صادق اسرار / روغه به وکړو زه او ته سره اشنا خپلو کښې

شاعرې

Friday, April 19, 2024

صادق اسرار / روغه به وکړو زه او ته سره اشنا خپلو کښې

 


غزل  


روغه به وکړو زه او ته سره اشنا خپلو کښې

الله دې نه کړى يو تر بله څوک جدا خپلو کښې


پرواه ئې مه کوه د وخت قاضى به هرڅه وائى

د چا څه کار دے زه او تا چې يُو رضا خپلو کښې


د بېلتانه څو ورځې شپې وې لاړې تېرې شولې

اوس به ژوندون زمونږ تېريږى په خندا خپلو کښې


د وصال شپه وى لنډه لنډه څومره زر تېره شى

چې دوه ياران کوى خبرې تر سبا خپلو کښې


دا چې مسکے مسکے خوشحاله خوشحال ښکارمه نن

خوب کښې اوده وو په يوه څنګل بيګا خپلو کښې


صادق اسراره دا به لوظ دا به اقرار وى زمونږ

کوو به ټول عمر يو بل سره وفا خپلو کښې



شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف