نجيب عامر / خوند کوي پخلا ده را ترغاړه ده ولاړه ده

شاعرې

Thursday, March 7, 2024

نجيب عامر / خوند کوي پخلا ده را ترغاړه ده ولاړه ده

 


خوند کوي پخلا ده را ترغاړه ده ولاړه ده

بیا د سپوږمۍ شپه ده د سین غاړه ده ولاړه ده


سترګو ته یې وګورم موسم مې د زړګي ښه شي

خپله پرېشانه که له هاړه ده ولاړه ده


دې پرې قدم اېښی دی، تر ما پورې راغلې ده

زه خو یې جلګه بولم که تراړه ده ولاړه ده


بې له خپل زړګي نه بل ځای نه لرم چې بویې ځم

شپه ده، شومه دم دی، څنګه شاړه ده ولاړه ده


ولې دې رابېله کړه، راټوله کړه، راغونډه کړه

اوس دې په غمونو کې لتاړه ده ولاړه ده


ستا د مینې سیاله ده عامره کلیواله ده

تاسره د ننګ په لار ولاړه ده ولاړه ده


٢٠٢٤ مارچ ٤

پراګ

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف