وا, تۀ خو مې د زړۀ په برجلونو کښې وسېږې
د ژوند سره تړلې ارمانونو کښې وسېږې
نصيب مې وصال نۀ شۀ, ستا د مينې په صحرا کښې
پشان لکه د آب په سرابونو کښې وسېږې
د لاس کرښو کښې نۀ لرمه, ستا د نامې کرښه
الله ذده چې د چا په نصيبونو کښې وسېږې
نصيب کښې که مې نشته دے ديدن په ويخو سترګو
دا هم لوې غنيمت دے چې خوبونو کښې وسېږې
حرص هوس دې پرېګدوه په سچه توبګار شه
تر څو به داسې غرق په ګناهونو کښې وسېږې
اثر دې د شين خال دے, که جادو د تورو سترګو
د خلکو زړونه څۀ چې په ذهنونو کښې وسېږې
فرهاده, د پښتو لوظ مې کړې درسره دے
تۀ هسې مړه شک او ګمانونو کښې وسېږې
Post a Comment