدمې- دوه جلد'ه،'قلندرمومند'، 'قلندرمومند:زندګي،فن اورشخصيت'،خوشحال اوروښانيان'،'دوست محمد خان كامل ژوند اوادبي خدمت'،'اتمامِ حجت'،'دقصيده بردې منظومې اومنثورې ترجمې'،'اولسي ادبي جرګه تحقيق اوتنقيد'،'علي خان ژوند اوفن' ،'قلمي څهرې'،'مست غني،ملنګ غني'،'ګنج ياقوت دتورسم خان خټك'،'درحمان بابافكري مكتب'،'خدائي خدمتګار'-دفضل الرحيم ساقي،'نقشونه( خاكې)،'نقش'-دپښتوافسانې متعلق تنقيد'مونږسره يونهٴ ستړے كېدونكے زبېرحسرت متعارف كوي.ددوي ترجمې'دتحقيق فن'، 'دژمې شپه'،'دَعلويت په حقله'،ددوي دشخصيت بل اړخ مخې ته راؤړي.

دافسانو مجموعې'قصه خانه'،او'دژوندون ښاريه'ئې دژونددساندواومستواوسرمستو قصې نقش كوي.په څهٴ افسانو ئې جنسي رنګ زيات غالب دے. خوپه مجموعي اولسانیاتی توګه ئې دټولوافسانو ژبه شاعرانه ښكاري.اودافسانودغه مجموعې ئې ځانله بيله ليكنه اوتفصيلي تجزيه غواړي.ددوي دافسانو دمطالعې دوران كښې لوستونكے حېران شي چې دقلندر مومند تربيت يافته شاګردانو هم دهغوي دافسانو غوندې معياري افسانه ولې تخليق نهٴ كړې شوه؟ چې دې له مونږ دافسانې په باب دفكري جمود نامه وركړو؟ كهٴ دتخليقي عمل دزوال، اوكهٴ دمطالعې دكمي؟نتيجتاًپه موجوده پښتوافسانه روان دور كښې ښهٴ تنقيد هم په نظرنهٴ راځي.پروفېسر عظمت هما خپل اهم كتاب 'اردواورپشتو کے نمائںدہ افسانے(تقابلی جائزہ-ستمبر-2005ع )' كښې په يوسل څلوراويايم مخ دډاكټر زبېرحسرت دافسانو متعلق دې رائې قائمؤلو كښې تريوحده حق بجانب ښكاري چې'۔۔۔ان کے افسانوں کے موضوعات اواسلوب میں اردو کے افسانہ نگاروں ،سعادت حسن منٹو اوکرشن چندر کے اثرات نمایاں ہیں  اوربعض افسانے تو متذکرہ  افسانہ نگاروں کے چربے معلوم ہوتے ہیں'.(ددوي په افسانودموضوعاتو اواسلوب له رويه داردو دافسانه ليكونكيو سعادت حسن منټواو كرشن چندر اثرات ښكاره دي اوځنې افسانې خو ئې ددغه پورته افسانه ليكونكيو نقل ښكاري).بلكه اوس خو پښتو افسانه دساخت اوپرداخت په لحاظ دماضي په مقابله كښې زيات تره له اردو نه متاثره ښكاري.

 محترم همېش خليل خپل كتاب 'دچاربېتې شاعران'  دوه سوه پينځم مخ كښې ددوي د 'شيشه' په نوم دناچاپه افسانو ذكر هم كوي. د'اور'په نوم ناول ئې دناول ليكونكيو په قطار كښې ودروي.خودغه ناول زما له نظره نهٴ دے تېر.خاكې ئې په ډېرووړومبووختونوكښې ليكلې وي اودوي ئې په خپل معياردپوره ختو دعوى كوي خو دخاكې دچوكاټ نه وتل هم پكښې په نظرراځي.چاربېته اوډرامه كښې ئې هم خپل انداز دے.همېش خليل صاحب خپل پورته ذكركتاب كښې دمخ دوه سوه پينځم نه دوه سوه ديارلسم پورې ددوي درې چاربېتې  'دخوشحال بابا په بېتونو استقبال'،'دزلزلې چاربېته'،اوداولسي سندرې په تاثر كښې 'ډيوه بابا له وړي ماښام دے نرئ،نرئ هواچليږي'نقل كوي.اخرېنئ چاربېته كښې ډېر ښكلے اولسي رنګ ښكاري اودانهٴ ښكاري چې ګني دابه دډاكټرزبېر غوندې محقق ليكلې وي.  له دغه پورته ذكر كتابونو نه علاوه ئې له پنځوسونه زياتې تحقيقي اوتنقيدي مقالې ليكلي دي٣.مونږ ئې لاندې كرښو كښې په څو كتابونواجمالي تبصره كوو.

'اولسي ادبي جرګه،تحقيق اوتنقيد'-(ستمبر1998ع)٤:خداے بخښلے شاعر اوسياسي مدبر اجمل خټك ددغه كتاب متعلق'يقين لري چې داكتاب به هم تنقيدي اوتحقيقي دستاويزثابت شي'٥.شاعراونقادقلندرمومند په دغه'باب ددوي كړے تحقيق دقدروړبولي'٦.مدون اومحقق ښاغلےهمېش خليل صاحب ځاے په ځاے دتنقيدكولونه پس داتحقيقي كاوش مستحسن ګڼي٧.ډاكټرحسرت دعبدالكافي اديب په كتاب'داولسي ادبي جرګې رودادونه'جارحانه تنقيدكولوسره سره ځنې تسامحات په ګوته كوي٨.داكتاب دپښتوادب دشعراوادب،تحقيق اوتنقيداودهغه وخت دادبي شخصياتويوتاريخ بيانوي .دپښتوادب تاريخ كښې دسنداوصحت په لحاظ ډېرمستند اومدلل حېثيت لري اوراتلونكيووختونو كښې به نورهم مستند ماخذ ثابت شي. 

ډاكټرحسرت ددغه كتاب'پېش نامه' كښې ليكي چې 'داولسي ادبي جرګې نه وړاندې هم ډېرې ادبي جرګې اوتنظيمونه جوړ شوي وو....نو څرګنده به شي چې ددوي ټوله كارګزاري به ترمشاعرو محدوده وه'.سمه ده،خو پښتوادبي جرګه نوښار چې اوس دمركزي پښتوادبي جرګه نوښار په نوم وجود لري او په كال نولس سوه درې دېرش( 1933ع)كښې جوړه وه ،ھم دهغوي په كوششونو درحمان بابا اوخوشحال خان خټك دمزارونو تزئين شوے وهٴاومحض دمشاعرو كولو نه علاوه ئې عملي ګامونه هم اخستي وهٴ.داداره اشاعت سرحد قصه خوانئ،پېښور له لوري شائع شوي كتاب 'دپښتوادبي جرګې نوښار څلورمه تحفه دخان عليين مكان خوشحالخان خطك مزاردتعمير دافتتاحي تقريب دتقريرونو اودمشاعري دنظمونو مجموعه دتورے اوقلم خاوند'مرتب محمد نوازخان خطک دشیدو'تاريخ دافتتاح ٨مئ كال نولس سوه نههٴ څلوېښتم( 1949ع)ذکر كوي ۔دغه جرګه خالصه ادبي جرګه وه اواولسي ادبي جرګه دادب دروزنې نه علاوه دهر قسمه سياسي اونظرياتي مشرانو دپاره يو مركز هم وهٴ. 

خپل بل كتاب'عبدالحميدبابا(ژونداوادبي خدمات-2018ع)٩'ډاكټرحسرت د'درېومقالو'اود'دُراومرجان'نه په انتخاب يووړوكے شان كتاب ګڼي.دحميد بابا په ژونداو فن اوپه هغې دشوي كاراحاطه كولوسره داكتاب تريوحده ددوي دبل كتاب'درحمان بابافكري مكتب'اعاده اوتكرارښكاري.كتاب ددغه دوردشعري روايت دتقابلي مطالعې په باب اهم مواد لري.اوددوي دا محنت دستائنې وړدے.اګر كهٴ دافغانستان لوے محقق محترم حبيب الله رفيع' دعبدالحميد مومند دیوان' په شروع كښې ددوي په ژوند او فن يوه ډېره اوږده مقاله ليكلې ده. خو دډاكټر حسرت ليكنه ځنې نوې خبرې لري او دمحترم همېش خليل،ډاكټرحنيف خليل، محترم استاد اصف صميم اونورو ارا مخې ته ږدي اوپرې بحث كوي. دوي دحميد بابا  شعري تقابل د حنان باركزي،علي خان بابا،قنبر علي خان شېدا،اونجيب سره كوي چې ضروري هم ده اوغېر ضروري هم.دوي دغه ضمن كښې دحميد باب دكلام څهٴ برخه ددې كتاب برخه جوړوي.اګر كهٴ دوي ترخپله وسه كوشش كړے دے چې دبابا دژوند دې دوي كُلي اوافكارو احاطه وكړي خو بيا هم څهٴ مقامات اوځايونه تشريح طلب دي. لكه دحميد بابادمحمداكرم غنيمت كنجاهي د'نېرنګ عشق' دمنظومې ترجمې په باب بحث داجمالي نه هم كم دے.ياده دې وي چې د'تصحيح وتحشيه مثنوي نيرنگ عشق غنیمت کنجاھی واستقبال آن در شبہ قارہ ' په عنوان ډاكتر سعديه رشيد دداكټر رشيده حسن په نګرانئ كښې له نېشنل يونيورسټي اف ماډرن لېنګوېجز،اسلام اباد، نه په نومبر 2018 ع كښې دپي ايچ ډي تحقيقي مقاله ليكلې ده.چې ډېرې نوې خبرې لري. دسبك هندي ددېو دواړو شاعرانو تقابل اوداصلي فارسي متن اوپښتو ترجمې موازنه هم دوخت ضرورت دے.

'تماشې-(اكتوبر2014ع)١٠كښې دوي 'دپښتو ډرامې تاريخي ارتقاء'كښې دډرامې په تاريخ،ارتقاء،پښتوادب ته راتللو،مختلفودورونو،شوي تحقيق،په هغې تنقيد اوپه نوواضافومشتمله څليرېشتومخونوباندې خورې علمي اوتحقيقي مقدمې نه علاوه ددولسوسټېج،اوريډيائي ډراموذكركوي. دطبع زادډراموسره سره دوي دقلندرمومنددالېګزنډرډيومادناول'دي بلېك ټيولپ'پښتوريډيائي ډرامائي تشكيل اونصرالله خان نصراوسيدمحمدرشيددجارډين اواېم.اې.اكسن پښتومترجمه سټېج ډرامه هم ددغه كتاب برخه جوړوي.دخداے بخښلي ډرامه نويس محمد اقبال حېران دډرامو په كتاب دمحقق فرهاد محمد غالب ترين دطويلې علمي اوفني مقدمې،دمرحوم پروفېسرافضل رضا،رشيداحمدصاحب اوډاكټرمصطفىٰ كمال دليكونونه پس په پښتوډرامه دډاكټرزبېردامقدمه ډېرجامعيت،اختصاراودموضوع په اعتبارخپل اختصاص لري.اګركهٴ دوي دبسيارنويسئ اودخپل سيمابي طبيعت له كبله كله كله دسطحيت ښكارشي اوپه ليكونو كښې ئې يوه تشنګي مخې مخې ته كيږي خو چې كله وغواړي نو ډېرې بهترينې فنپارې تخليق كوي.نوپه دغه قرينه ئې دغه مقدمه خپل ايجازاوامتيازلري.خو په دې مقدمه كښې هم زيات تر دمعلومو خبرو تكرار ښكاري.مقدمه كښې ددوي تحقيق او دسهوو جوابونه دمرحومينو پروفېسرافضل رضا،عبدالخالق خليق، ډاكټرمصطفى كمال اوډاكټر صادق ژړك په ارا نقل كؤلو اوپرې دخپلې رائې وركؤلو په ذريعه كوي .بهرحال داكتاب او، پرې ددوي مقدمه دډرامو ديو دوراحاطه كوي.

دمحترم دوست محمد خان كامل مومند كتاب'خوشحال خان خټك'١١چې پښتومترجم ئې محقق ښاغلےعبداللطيف طالبي دے،ډاكټر حسرت دمرتب اومدون اومقدمه نويس په حېث دكامل صاحب دژونداوفن په حقله لنډې ليكنې نه علاوه،ځاے په ځاے تعليقات اوحاشىيې هم ليكي.زما دناقص خيال مطابق كهٴ دوي نورتخليق اوتحقيق نهٴ وے كړےاومحض په كامل مومندئې كاركړے وے نوددوي دادبي قامت اوشهامت دپاره به دغه هم كافي وهٴ.ځكه چې كامل مومند په علمي اوادبي حلقوكښې تراوسه نظراندازښكاري.اوداځكه چې ادبي تشهيربازي ئې نشته.ددې مجموعې غوره اوماته خوښ كتاب 'آن اې فارن اپروچ ټوخوشحال' چې شېر محمد كريمي صاحب ئې خوندوره پښتو ترجمه كړې ده.داترجمه چرته دلفظي په ځاے تشريحي رنګ ولري.مترجم چرته چرته داسې ځايونو كښې دتفهيم په غرض پېراګرافونه ماتؤنكے ښكاري چرته چې دكامل مرحوم دكلام تسلسل مات وبريښي. خوداهم ده چې كامل صاحب انګرېزئ كښې  په اوږدو جملومشتمل نثر ليكي اوترجمه كونكے په دغسې خودساخته انتظام كولو باندې مجبوركړي. خو دډاكټرزبېرپه شمول دكامل شارحين داكتاب نظراندازكونكي ښكاري. حالانكه څنګه چې په اردو كښې په خوشحال بابا ددوي كاراهم دے دغسې داكارهم ډېر اهم دے اوپه خوشحال ددوي دكارونو نچوړ اوتسلسل دے.ډېره بهترينه انګريزي،ددلائلو محتاط انداز،ژوره مطالعه، ديومحقق اونقاد صبراودمقابل ددليل تجزيه ټول هغه محاسن لري چې كوم چې په يولوے نقاد كښې موجود كېدل پكار وي.پښتوادب كښې داسې  همه جهت اومعتدل نقاد اوس له كومه راؤړو.؟

دپښتواكېډمۍ،بلوچستان،كوټه،له لوري شائع شوےد'قصيده بورده(قصيده برده)١٢'ترعنوانه ددوي كتاب دموضوع په اعتبار يوه بله اهمه بخښنه ده. زماپه خيال پښتوادب كښې په قصيده برده دومره جامع كارلا تراوسه مخې ته نهٴ دے راغلے.داكتاب تراوسه دقصيده برده دپښتوترجموپه باب دتقابلي اولسانياتي مطالعې متعلق دنوي دورمحققينو ته يوه لاره اوبنيادهم په ګوته كوي.خواوس دمشرقي ادب په اساسي ماخذ، فارسي اوعربي ادب پوهه له برمه پرېوتي ښكاري.ډاكټر صاحب ترخپله وسه په دغه موضوع كار راغونډكړے دے خو متنِ اصلي ته ددوي رسائي نهٴ لرلويوه تشنګي پكښې ښكاري. دامونږ په دعوىٰ سره وئېلے شو چې دمتقدمينو مترجمينو نه علاوه زمونږ په اديبانو كښې دقصيده برده په متن اصلي څوك مطلوبه پوهه نهٴ لري نو تجزيه كول،دترجموپه باب رائې قائمول به ئې څنګه حتمي شي.خوداكتاب يو ښهٴ تاليف دے.

'دشمشادخاصه ګڼه'١٣دتحقيق اوتنقيدپه لوري ددوي ارتقائي سفرښائي خوچرته دزياتولائلولرلوپه وجه دترتيب اوترجيح شخړې سره مخ شي اوچرته موضوع سره دجذباتي وابستګئ په بنياد دتحقيق دمروجه اسلوب اوانداز نه ژغورنه وكړي اوجذباتيت يا دعقيدت عناصر ئې ليك كښې وبرېښي.دوي ليكي 'خليل اولسي ادبي جرګې پېښور په ٢٣ اپرېل ١٩٩٥ع دمحمد هوتك دپېدائش د٣٣٠ كلونو په بنياد يو سيمينار منعقد كړے وو  اوپه دغه سيمينار كښې چې كومې مقالې اورولے شوې وې...د'شمشاد' زيرِ تبصره ګڼه 'دشمشاد سريزهـ او 'افتتاحي خبرې' نه علاوه نورې نولس مقالې لري چې وار په وار به پرې انشاء الله خبرې كوو'.ډاكټر صاحب دمشمولو ګڼو مقالو په ضد خپل موقف په دليل وړاندې كوي.داځوابونه كهٴ يو اړخ ته دصاحبِ دليل په زړهٴ چاؤدون اوفراخه مطالعه دلالت كوي نو بل اړخ ته دصاحبِ دليل علمي حيثيت هم راڅرګندوي.

'خوشحال باباساندې اوستائنې'-(نومبر2014ع)١٤دموضوع له رويه دامنفردكتاب درې برخې،دخوشحال ساندې،دخوشحال ستائنې،اوپه خوشحال ساندې اوستائنې لري.دوي ددغه كاربنيادايښودونكےښكاري چې وروستوپرې نورزيات كاركېدې شي.ډاكټرمحب وزيرددې كتاب په شااړخ دصاحبِ كتاب متعلق ليكي:ـمونږوياړوچې زمونږپه دوركښې داسې متحرك انسان هم شته چې قدرت ورله علم،صبر،استقلال اوپوخ عزم په يوځاے وركړي دي اوددغه ټولوصلاحيتونوپښتوژبې اوادب ته دوقف كولوجرات ئې هم وركړے دے'.مونږ دښاغلي ډاكټرد دغه خبرې تائيد اوورسره اتفاق كوو.

ددوست محمد خان كامل مومند'ادبي مقدمې'-(جنوري2009ع)١٥كښې دوي دموصوف خورې ورې علمي مقدمې په كتابي شكل كښې راغونډوي.ددوي دعلم دوستئ دا ښكاره نمونه دنن دمحققينودپاره دتنقيداوتحقيق ضمن يوه ناوياته علمي خزانه ده. دوي خپلې څوارلس مقدمې،تبصرې اووخت په وخت ليكلې ادبي تجزئې د'ادبي مقدمې'-(اكتوبر2010ع) په نامه لوستونكيو ته اهدا كوي.دمرحوم كامل دغه مقدمې ډېرلوے علمي حيثيت لري په ډېر محتاط اندازپكښې دكتاب اوموضوع متعلق تنقيد كوي خپله رائي څرګندوي اودليكونكيو حوصله افزائي سره په موضع جامعه اومانعه خبره كوي.

'دقلب السئېرشاعري دګوهرخان خټك'(جون 2002ع)١٦ددوي دتحقيق اوترتيب وركړه ده.دې كتاب كښې شامله دګوهرخان خټك په ژونداوفن يواوږده علمي مقاله،ددوي بل كتاب'قلب السئېر(دسيرت ابن هشام پښتو ترجمه)په اول كښې هم شمول لري.داكتاب اخركښې يوه حاشيه اوفرهنګ هم لري.چې دموضوع په غرض اوغايت داستنادمهرثبت كوي.

'سيدميرمهدي شاه مهدي-ژوند-فكراوفن'(اګست 2011ع)١٧ددوي بل كتاب دمهدي شاه باچا په ژوند اوفن تفصيلي تحقيق كوي اودهغوي په افسانه اودهغوي په افسانه دناقدينودتنقيد تجزيه هم كوي.دخداےبخښلي باچاصاحب دژوند اوفن په باب داكتاب مستند حيثيت لري.باچاصاحب داديب اوصۤحافي كېدو سره دقرآنِ كريم مدرس هم وهٴ اوپه جېل كښې ئې هم دغه فريضه ترسره كړې ده.خو ددوي دژوند اوفن په باب نوے كارراتلل ودرېدلي دي.

'دوست محمد خان كامل: ژوند اوادبي خدمات'(اپرېل 2013ع)١٨ددوي اېم فِل تحقيقي مقاله درسمي حيثيت نه علاوه په ډېرجامع اندازاوكره معلوماتو مزينه ده.دامقاله دوخت تېرېدوسره خپل ثقاهت اوجامعيت نورنورزياتوي.داپه هغه وخت كښې شوے كاردے چې زمونږ غوندې نوآموازو كامل مرحوم نهٴ پېژندلواوس زيات تر ددوي كارته رجوع كيږي.

دګوهرخان خټك'دقلب السئېر-دسيرت ابن هشام پښتوترجمه'١٩ددوي لټون،سمون اوفرهنګ سره دمترجم په ژوند اوفن،دكتاب اونسخې په حقله دمعاصرواومتقدمينومحققينواراء،دګوهرخان خټك داملااونثرپه باب خپله رائې ذكركولو سره، ځاٴ ے په ځاے تعليقات ليكي.ښه به وه كهٴ ددغه ترجمې دمتنِ اصلي په باب هم مقدمه كښې څهٴ خبرې شوې وې.ددوي داكوشش دځوانانومحققينودپاره داصلي متن سره دتقابل اوموازنې نوې لارې وا كوي.متنِ اصلي ته رسائي ،پرې پوهېدل اوبيا دمترجم متن سره موازنه ډېر اهم دي چې دترجمې متعلق فني رائې قائمه كړې شي خو دغه طرفته شايد ددوي اونورو خيال نهٴ دے تلے.

 'دغني خان لټون'اودشاعرئ  نوره ناچاپه برخه ددوي په ترتيب سره د'لټون پسې لټون'٢٠ترعنوانه اتهٴ پنځوس نظمونه مخې ته راؤړي.دغني كان شاعري تفهيم اوتشريح هم غواړي خو هغه دغني خان دمطالعې هومره لټون اوشواخون غواړي.دلته ئې ضرورت محسوسيږي خو نشته.دوي دهغوي دژوند متعلق لنډه ليكنه كښې نورې كڅرې خو ليكي خودرابندراناتھ ټېګورادارې شانتي نكېتن كښې ددوي دتېروخت اوارټ دزده كولو خبره نهٴ ذكركوي په دغه باب ډاكټر محمد همايون هما سره دپاكستان ټيلي وژن سنټر دپاره مركه كښې غني خان تفصيلي بحث كوي.اودامونږ ته دغني خان دمصورئ اومجسمه سازئ متعلق درسمي زده كړو متعلق بنيادي معلومات راكوي

'ددانادخلې خبرې-(دوېم چاپ 2016ع')٢١دې تاليف كښې دوي د'دوېمه برخه' ترعنوانه  دخداے بخښلي لوے مصلح  اومبارزخان عبدالغفارخان دژوند كال په كال پېښې اوواقعات مخې ته راؤړي. اخذاواكتساب ئې 'زما ژوند اوجدوجهد'نه كړے دے. خو املا ئې دقلندرمومند صاحب خوښه كړې شوې املاده.نو پوښتنه واردېږي چې ايا مذكوركتاب په دغه املا كښې وهٴ؟دامتن دمتنِ اصلي په عكس دے.

