راتلونکې وخت کښې به يو زړه جمال ته څنګه ګوري
خداے خبر خلق به د مينې خيال ته څنګه ګوري
چاته چې تور ټکې د ژوند د کتاب سترګو ته شي
هغوي به ستا د جبين ځلنده خال ته څنګه ګوري
د آئينې غوندې حيرانه هغه اودريدله
زما په سترګو کښې را وړي سوال ته څنګه ګوري
خلق يو بل ديکي چې دغه ننداره خو وکړي
ټول تماشګير خپل انساني زوال ته څنګه ګوري
هغه د ګرم بازار چغو پسې ځان رسه وي
ړوند به د ښار نه را چاپير ديوال ته څنګه ګوري
د کلي پيغلې د ځوانۍ په ايرو ولمبيدې
ګران به د خپلې شاعرۍ کمال ته څنګه ګوري ؟
Post a Comment