غزل
د مينې دولتونه د احسان نه شورو کيږي
کۀ غواړې نو دا کار اول د ځان نه شورو کيږي
د شر فساد بلا ده کۀ د خېر امن قلا ده
د دې دواړو سرونه د انسان نه شورو کيږي
تعمير دے د اخلاقو کۀ تخريب دے د اخلاقو
دا يو د پېغمبر بل د شېطان نه شورو کيږي
دا ولې مو پښتو کړه د حسد دشمنۍ نخښه
زمونږ ټپې خو تل د ياقربان نه شورو کيږي
کۀ پوهه شوې پۀ خپل غلام ژوندون نو دا به وائې
زمونږ حقيقي ژوتد د قبرستان نه شورو کيږي
د دين مقصد وحدت د عالمګير انسانيت وي
فرقې ډلې پرې د مُلا جان نه شورو کيږي
د ژوند هره لمحه يو امتحان دے روغانيه
ښې بدې نتيجې د امتحان نه شورو کيږي
ارواه ښاد عبدالرحيم روغاني
انتخاب: سراج الدين سراج

Post a Comment