د ياراني لوظونــه مـــه ماتوه
مه کوه مه ګلونه مه ماتوه
ګله بی ځایه سترګې مه خړوه
هسې زمونږه زړونه مه ماتوه
زمانې مه چېړه د زړونو سره
د محبت ملکونه مه ماتوه
قاصده هیرې قیصې مـــه یـــادوه
د زړه ورغلي ورونــــه مـــه مــــاتوه
د شیرینی شرطونه وپېژنه
فرهاده هسې غرونه مه ماتوه
ستا زنځیرونه ماتېدونکي نه دي
صابره خپل لاسونه مه ماتوه
Post a Comment