غزل
ياد ترې زما د دلبر مۀ جوړوه
بوي نه دې ګله محشر مۀ جوړوه
اور به مې کلے لۀ نظره واخلي
نظر دې واړوه شر مۀ جوړوه
ماتېږم نۀ ستا په تراشلو داسې
دومره مې ډېر په هنر مۀ جوړوه
چې څه به زۀ څښم څه به تۀ وړې اوښکې
زما لۀ سترګو ګودر مۀ جوړوه
ګرېوان مې پرېږده رقيبان ولاړ دي
دوي له موقعې د اختر مۀ جوړوه
تا خپله اوکړه ما کۀ ډېر وئيل چې
لۀ خپله کوره سنګر مۀ جوړوه
چې ستا د حسن سود په نورو اوکړي
خادم نه دومره اوتر مۀ جوړوه
Post a Comment