'حسرت: ژوند اوفن' (ستمبر1992ع)٢٢ ددوي دملګري اوښهٴ شاعرخداے بخښلي خان بهادرحسرت په ژوند اوفن ليكلے شوے داكتاب دهغه نوروشاعرانوذكرهم لري چې دټي بي په مرض وفات شوي دي د'زهرپه ګبين كښې'او'دحسرت افسانې'ترعنوانونو دوي دهغوي په فن خبرې كوي ددې كتاب بله اهمه خاصه دنقاد اوشاعرفېض الوهاب فېض فلېپ ليكل دي چې دزبېرحسرت دشخصيت په اړه پكښې خبرې كوي دغه مضامين ورته' دعقيدت په رنګ كښې رنګ ښكاري خوبيا هم ددوي دغه ليكنه په اعتدال ولاړه ګڼي'.  

داجمل خټك دحالاتو او افسانو باره كښې ددوي لټون اوسمون سره د 'پښتواونورې افسانې' ٢٣ترعنوانه كتاب كښې دوي دهغوي په ژوند مفصله ليكنه كوي درسمي زده كړو،ادب ته راتګ،سياست كښې قدم اېخودل،جېلونه،وطن پرېخودل،بيا دحكومتي نظام حصه جوړېدل اوتروفات كېدو حالات نقل كوي.خوشايد دې خبرې ته ددوي خيال نهٴ دې تلے چې هغوي مدرسه حقانيه اكوړه خټك نه تريووخته باقاعده ديني علم هم حاصل كړے وهٴ چې دلته ئې ذكرنشته.

ډاكټر زبېر داجمل خټك لس افسانې د ادبي مجلوقند،رهبر اواسلم وغېره نه رانقل كوي اوددې برخه ئې جوړوي په دغوفسانو دمعاصرونقادانو رائې هم دبحث موضوع جوړوي داډېر دستائنې وړ اقدام دے چې دخټك صاحب دادبي شخصيت هغه اړخ هم مخې ته راغلو كوم چې تر اوسه دډېرو له نظر نه پټ وهٴ.دامجموعهدسېف الرحمان سليم څلور څلوېښت غزلونه ، پينځهٴ نظمونه او څومتفرق شعرونه لري.

د'سندريزشفقونه'٢٤په نوم دخداے بخښلي سېف الرحمان سليم دامجموعه داستاد مجاوراحمدزيار داويايم زېږ پسرلي دنمانځنې په وياړ'له دانش خپرندويي ټولنې تخنينكي څانگې ،پېښور شائع دے،ترتيب اوتدوين دمحمد زبېر حسرت دے خو ماسره چې داوخت كومه نسخه ده په هغې دمرتب اومدون په توګه ددوي ليكل نشته البته پوهنيار بريالي باجوړي پرې 'دسېف الرحمان سليم پېژنگلوي' په نوم بسيطه مقاله ليكي.

'روښانيان او خوشحال'( جولائي 2004ع )٢٥ددوي مختصركتاب دے دنن نه اتلس كلونه اګاهو ليكلے داكتاب چې شايد ددوي داېم فِل ټرم پېپردے خودازادانه تحقيق غوره نمونه ښكاري.دلته دانوآموزمحقق په ډېرفني انداز په خپله موضوع يوه غېرجانبداره رائي قائموي ددې لنډې ليكنې نه لوستونكي دانتيجه اخذكولې شي چې په دې ځوان كښې دننه ييونهٴ ستړے كېدونكے محقق پټ دے.

ماسره موجود ددوي كتابونه 'اولسي ادبي جرګه'،ددانادخلې خبرې'،دشمشاد خاصه ګڼه،او'حسرت ژوند اوفن'او'نقشونه'دقلندر مومند په خوښه املاكښې ليكلي شوي دي اونور'روښانيان اوخوشحال'،درې قصې،'لټون پسې لټوڼ'،'تماشې' پښتواونورې افسانې،سندريز شفقونه،خوشال خان خټك دباړه ګلۍ په املا كښې دي.موخر الذكر املا كښې اوس اوس دخوږ ژبي اوجادوبيانه شاعر قندهار اپريدي كتاب 'نوے غږ'٢٦ په كال نولس سوہ یویشت( 2021ع) كښې شائع دے.زهٴ نهٴ يم خبر چې د'متنازعه املا' نه 'متفقه املا'ته دراتلو به څهٴ علمي او فني جواز وي.

