حسن چې ې کله هم اوربل کښې بډه کړې ده
شپه ې د اختر په مونږه ګډه وډه کړې ده
عمر له تاوان راکړے دغه قسمه خلقو دے
چانه چې د ژوند په هره لار مې ډډه کړې ده
دا که مې د خوانه په رڼا ماښامي تلې ده
ياد مې په زړګي کښې تر سحره ګډه کړې ده
ځکه خو هيچا سره د يوې نه بله نه وايو
دلته کښې شپېشقوده هر سړي په بډه کړې ده
اوس خو دلته هر ماده پرست د وخت راٶړي کډه
تا ولې فطرته له دې ښاره کډه کړې ده
انوارلحق فطرت مېدان دير
Post a Comment