مور
د مور وجود یخ سيورے دے د اوړي پۀ غرمو کښې
د نمر تودوخه سيره ده ـــــــــ د ژمي پۀ هټکو کښې
لوئے ډاډ دے حوصله ده د ژوندون پۀ حادثو کښې
د ژوند خوږه سندره ده ـــــ د مينې پۀ ورشو کښې
خوږه خوږه هوا ده ــــــــــ د کالام پۀ سردرو کښې
وږمه د پسرلي ده ـــــــــ پۀ ښيرازه شنو پټو کښې
رنګين رنګين خوبونه دي ــــ د امن پۀ زانګو کښې
خوشبو ده معتره ــــــــــــــ د ګلونو پۀ وږمو کښې
کۀ هر څومره ځوريږي ــــــ د حالاتو پۀ لمبو کښې
اولاد له ښاده ورځ غواړي پۀ نيمو نيمو شپو کښې
سراجه د مور سيورے دې مدام پۀ خپل اولاد وي
د مينې او دعا ــــــــ دا سرچینه دې زنده باد وي
Post a Comment