'نقشونه'-يكم ستمبر،(2010ع)٢٧ ددوي څوارلس خاكې دي،مونږ ورته پورته كرښو كښې ضمني اشارې كړي دي. وروستو د،ډاكټر اسرار،اسرار دطورو،پروفېسر افضل رضا،م.ر .شفق،اختر منير منير،ډاكټر امير سلطان شاهد،اورشيد جوهر دشخصيتونو متعلق لنډ ليكونه دي چې فهرست كښې ورته دوي د'نقشونه'عنوان وركړے دے.خو وروستو دنقشونو سرخط نهٴ ښكاري. په دې كتاب دخداے بخښلي بې مثله شاعر،محقق اونقادسعيد ګوهر'خاكه اودزبېرحسرت خاكې' ترعنوانه ليكنه ددوي دخاكو متعلق هغه  څهٴ ښكاره كوي چې تراوسه ئې په دغه باب چاڅهٴ نهٴ دي ليكلي.داخاكې چې كلونه وړاندې مالوستې وې نو هغه وخت چې ترې ماكوم تاثر اخستے وهٴ، اوس هم ترې هغه تاثر اخلم. زهٴ ځان دهغه اقتباساتو نقل كولو نه ژغورم چې سعيد ګوهر صاحب په ګوته كړى دي. خوڅهٴ جملې خو پكښې لوستونكي ځان سره كچه غوندې كړي اوڅهٴ معاصرين به ئې شكروباسي چې ښه ده چې په دوي ئې خاكه نهٴ ده ليكلې.دوي دخپل موصوف دشخصيت كامله عكاسي اونقاشي كوي، شاعرانه ژبه هم پكاروي اوكله كله خو پېش ګوئي هم كوي لكه دخداے بخښلي پروفېسر همايون همدرد باره كښې ديو ملګري تبصره نقل كوي'همدرد بې له هارن غږؤلو څومره سپيډ كښې روان دے نوماسره ئې داېكسيډنټ يره ده'،اوواقعي هغه حادثه راغله چې همدرد بې وخته حادثاتي مرګ زمونږ نه بيل كړو.بهرحال د څواستثنائي ځايونونه علاوه خاكې ښې بريښي دغه معائب اوس هم په محاسنو بدلېدې شي.محترم سعيد ګوهر پښتو كښې دخاكو اولنے كتاب داصغرلالا ګڼي اوبيا دوېم دمحمد زبېر حسرت داكتاب'. اګر كهٴ اوس صحافي اوډرامه نويس ګل محمدبېتاب په باقاعده توګه دخاكو كتابونه شائع كړي دي اوخاكې ئې په معيار پوره خېژي. 

'دسلګو په شور كښې(كليات-اپرېل 2013ع)'،دډاكټر محمد زبېر حسرت ترتيب اوتدوين كړے داكتاب دښاغليوپير ګوهر،مشتاق الرحمن شفق طورو،اوخان بهادر حسرت ليكونه لري،او ددولتي مطبعه كابل افغانستان (١٣٦٩ش/١٩٩٠ع) نه په دې كلياتو كښې شامل دوي په بل كتاب 'زما دكلي لېوني بادونه' دبريالى باجوړي ليكنې دي اوتر ٢٥ مارچ ١٩٩٠ع پورې غزلونه او منظومات لري.اخره برخه كښې' نظمونه،سندرې،او قطعې' لري .ددې كلياتو بله منظومه برخه  دسلګو په شور كښې په ابتدا كښې د 'هوالناصر' ترعنوانه محقق قلندر مومند 'مقدمه' كښې  ليكي چې' دښاغلي حسرت دغزلونه په اسلوب كښې له ټولو نه زياته څرګنده خبره داده چې ددې مجموعې ټول غزلونه رديفونه لري ....دحسرت څومره غزلونه چې زما له نظره تېر شوي دي هغه ټول رديف لري او چې كوم غزلونه ئې رسمي رديفونه نهٴ لري هغه په داسې قافيه كښې ليكلي شوي دي چې ترڅهٴ حده نه بلكې ترډېره حده درديف كمے پوره كوي' ٢٨په درې سوه درې دېرشو مخونومشتمله داشعري مجموعه دمرحوم خان بهادرحسرت سره دډاكټرزبېر مينه،ملګرتيا اوپښتو سره مينه ښائي.داتدوين ديو دردېدلي شاعرد دردونودمحفوظ ساتلو په ضمن كښې يو ښهٴ اقدام دے.دوي د'زړهٴ خبره' ترعنوانه دهغوي په شاعرئ تبصره كوي اودساندې ساندې ژوند قصه ئې هم كوي ددوي په دې ليكنه دعقيدت رنګ خورښكاري.خو دحسرت حسرتونه ئې تل دپاه ژوندي ساتلي دي.

شخصيت نګارئ ضمن كښې ددوي اهموزيارونوكښې يومستقل تنوع اوتوسع دے لكه كهٴ دوي دخان عبدالغفارخان'ددانا دخلې خبرې'ترتيب كوي نودخپل خوږملګرې خان بهادرحسرت كاراوزيارهم قلم ته سپاري.كهٴ دسيدميرمهدي شاه مهدي: ژوند-فكراوفن كتاب ليكي نوداولسي ادبي جرګي درودادونوپه حقله هم خپل قلم حركت كښې ساتي.دغسې كهٴ دادبي دوستانو مركه-مردان له لوري داشاعت اوطباعت دعمل اوډلې متحركه برخه ګرځي اوفېض الوهاب فېض،اوعبدالرؤف عارف په مرسته دډاكټرامين الحق په ژونداوفن،خاكه نمبر،اونورې خاصې ګڼې وباسي نودمركزي پښتوادبي جرګه نوښار 'رودادونه'هم دخداے بخښلي پروفېسرهمايون همدردپه اشتراك سره شائع كوي.اود'خوشحال ساندې اوستائنې'راغونډولوسره خپلې،اودمرحوم دوست محمد خان كامل مومند'ادبي مقدمې'هم ترتيب كوي.دومره تنوع اورنګارنګي ددوي په متقدمينو،هم عصره اوهمځولواديبانواومحققينوكښې هم ډېره كمه په نظرراځي.

ددوي شاعرئ دروحِ عصردعاموموضوعاتوسره سره دفكري ندرت اوتخيلاتي جدت محاسن لري.زما ددوي دغزل سره سره نظم زيات خوښ دے.داخلي شاعري ئې ډېرشدت،خونداوانفراديت لري.اوپه سياسي اوتاريخي موضوعاتوددوي نظمونه يوخپل اثراوتاثير لري.شعركښې ئې دروانوحالاتوتراخهٴ دلوستونكيوسترګې ترخې كړي.داولسي ادبي ټولنه،مردان،پښتوادبي دوستان چې وروستودادبي دوستانومركه،مردان په نوم يادشو،پښتو تحريك مردان،دساهو ليكونكيو مركه،پېښور،مركزي پښتوادبي جرګې،نوښار،تربيت يافته اوپرورده زبېرحسرت په تنقيدكښې ژورنظرلري.اوددغه ادبي دبستانونوسرهٴ ئې دتنقيدپه اننګوكښې ښكاره ځليږي.په ادبي صحبتونوكښې چې بنده ددې ګل دغوړېدو ننداره كوي اونكته شناسئ ته ئې ګوري نودوي دخپل فكردمالي انفراديت،علميت اوتبحرهم په ګوته كوي.اوس اوس ئې دپښتواكېډېمۍ،پېښور،له لوري وركړي شوي كارد'علم خانه دانش'دترتيب،تدوين اوتحشيې كارسرته رسؤلے دے.نن سبا ادبي تنظيم باړه ادبي ليكونكي،پېښور،سره مستقل تړون لري.ديوښهٴ منتظم په توګه دتدريس نه علاوه ټېكسټ بورډ،اوپښتونخوامطالعاتي مركزكښې دذمه داروترسره كولو دوران كښې دددوي بنيادي كارونه دهېرېدونهٴ دي.

مرحوم مشاق مجروح يوسفزےاونورناقدين ئې بسيارنويس ګڼي.خومونږته خو پښتوادب دپاره داوخت بسيارنويس پكاردي دوي خودكهنه مشقواوتجربه كارواديبانوپه وړومبي قطاركښې دي.خومدون اومحقق محترم همېش خليل صاحب ددوي باره كښې ليكي' دډېرو ليكلو باوجود دمعيار خيال هم ساتي ،خو په عقيدت كښې دتقليد له صداقته مستغني دے  بهر حال ادب كښې ديو ښهٴ اديب او محقق آثار ئې روښانه دي'٢٩له كله ددوي په نثري فنپاروكښې سطحيت غوندي وبرېښي.خوهمه جهت شخصيات دتخليق اوتحقيق ضمن كښې تل دداسې شخړوسره مخ وي.ځكه چې دهغوي سيمابي فطرت هرصنف كښې كمال ته رسېدل غواړي اوداپه نفسياتي توګه ممكنه نهٴ وي.يوداسې شخصيت، چې په يووخت كښې ګڼو تخليقي اصنافوكښې بخښني كوي اودتحقيق اوتدوين دعمل نه هم تيريږي ،ګڼ اړخونه لري اونقاد دهغهٴ دفن اوفكر متعلو حتمي رائې نهٴ شي قائمؤلې.ځكه نوددوي ناقدين دارائې هم لري چې ددوي وركړې په ټولواصنافوكښې دي خواختصاص ورته ټولوكښې نهٴ دےحاصل.دې سره جزوي اتفاق كېدې شي خوكهٴڅوك ددوي افسانې،د'يقين'شاعري،داېم فل اوپي اېچ ډي تحقيقي مقالې،دقصيده برده مطالعه،خاكې،اونور آثار ولولي نوخپله رائي به حتمي ونهٴ ګڼي.ماته ددوي رجحان تحقيق اوتدوين ته زيات مائل،موزون اومناسب ښكاري.تخليقي صلاحيتونه ئې هم كم نهٴ دي،ځنوافسانوكښې ئې جنسيت زدګي ښكاري.ددې خاؤرې درد هم ساندې كوي.كلونه وړاندې دمستقل مزاجئ عمرته درسېدو نه پس هم مستقل مزاجي نهٴ لري خوچې ورته ووائې په فلانئ موضوع كتاب ليكم چې تاسو ګورئ دوي به شپه په شپه كتاب كتاب ليكلے وي.كله كله خوپه ادبي بحثونوبې ځايه ځان متنازعه كړي.خپل طبعيت نن سبا په دارو درملو كښې قابو كښې دساتلو كوشش كوي.خودنن دارو كښې هم هغه تاثيرنهٴ دے پاتے.اواوس خوترې زياته طمع كېدې شي چې له پېشه ورانه ذمه داروئې اوږې سپكې شوې.دخوش انتظامه،خوش كلامه اوخوش طبيعته ډاكټرصاحب دشخصيت يوه خوبي داهم ده چې په علمي اوطبعي توګه كشرانوته هم خپلوادبي مجلسونوكښې داتاثروركوي چې ګوندې هغوي له دوي ډېرپوهه دي.دخپلوهمعصرواديبانوپه مقابله كښې په لږوخت كښې دومره ډېرې ادبي بخښنې كؤل يوه ناشناخبره ده.په يوه ليكنه كښې ددې عبقري ليكونكي تخليقات،تحقيقات اوآثاروباندې خبره اوتجزيه كول ليكونكے حېرانتياسره مخ كړي.ډاكټرصاحب دې روغ جوړاوخوشحاله وي....

اخذاواكتساب:

١-دډاكټرمحمد زبېر حسرت له ذاتي دستاويزاتو څخه استفاده

٢-هم دغه دستاويز

٣-هم دغه دستاويز

٤-حسرت،(ډاكټر)،محمد زبېر، اولسي ادبي جرګه -تحقيق او تنقيد، دوېم چاپ،زرپاڼه پرنټرز پبلشرز،يونيورسټي روډ، فواد پلازه ،دوېم منزل، پېښور، يكم ستمبر ٢٠١٠ع

٥-هم دا كتاب،مخ ١٨ 

٦-هم دا كتاب ،مخ ٢٣

٧ -هم داكتاب، مخ ٢٤ تا ٣٠

٨ -هم داكتاب، مخ ٣١ تا٣٤

٩- حسرت،(ډاكټر)،محمد زبېر،'عبدالحميدبابا(ژونداوادبي خدمات-٢٠١٨ع)،پښتو اكېډمۍ بلوچستان كوټه،كال ٢٠١٨ع

١٠- حسرت،(ډاكټر)،محمد زبېر ،تماشې ١٩٣٠ نه تر ١٩٧٠ پورې دستېج اورېډيو ډرامې-لټون اوسمون،داماراتو پښتو ادبي ټولنه مركز، دوبۍ،عامر پرنټ اېند پبلشرز، پېښور،اكتوبر ٢٠١٤ع

١١- حسرت،محمد زبېر (ترتيب تدوين اومقدمه)خوشحال خان خټك ددوست محمد خان كامل مومند،دانش خپرندويه ټولنه،ددانش خپرندويې ټولنې تخنيكي څانګه،پېښور كال ١٣٨٥ل/٢٠٠٦ز

١٢- حسرت،(ډاكټر)،محمد زبېر،'قصيده بورده(قصيده برده)، پښتو اكېډمۍ بلوچستان كوټه

١٣- حسرت،(ډاكټر)،محمد زبېر،(تحقيق او تنقيد)دشمشاد خاصه ګڼه،نديم يونس پرنټرز لاهور،دادبي دوستانو مركه مردان ،مارچ ٢٠٠٢ع

١٤- حسرت،(ډاكټر)،محمد زبېر،خوشحال بابا ساندې او ستائنې، يونيورسټي پرنټرز اېنډ پبلشرز،پېښور،دادبي دوستانو مركه مردان، نومبر ٢٠١٤ع

١٥-حسرت،(ډاكټر)،محمد زبېر ،(تحقيق اوترتيب)ادبي مقدمې ددوست محمد خان كامل مومند،المكه پرنټنګ پرېس جنګي محله پېښور،دادبي دوستانو مركه مردان،جنوري ٢٠٠٩ع

١٦- حسرت،(ډاكټر)،محمد زبېر،(تحقيق اوترتيب)،دقلب السئېر شاعري ګوهر خان خټك،مركه پبليكشنز، مير افضل خان بازار،مردان، جون ٢٠٠٢ع

١٧- حسرت،(ډاكټر)،محمد زبېر ،سيد مير مهدي شاه باچا ژوند،فكر اوفن،باچاخان څېړنيز مركز پېښور، اګست ٢٠١١ع،،

١٨- حسرت،محمد زبېر،دوست محمد خان كامل مومند- ژوند اوادبي خدمات(داېم فِل تحقيقي مقاله)، دي پرنټ مېن پرنټرز، پېښور،دادبي دوستانومركه،مردان،خېبر پښتونخوا، اپرېل ٢٠١٣ع

١٩--حسرت،(ډاكټر)،محمد زبېر،(لټون،سمون اوفرهنګ) قلب السئېر(دسيرت ابن هشام پښتو ترجمه دګوهرخان خټك)، پښتو اكېډمۍ،بلوچستان،كوټه ،كال ٢٠١٤ع

٢٠- حسرت،(ډاكټر)،محمد زبېر، لټون اوسمون)لټون پسې لټون،يونيورسټي بك اېجنسي،خېبر بازار، پېښور،٢٠١٤ع

٢١- حسرت،(ډاكټر)،محمد زبېر، (تاليف)،ددانا دخلې خبرې(دباچاخان بابا فكرونه مشالونه)، دوېم چاپ، آرټ پوائنټ ٢-صدف پلازه،جنګي محله، پېښور،باچا خان ريسرچ سنټر،باچاخان مركز،پېښور، جنوري ٢٠١٦ع

٢٢- حسرت،محمد زبېر،حسرت ژونداوفن ،(دخان بهادرحسرت ژوند اوفن)، دادبي دوستانومركه،مردان، داشاعت كال نهٴ لري

٢٣- حسرت،(ډاكټر)،محمد زبېر،(لټون اوسمون)،خټك،اجمل،پښتواونورې افسانې،يونيورسټي بك اېجنسي،خېبربازار،پېښور،٢٠١٢ع

٢٤-حسرت،محمدزبېر(ترتيب اوتدوين)،سليم،سېف الرحمان،سندريزشفقونه،ددانش خپرندويي ټولنې تخنيكي څانګه،پېښور،١٣٨٥ل/٢٠٠٧ز

٢٥-حسرت،محمدزبېر،روښانيان اوخوشحال،دادبي دوستانومركه،مردان،زرپاڼه پرې،جنګي محله،پېښور،جولائي ٢٠٠٤ع

٢٦-اپريدے،قندهار،نوے غږ،اهتمام فاروق اپريدے،ارټ پوائنټ پېښور،كال ١٠٢١ع

٢٧- حسرت،(ډاكټر)،محمد زبېر،نقشونه(خاكې)،زرپاڼه پرنټرز،پبلشرز ،پېښور،يونيورسټي روډ فواد پلازه دوېم منزل،دادبي دوستانو مركه،يكم ستمبر ٢٠١٠ع

٢٨-حسرت،خان بهادر،دسلګو په شور كښې(كليات)،دقلندرمومندمقدمه،،ترتيب اوتدوين ډاكټر محمد زبېر حسرت،ډائركټرېټ اف كلچر حكومت خېبر پښتونخوا،دي پرنټ مېن پرنټرز پېښور، اپرېل ٢٠١٣ع،مخ ٩٧

٢٩-خليل،همېش(تاليف) دچاربېتې شاعران،ډائركټر پښتو اكېډيمي،پېښور يونيورسټي،كال ٢٠٠٧ع،مخ ٢٠٤

#مياشتېنۍپښتون _پېښورنومبركال٢٠٢٢ع

#پروفېسر_ډاکټر_زبېړ_حسرت

#پښتو_افسانه_ډرامه_ناول_تحقيق_

#پښتو_خاکه

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف