چــــا نیـــولــــې ده سیمابــــه د وږمـې لار

شاعرې

Thursday, March 14, 2024

چــــا نیـــولــــې ده سیمابــــه د وږمـې لار

 


غزل 


درنه بېله کــړه زړګیـــه چــــې هغـــې لار

تــــۀ لا بیا ئې انتظـــار کـــوې څـــارې لار

مونږ به ښه په ورانو ورانو لارو سر کړې

باده تۀ چې ئــــې د زلفـــــو ورانـــوې لار

د ژونــــدون د اذیت ډکـــو لمحــو کښــې

بدرګــــه مــــې محبتـــــه شـــه په دې لار

د وختــونـــو ګـــرد الــوتې فضــــاګـــانــې

مـا تــه یاده ده اوس هــــم د مېکـــدې لار

دا چې نخښې ئې په کاڼو کښې پرتې دي

څوک به ستړے مسـافـر وو هــم د دې لار

هغــــه تــــۀ چــې وې زمــــا ســـره روانــه

عـطـــــربېــزه خـوشبــوداره وه وږمــې لار

اوس د خپلـې تنهـــايــۍ غــرمـــو اخستے

پـــه قـــدم قـــدم مې مل لمبــې لمبــې لار

ستا په وصـــل بـه پــه یـو سـا شوه رالنډه

ستا په هجــر کړمه ســتړے دې اوږدې لار

نۀ سر کېږي نـــۀ خلاصېــږي نۀ لنـــډېـــږي

حېــــران کــــړے یم پـــه سر راته پرتې لار

تا ته یاد شي چې چینــدرو بـه دې کــولــه

په پټي کښــې به غوښتلــه دې د پښـې لار

د فکــــرونــــو ګلـــدرې سپـــړه سپرلـے دے

چــــا نیـــولــــې ده سیمابــــه د وږمـې لار

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف