او یـــه قــــــربـــــان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ځینې کارونه په لېونتوب،مینه او اخلاص کېږي.اوس طیب الله خان ته وګورئ چې د " او یه قربان" په شکل کښې یې د ټپې سره د مینې حق ادا کړو.ټپه د پښتو فولکلور توانا او خوږ صنف دے.طیب الله خان دې ته څنګه چمتو شو.چې د ټپې په زړښت یوه داسې مقاله ولیکي چې په هغې کښې د ټبې په زړښت ښه قوي دلیلونو سره راشي او دا ثابته کړي چې او ټپې د زرګونو کالو سفر کړے دے او نن هم ښه په جوبن کې شتون لري.خبره داسې ده چې څه وخت مخکښې څه ملګرو په دې خبره ټینګار کوو چې پښتو رسم الخط رومن ته اړول پکار دي.دا به ډېرې ګټې ولري. مونږ به ورسره وخت په وخت بحث کوو.شکر دے چې هغوئ لږ قلار شوې دي.خو دغه لړۍروانه ده.څه موده مخکښې څه ملګرو سوالونه راپورته کړل چې پښتون تاریخ محدود دے.بیا پکښې دا سوال راپورته شو چې ټپه دومره زړه نه ده اتیا سلو کالو پورې یې منله.زما په خیال دغه سوالونه راپورته کول یې په دې حواله ګټور ثابت شو چې طیب الله خان یې دې ته وهڅولو چې دادے " او یه قربان" یې د پښتو ادب جولۍ ته پېرزو کړو. او په داسې پخو دلیلونو یې د ټپې د زړښت مقدمه راپورته کړه چې تر دې مهال په هغو کسانو چې ټپه یې سلو کالو ته محدود کړې وه پنځو سوو کالو پورې یې وومنله چې دغه څیړنیزه هڅه دغسې روانه وي نو یقین لرم چې ډېر زر به دغه منکرین دوو درېو زرو کالو باندې قایله شي.
په دې کتاب کښې د ټپې د زړښت د پاره دغه دلیلونه راوړے شوي دي.
۱- د اریایي ژبې لفظ " ستي" چې په ټپو کښې راغلے دے. لکه
وروک شې بېلتونه غم زرغونه
سوي داغونه راکوې ستي دې کړمه
۲- د خوشحال بابا د ورور جمیل بېګ لیکلې ټپې
۳- هغه تاریخي ټپه د کومې چې جېمز انولډسن تشریح کړې وه چې دسوما بوټي د لو ته پکې اشاره وه
سپوږمیه کړنګ وهه راخېژه
یار مې د ګلو لو کوي ګوتې ریبینه
۴- بل دلیل د یو ټپې راوړي چې دا ټپه د مازیګر مهال د دعا د قبلېدو ته اشاره ده.دا په قدیم مذهبونو کې رواج وو.
مازیګرے دے ښېرې مه کړه
ته به د ناز ښېرې کوې رښتا به شينه
۵- بله تاریخي ټپه هم په دلیل کې راوړي چې
چې د خالو لښکرې راغلې
زه به ګومل ته د خپل یار دیدن له ځمه
۶- بل دلیل د حسېن بابا د چاپ دیوان نه یو شعر راوړي. حسین بابا د رحمان بابا هم عصر وو.
چې مې ورا د مینې کښېناسته په غولي
اوس یې ستايي د غمونو په ټپو
دغسې نورې بلها ټپې یې راوړي دی کوم چې نوره څېړنه غواړي.زما په خیال که د ټپې د قدامت په اړه څوک د پي ایچ ډي سکالر له دغه موضوع ورکړے شي نو ډېره غوره به وي.چې په دې باندې مستند کار وشي.
دکتاب په لوستو کښې مې دا یو کمے په شدت سره محسوس کړو چې که ملګري طیب الله خان د هغه ملګرو اعتراضونه سره د هغوئ د دلیلونو هم مخې ته په دې کتاب کښې راوړے وے نو کتاب به نور هم خوندور شوے وو.او لوستونکي ته به پرېکړه کول اسان شوي وو.
د ملګري طیب الله خان دغه هڅه د ستایلو ده ډېر کړاو یې کړے او بیا یې چاپ کړے هم دے.په ژوند او قلم یې برکت شه.
انورمانېروال
Post a Comment