ریاض تسنیم

شاعرې

Friday, March 8, 2024

ریاض تسنیم


 

سبارو به لکه شهد شونډې وا کــړي

او لۀ حلقـــه بــــه تیریږي  جنتـونه


سبارو به د مسکا ګنجـــونه ویــشي

او دا سرۀ ګلاب به ټک وهي لاسونه


سبارو به مشک په دواړه لاسه نولي

او چاپېــره به فضـــا وهي موجونه


سبارو به لکه سپینې مټې پړق کړي

او ړانده خلق به راوړي بینــا زړونه


سبا روبه تور ګټـــان زلفــې پرانیزي

او چاپېــــره به وریــــږي بارانــــونه 


سبارو به شهزادګۍ وي په دستان کښې 

او چاپـــــېره به ګــــډېږي کردارونـــــه 


سبا رو به د غزل مصرعه کړي پورته

او جوټې به خوري دا غرونه او سيندونه 

ریاض تسنیم

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف