کله ګُلاب کله لونګ راوړم صاحب شاه صابر

شاعرې

Monday, April 22, 2024

کله ګُلاب کله لونګ راوړم صاحب شاه صابر

 



کله ګُلاب کله لونګ راوړم
ستا دَ کوڅې څه نا څه رنګ راوړم
بلې نشې مې سودا ورکه نه کړه
زم دَ ګودر دَ غاړې بنګ راوړم
شوګيرې سترګې خوبولے نظر
ستا دَ سنګُلې ستا دَ سنګ راوړم
دَ محبت نوې دُنیا لټووم
دَ زندګۍ نوے آهنګ راوړم
ستا دَ بڼو په ژبه ځان پوهووم
پرېږده چې زړه په وينو رنګ راوړم
ستا خوږو سترګو ته خواږه ګورمه
زه لېونے یم ځان له جنګ راوړم
هغه صابر یم که په هر ځائے کښې یم
تاله راځمه ستا قلنګ راوړم

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف