( نـنـنـے مــونـځ )
لوي واړۀ دَ کلي دَ جُمــــــات مـخې ته جمـع شـــو
شور شو پۀ جُمات کښې چې اِحسان مانځۀ له نۀ راځي
یؤ بل ته نېت چپ دے خو پۀ صف کښې تنې سیدها شوې
دلتـــه بدنېتۍ له مسلمـــــــــان مــــــانځۀ له نۀ راځي
سخا دَ بل پۀ غوَښو پۀ میسواک ئې داړې پاکې کړې
هیڅ پۀ خپلـو بدو پښېمـان مـانځۀ له نۀ راځي
مـونځ نۀ شي پنځۀ ځله وعـــده دَ ورځې ماته شي
دلته چې څوک یؤ ځل پۀ ایمـان مانځۀ له نۀ راځي
چا کــړه ګــــډه وډه دَ مــومن آؤ دَ معـــــراج قیصه
دلته خو جُمــات له څۀ شېــطان مانځۀ له نۀ راځي
ګُوټ چې دَ ځیــګر دَ وینو اوڼۀ کړي قضا ښـــۀ دے
هسې څوک دَ خُلې دَ تش بیان مـــانځۀ له نۀ راځي
بل جُمـــات به جوړ کړم دغــــــه لر کلے به ډله کړم
یؤ جُمـــات ته واړه دُښمــــــنان مانځۀ له نۀ راځي
بُت لکه نســــکور شي چې دَ ځانه نه بې ځانه شي
هسې ســـــــرکونډو له دې بُتان مانځۀ له نۀ راځي
مینه خو لۀ وړانـدې دَ یار کور کښې ســجِدې کوي
خود به دَ بانګیــــــانو پۀ آذان مـــانځۀ له نۀ راځي
مینه ئې لوګے شــــــــوه ورته عقل ډیوې تتې کړې
خېر کۀ لیـــــوني څیرې ګرېوان مانځۀ له نۀ راځي
ایک تبصرہ شائع کریں