_______ غزل ________
بلها ستونزې مې پۀ لور د منزل پرېکړې
چې مې لارې هر قدم د مزل پرېکړې
بېلتانۀ رانه پۀ نيمه لار کښې بېل کړې
د ژوند غوټې چې لارۀ د اجل پرېکړې
خوشبويانې لاس خوارۀ ترغاړې ووځي
د نسيم باد ئې قؤدې د وربل پرېکړې
د ابۍ دادا راوړي ئې پردي کړل
دولت څۀ خوږې رشتې د ازل پرېکړې
ستا مسکا څۀ وه چې زړۀ ئې رانه واخست
پرخې څۀ پۀ نرمه شونډې د ګل پرېکړې
د کنعان ښکليه ستا لۀ خاطريو
ځان لۀ ګوتې يؤ د مينې پاګل پرېکړې
چې سره د عقله خوري خاورې خزلې
چې د ټولو نه مې پوزې پۀ نل پرېکړې
شکرلبه چې ګويا لکه مېنا شوه
لفظ به لفظ ئې ترازې د عسل پرېکړې
لر او بر چې لۀ يؤ بل ځنې بېزار شو
غنې چا تر پېښور او کابل پرېکړې
د وصال پۀ وخت دې مخ اړول داسې
لکه پښې چې دې د شل نه پۀ چل پرېکړې
هېڅ د فن پۀ نزاکت ئې پوهه نۀ شو
بې هنرو لاس اؤ پښې د غزل پرېکړې
د کوثر د ديد د آس تنکۍ غندلې
ماه جبينو د ستم پۀ منګول پرېکړې
_________ طارق کوثر ______
Post a Comment