اقرار اپريدے / (((د استاد ګلزار عالم هنري سفر

شاعرې

ہفتہ، 24 فروری، 2024

اقرار اپريدے / (((د استاد ګلزار عالم هنري سفر

 


(((د استاد ګلزار عالم هنري سفر )))

د هر قام يا د هرې قبيلې خپل روايات وي خپل قدرونه وي،او د يوې ټولنې وګړي هغه په خپل عملي ژوند کښې په کار هم راولي.په دې لړ کښې که چرې مونږ د موسيقۍ خبره کوو نو دا دومره عام ده چې د هرې ټولنې په ژوند کښې په کار راځي او ټول ئې مني هم.بيا د هر يو قام يا د ټولنې د موسيقۍ خپل طرز وي خپل اهنګ ئې وي.څه هم که په ځنې ځايونو کښې سره يو شان والے هم لري خو زياتره بدل وي.

پښتو موسيقي چې ووينم نو خوښي مې سېوا شي چې شکر دے په دې زغل کښې مونږ هم د چا نه پاتې نۀ يو.بلکې مونږ موسيقۍ ته څۀ نه دي ورکړي خو مونږ ته ډېر څۀ راکوي.زمونږ د ژبې معيار پورته کوي او نورو اولسونو ته ئې رسوي.

تر څو چې د پښتو د موسيقۍ خبره ده نو په اول اول کښې به په حجرو کښې د ټنګ ټکور محفلونه راجوړېدل او اورېدونکو به د خپل ذوق مطابق ترې خوند اخستو.بيا رو رو په ودونو کښې دغه د موسيقۍ پروګرامونه پېل شول.يا په کومه بله د خوشحالۍ موقع به چې وه نو موسيقي به غږېده.او په دغه وخت کښې د موسيقۍ چې کوم رنګ وۀ نو هغه اولسي وۀ.اولسي ادب چونکې بېخې اسان وي نو اولس ئې مني او خوند ترې اخلي،او بله خبره دا هم ده چې څومره د پښتنو اولسي ادب غني دے هم دومره ئې موسيقي هم غني کړله.د برصغير پاک وهند په وختونو کښې پښتنو زياتره اثر د هندوستان د موسيقۍ نه واخستو او بيا د نوو راګونو سره سره  موسيقي رو رو د حجرو نه د اولس زړونو او ذهنونو ته ورسېده،چې مقبوليت ئې هم ترلاسه کړو او رو رو پکښې ناوياتې اضافې هم وشوې.

حجرې به د رباب منګي او سيتار په سرونو رنګينې وې،ماښامي به د راګونو په رنګينه او پرکېفه رنګ کښې خمار خمار وو.مازيګري به د ساز او سندرې په ښکلا کښې راټول وو.

د شروع نه واخله تر اوسه پورې بلها هنرمندان تلي راغلي دي چې تر خپله وسه ئې پښتو موسيقۍ ته بشپړ خدمات ترسره کړي دي. چې پکښې احمد ظاهر،معشوق سلطان،استاد اول مير،استاد بېلتون،باچا زرين جان،استاد خيال محمد،،ماه جبين قزلباش،شکيله ناز،استاد منګل،قمرګله،قمرو جان،زرڅانګه بي بي،واحد ګل استاد،هارون باچا، استاد هدايت الله،استاد شاه ولي،نغمه،وږمه،رفيق شينواري،سردار علي ټکر،ګل زمان،استاد ناشناس،احمد خان،احمد ګل استاد،بخت زمينه،مهوېش،بختيار خټک،لطيف ننګرهاري،عرفان خان،کرن خان،همايون خان،فېض الوهاب درد،زېک اپريدي،انور خيال،وصال خيال ،سرفراز،غزاله جاوېد،او نور بلها ډېر هنرمندان چې په دغه يادو نومونو کښې يو شمېر زمونږ تر مېنځۀ نۀ شته خو د موسيقۍ د لارې ئې تر خپله وسه پښتو موسيقۍ ته د خپلې برخې کار کړے دے.او کوم هنرمندان چې حيات دي او موسيقۍ ته ئې ډير کار کړے چې په دوي کښې يو نوم د استاد ګلزار عالم هم دے.

استاد ګلزار عالم  د مير افسر خان زوے او د محمد حسن خان لمسے دے چې په کال 14 اکتوبر 1959ء کښې په پېښور کښې د مياګانو په يوه درنه کورنۍ کښې سترګې وغړولې.

د استاد ګلزار عالم نيکۀ محمد حسن د صوابۍ اوسېدنکے وۀ او د دغۀ ځاے نه د مټه مغل خېلو په لور وکوچېدو چې ډېرو شبقدر ته په يو څو کلوميټره فاصله باندې يوه علاقه ده.او هم دغلته ئې نيکۀ وفات شو.بيا ئې پلار پېښور ته راغلو او هم پېښور کښې اباد شو او وادۀ ئې وکړو.

د ګلزار عالم پلار دوه ودونه  کړي وو چې پينځۀ روڼه ئې دي درې ئې سکه دي او دوه روڼه ئې ناسکه دي.او پينځه ئې خوئېندې دي چې دوه سکه او درې ناسکه دي.ګلزار عالم د پلار تر ټولو مشر زوے دے.

استاد ګلزار عالم تر بي اے پورې خپلې رسمي زدکړې وکړې او هم د پېښور د تعليمي درسګاه د وخته ئې د موسيقۍ سره شوق وۀ.په يوه انټرويو کښې وائي چې مابه په اول اول کښې د مهدي حسن چې د اردو يو نامتو سندرغاړے وۀ سندرې اورېدې او په پښتو کښې بۀ مې د شهنشاه غزل استاد خيال محمد سندرې ډېرې زياتې خوښېدې هم دغه وه چې زۀ ئې د پښتو موسيقۍ سره اشنا کړم.او ماته به چې کله هم وخت ملاوېدو نو ما به دغه سندرې رو رو ځان سره زمزمه کولې.د تعليمي سفر په دوران کښې چې د کالج وخت وۀ نو د هر چا يو خپل هنر وي يا خپل د خوښې مشغله ئې وي نو زما د خوښې مشغله موسيقي وه.نو ما به موسيقي زده کوله.

استاد ګلزار عالم  مخکښې وائي چې زمونږ يو استاد وۀ چې ماسټر عنايت الله سلطاني نومېده هغۀ سره به ما اکثر د باجې زدکړې کولې ځکه چې هغۀ به باجه ډېره ښۀ غږوله او بيا چې کله يونيورسټۍ ته لاړم نو هلته مې د هنر په څانګه کښې خپلې زدکړې پېل کړې.

د مذهبي کورنۍ د وجې د ډېرو مشکلاتو سره مخ وۀ او ډېرې سختې ئې تېرې کړي دي خو بيا هم هغه شعر په مصداق چې "الله رانه د خپلې برخې کار اخستے دے"نو دغه خبر پوخ او قوي دے  چې استاد ګلزار عالم د هنر د لارې پښتو ته ډېر کار وکړو.

استاد ګلزار عالم په داسې وخت کښې موسيقي کړې چې د کلاسک دور او د موسيقۍ د جديد دور دواړو سره په رشته کښې پاتې شوے نو په هغه وخت کښې چې راډيو وه او ټيلي ويژن وۀ خو  د عام سړي دې ځاے ته رسائي ګرانه وه نو د کېسټو نه رو رو د خپل هنر  د لارې په عوامو کښې مقبول شو.او ډېر ستر مقام ئې ترلاسه کړو.

استاد ګلزار عالم په خپله وېنا کښې وائي چې زما د يو ملګري وادۀ په دير ميدان علاقه کښې وۀ نو زۀ هلته لاړم  هلته مې هسې د شوق نه دا کلام ووې چې :

"راواخلئ بيا د انقلاب سرۀ نشانونه لېونو زلمو"

دا خاوره انقلاب غواړي د ازادۍ انقلاب

نو په دې وخت کښې زه په ائرفورس کښې وم نو د دې انقلابي سندرې په وجه چې ما په ناخبرۍ کښې وئيلې وه د نوکرۍ نه هم ووېستلے شوم نو پس د دې مې بيا موسيقۍ ته کار ووې.تقريباً ما به د دولس سوه نه واخله تر پينځلس سوه پورې کېسټې رېکارډ کړې وي.او داسې شاعر به نۀ وي چې مائې کلام زمزمه کړے نۀ وي.زما د مقبوليت يوه وجه شايد دا هم وي چې زما د شعر انتخاب او کمپوز ماته ډېر مهم وو.چې هم د دغه هنر برکته ما د نړۍ بلها ملکونه کتلي دي.او خلقو راته مينه راکړې ده.

نصير ستوري ئې په خپل کتاب پښتانۀ هنرمندانو کښې ذکر داسې کوي:

"استاد ګلزار عالم ته د خپل اولسي مجوبيت له كبله د رېډيو له خوا د همكارۍ وړانديز شوى وۀ او په1989كال ئې د كوټې د راډيو نه لومړۍ هنري پروګرام وړاندې كړو او نشر شو،او په رېډيو كښې صرف شپږ مياشتې وروسته د لومړيو درجه سندرغاړو په قطار كښې ونيول شو.نن ورځ استاد ګلزار عالم د پاكستان د ډېر شمېر رېډيو او تلويزون له مركزونو سره كار كوي او هم ئې يو شمېر فلمونو ته سندرې وئيلې دي. د كوټې او پېښور د راډيوګانو څخه ئې  144او د كوټې اوپېښور د تلويزنونو له مركز څخه ئې 733سندرې نشر شوې دي.

ستوري،نصير،پښتانۀ هنرمندان،دانش خپرندويه پېښور مخ ۱۶

استاد ګلزار عالم د خپلو تاندو او ځوانو صلاحيتونو د وجې د ډېرو هېوادونو سفرونه هم کړي دي او په مختلقو موقوع ئې جائزې او اېوارډونه هم ترلاسه کړي دي نصير ستوري ئې په خپل کتاب کښې د جائزو او  اېوارډونو ذکر داسې کوي:

"د باچا خان د امن جائزه

د ټول پاكستان د ځوانانو د تنظيم جائزه

د كلتور وزارت د صوبه سرحد د څانګې له خوا جائزه

د پښتون سټوډنټ فېډرېشن له خوا د باچا خان جائزه

د پښتو عالمي كانفرنس كوټې له خوا طلائي مډال

شايد نور ئې هم زيات وي خو دغه زما د نظره تېر شول او غوښتل مې چې تاسو سره ئې شريک کړم.

استاد ګلزار عالم نن هم لګيا دے د پښتو موسيقۍ د لارې خپل نۀ ستړيکېدونکي خدمات ترسره کوي اولس ئې غږ اورې او خوښوي ئې هم...چې نن ئې سندره د هر پښتون که د نړۍ په هر ګوټ کښې ده غوږ ته رسولې ده.

د استاد ګلزار عالم په سوونو سندرې په رېکارډ دي چې څۀ په کېسټو کښې دي او څۀ د سوشل ميډيا د لارې په منظر عام خورې ورې دي.بلها خوږې دي خو دغه څو مشهورې سندرې او غزلونه ئې زما بېخې زيات خوښ دي.په دغه هيله ترتاسو هم رسوم بايد خوښ مو شي.

راواخلئ بيا د انقلاب سرۀ نشانونه لېونو زلمو

دا خاوره انقلاب غواړي د ازادۍ انقلاب

مانه جانان غوښتي سپورو څڼو ته ګلونه پسرليه

چرته خو زمونږ کلي ته هم راپېښه وکړه

ما درته ټول عمر د ګلونو ښار وئيلے دے

کله مې پېرزو شې په بمونو پېښوره

يو سړے لېونے شوے،ديدنونه رانۀ غواړي

ستا د سترګو بلا واخلمه جانانه زما

وه د زړۀ قراره راشه مهربانه زما


ماته به څه راوړې سلګۍ که پاڼې پاڼې زړونه

د نوي کال سحره

کلے خبر دے څوک دې ونۀ ويني

وخت مازيګر دے څوک دې ونۀ ويني

يو عشق وۀ نوے نوے په خوږو نۀ مړېدو

څۀ نوې تماشه وه په  کتو نۀ مړېدو

اے زما وطنه د لعلونو خزانې زما

ستا هره دره کښې دي د تورو نخښانې زما

د لويو لويو قدرتونو ربه

يو تمنا ده اورېدے شې کنه

يار خو لاړو د بل چا شو اے زړګيه اوس کړېږه

تاته چا وئيل چې مئين شه

زۀ لېونے د خپل اشنا غمونو کړمه

ياره کم..... کم پلو به ځمه ياره کم 

راشه جانانه ورځ د ديدن ده نو...... سبا به نۀ وي ديدنونه

د ګېر چاپېر په غرونو راغلل بارانونه ياره 

ږلۍ وريږي نه مه ځه دلته شپه وکړه پاتې شه باران دے

د وړو وړو خدايانو دې بنده کړم

لويه خدايه زۀ به چا چا ته سجده کړم

څومره د ښائست د نظر اور دے په دې خاوره کښې 

څومره خاموشي ده څومره شور دے په دې خاوره کښې 

يو غنم سره ياري کومه

زۀ ملنګۍ کښې باچائي کومه

څه وکړمه وران رانه د اوښکو په باران شو

بل تصوير راولېږه

او داسې يو شمېر نور ډېرې سندرې دي چې په اولس کښې ئې خپل مقبوليت ساتلے دے ...خلق ئې اوري او خوند ترې اخلي.

.

استاد ګلزار عالم چې چرته هم دي د روغې جوړې سټې سره سره ورته د خوشحاله او سوکاله ژوند د پاره تل لاس په دعايم...!!!

د لوے کور پښتون افغان وطن د تلپاتې سولې په هيله


درنښت

اقرار اپريدے

24 فروري 2024ء

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف