نـظم
يا به مې پورته د خيبر په سر شمله اؤوينې
يا به مې خونه د مرګي په لاس سپېره اؤوينې
-
په ماشومتوب مې ګواره کې دا خوبونه ليدل
لارو کوڅو کې مې پښېيبله ارمانونه ليدل
د ظالم لاس کې به مې څيرې ګرېوانونه ليدل
د ادم پښو کې مې بلها پراته سرونه ليدل
ما ويل پاڅه چې په ويښه زمانه اؤوينې
په خپلو سترګو د ظلمونو تماشه اؤوينې
-
د هغه وخت نه مې په زړه کې دا اقرار کړے دے
د حق آواز مې د منصور غوندې په جار کړے دے
د بيدارۍ خواست مې پښتون ته په بار بار کړے دے
په څو څو ځله مې د خپل زړګي اظهار کړے دے
يا به نښان د آذادۍ په تاتره اؤوينې
يا به مې ژبه د قصاب په کوړۍ دوه اؤوينې
-
دې د سور شال ميرمن ته ګوره سرببره ښکارې
راته بېننګه شاځلمو نه مروره ښکارې
دا به د چا ښائسته ليلا وي مسافره ښکاري
د خپلواکۍ پېغام يې لاس کې دی اوتره ښکارې
يا د ژوندون به مې خرابه خاتمه اؤوينې
يا به مې غېږ کې مروره معشوقه اؤوينې
-
ارمان مې دادی يوه نوې زمانه جوړه شې
يو اتحاد او ورورولي يو قافله جوړه شې
چې هر منکر ته د شړلو بهانه جوړه شې
خير دی که بیا مې مسرېزؤو کې مقبره جوړه شې
يا به په وينو د اسرار قفره سره اؤوينې
يا به لوخړه د غنيم د کوره شنه اؤوينې.
-____-
Post a Comment