تازه غزل د يو سندر غاړی په فرمايش
----------------------------------------------
څه ښکلې د چا د سترګو تورې آواره
څه اوکړم په لور چي مي راګورې آواره
څه عجب منظر دي ميخانه کښي د ماښام
رقص کړې پيمانه کښي هرخوا سيورې آواره
نه يي شم کتلي ګل بدن ته د ښائيست
بيا مي د ځوانئ تقاضے زورې آواره
يو دي پکښي وران زما په شان زما اشنا
نه چي. ګنې. ټول دې ملاګورې آواره
نن ورپسي اخلمه. شناسه ! خپل کمند
نور به رانه او نه ګرځی ستوری آواره
-------------------------------
ګوهر شناس (ولايات المتحده الامريکيه)
Post a Comment