زخم نه څنګه خوشحالي جوړیږي / سید شاه شعود

شاعرې

Friday, February 23, 2024

زخم نه څنګه خوشحالي جوړیږي / سید شاه شعود

 


زخم نه څنګه خوشحالي جوړیږي 

___________________________ 

چې زړه زخمي شي صرف زړه خو نه وي 

ورسره ستونی وچ شي سترګې سرې شي  

مازغه هم سم ارې ارې ارې شي 

سلګۍ روانې شي او سا ورانه شي 

ورسره ګل مړ شي موسکا ورانه شي 

نا امیدي خوره شي 

د یو شاعر توله دنیا ورانه شي 

هله غزل شي هله نظم شي ټپه شي زخم 

رباب ته پورته شي سندره شي نغمه شي زخم 

چې زمزمه شي زخم هله په هنر تمام شي 

او د هنر نه خوشحالي جوړه شي 

خلک راپاڅي په نڅا شي ورته 

د مرګ نه بیرته زندګي جوړه شي 

_____________________________ 

سید شاه شعود

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف