زیار له پوزې اویزان وۀ ډاکټر خالق زیار

شاعرې

ہفتہ، 13 اپریل، 2024

زیار له پوزې اویزان وۀ ډاکټر خالق زیار

 


ستا وه لاس زما ګرېوان وۀ

دغه ژوند وۀ بس روان وۀ


په دې لاره په يو کچ وو

څوک دهقان وۀ او که خان وۀ


زۀ په ټول جهان کښې یاد وم

نۀ جناح نۀ پاکستان وۀ


پښتونخوا لتاړه واخله

که اختیار د ملا جان وۀ


سر دې سر وخوري چې لاړۀ

دا د مينې امتحان وۀ


مرګه ولې شوې بې صبره

زما یار صابر خو ځوان وۀ


هر څه ډېر وو خو تۀ نۀ وې

 زیار له پوزې اویزان وۀ


ډاکټر خالق زیار

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف