طاؔهربونېرے ----ستا باباجى هم عجيبه سړے دے

شاعرې

Tuesday, April 16, 2024

طاؔهربونېرے ----ستا باباجى هم عجيبه سړے دے

 




الميه


ستا باباجى هم عجيبه سړے دے

د هر چا غم ښادۍ ته ځان رسوى

زۀ ئې پۀ دې وجه هم قدر کؤم

چې دهر چا نه زيات پۀ تا مئين دے

خو دغه يو عادت ئې ډېر خراب دے

چې د خپلوانو کره ښه، بده شى

دے چې ورځى، ځان سره تا هم بوځى

زۀ پسې ډېر ځله جمات ته لاړم

د دۀ پۀ وړاندې مې هر چاته اووې

چې دا رسمونه پۀ اسلام کښې نشته

د داسې کس نه پېغمرؐ خفه وى

چې نا محرم نه پړده نه کوى څوک

دے هم قران ټپ کړى اؤ ماته وائي

بچوړيه! ډېر ښکلے مجلس دې وکړو

خلقو ته وائى چې عمل پرې وکړئ

زۀ ډېر پۀ فخر ځان ته وګورمه

خو بل سحر دکلى هغه سر کښې

تۀ دې د ترور د زوئ،د زوئ وادۀ کښې

سندرې وائې اؤ تمبلونه وهې


زۀ يو ځل بيا خاورې پۀ سر بادؤم

زۀ يو ځل بيا دجمات مخه وکړم


........

9، اکتوبر 2002 ء کراچى


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف