زه يو ګلاپ پسې روان يم ګلاب مخکښې مخکښې
اوبۀ سراب کښې لټؤمه سراب مخکښې مخکښې
لکه تور ټکي رخورې کا تورې زلفې په مخ
لولم دهر څه نه زۀ دغه کتاب مخکښې مخکښې
ما چرته بيا هغه ساقي هغه جام ونه ليدو
ما چرته څښلي وودشونډوشراب مخکښې مخکښې
دلته چې نوم دښکلي واخلې راوريږي کاڼي
دلته عمل نه کوي خلق،حساب مخکښې مخکښې
منګله!نشته داسې څوک چې ګړندے مې کړي لږ
زۀ ځم د وخت نه وروستووروستوعذاب مخکښې مخکښې
اسيرمنګل
Post a Comment