بختور شاه // دا ليک ما د روغاني صاحب پۀ ناروغتيا کړے وۀ،

شاعرې

Saturday, February 24, 2024

بختور شاه // دا ليک ما د روغاني صاحب پۀ ناروغتيا کړے وۀ،

 


دا ليک ما د روغاني صاحب پۀ ناروغتيا کړے وۀ، روغاني صاحب زمونږ ډېر ښۀ مشر وۀ ما تل د دوي د ښۀ مشورو او روښانه فکر نه استفاده کړې ده، يوه ورځ راته روغاني صاحب وئيل هلکه بونېريان پۀ ما ډېر ګران دي، زۀ چې کله هلک ؤم نو ما پۀ بونېر يو نظم ليکلے وۀ، بيا يې راته پۀ ترنم کښې واوروۀ، د مشر هر ياد نن زما پۀ زړۀ نوکارې لګوي خو د ليکلو ادراک مې شل دے، اللّه پاک دې روغاني صاحب له پۀ جنت کښې اعلي مقام ورکړي ــــ  


دا پر بستر چې پروت دے دا څوک عام وګړے نۀ دے، بلکې دا د سوات هغه قدرمن مشر دے چې تل يې د خپلو خوږو نغمو پۀ زور  د پښتونخوا د غرونو سرونه او لمنې ښېرازه ساتلي دي، د دې مشر پۀ قطعاتو غزلو او نورو خورو ورو شعرونو کښې د طنز ومزاح سره سره حقيقت هم داسې ژورې نوکارې خښې کړې دي چې د وېخ ضمير خاوندانو له يې همېشه د ژوند پۀ زغل کښې د ادراک ګام راړولے دے ـــ


دې مشر به چې پۀ مشاعره کښې دا شعرونه وئيل نو ځينو خلقو به هسې خولې چينګې کړې خو څوک به د سماج د دلالانو دغه بېغيرتوب ته د غصې نه تک سرۀ شو او د خولې نه به يې ورته بې واره اه پورته شۀ ـــ


سپي کۀ غلامان دي چې پۀ غاړو کښې ئې پټې دي

بيا هم د محل څوکۍ کوي برخې ئې غټې دي


مونږ آخر پۀ کومه ازادۍ باندې غررور اوکړو؟

مونږ ته هم پۀ غاړه د چا پټې دي خو پټې دي ـــ


دې مشر به د قام د زلمو او پېغلو روزنه پۀ قصو نۀ کوله خو مختصر به يې ورته وئيل ــ


چې خوږ خوب د تور سحر پۀ ځان حرام کړې

ورځ به هله د خوشۍ او د آرام کړې ــ


دا مشر چې د ډېر زيار او کړاؤ نه تېر شۀ نو خپلې کور ودانې او وړو ته يې يو ماښام د انغري پۀ غاړه د خپل تېر ژوند قصه تېروله او وئيل يې ــ


پۀ تېرو ورځو پسې څۀ له ژاړم ښې خو نۀ وې

زما شپې ورځې د ځوانۍ څۀ ورځې شپې خو نۀ وې ـــ


پۀ خپل تاريخي او کلتوري عظمت ورک مئين دا مشر د خپل وينې وينې وطن پۀ ننداره دومره خفه شوے وۀ چې کله کله به يې د افسوس د لاسه داسې چغې کړې ــ


کۀ حال د باميان اووينې کابل به درنه هېر شي

د يو حشر چې ګورې نو دا بل به درنه هېر شي


د غم ټپې به اورې مرثيې به پکښې اورې

وطن ته کۀ مې راغلې خپل غزل به درنه هېر شي ــ


د پښتون قام دا اتل چې کله د ژوند د تجرباتي اړخونو نه تېر شۀ او پۀ کټ پرېوت نو يوه غرمه يې د خپل تېر وخت پۀ هنداره کښې خپل صورت ته کتل او ځان سره يې داسې سرګوشي کوله ــ


قېمتي ژوند چې زما ورباندې خرڅ شۀ

خود مې نثر شعر دواړه قېمتي شول ــ


زمونږ دې مشر چې د سپرلي مستې هوا ته د سوات د سيند پر غاړه ساعت تېري کوله او ګېر چاپېره يې پۀ مستو جونو او هلکانو نظر پرېوت نو اول يې پۀ خپل ضعيف وجود نظر وزغلوۀ او بيا يې داسې اووئيل ــ


وس به د نورو تماشو ته کښېنو

زمونږه ورځې د ځوانۍ لاړې ــ


د ظلم او جبر نه دې سپېځلي باغي چې د يارانو پۀ مخفل کښې د تاريخ پاڼې اړولې نو آخر ته دومره مايوسه شوے وۀ  چې خپلو همځولو ته يې مخ راوګرځوۀ او د وعظ پۀ شکل کښې يې ورته سمندر داسې پۀ کوزه کښې بند کۀ ـــ


چې د ظلم علامه ده هغه تاج دے

چې د جبر ډرامه ده هغه راج دے ــ


هن زۀ بيا هم وايم چې دا پۀ بستر پروت مشر څوک عام وګړے نۀ بلکې د سوات عبدالرحيم روغانے دے کۀ څوک يې نۀ پېژني نو راځئ ماسره يې يو ځل بيا د دوي د خورو ورو شعرونه پۀ هنداره کښې اوګورئ ـــ


بيا چې شي تازه زاړۀ يادونه روغاني ته

خداے دې سوات ته راوله د سوات پۀ بهانه ــ


د وطن دردونه اړوي پۀ ساز کښې

روغاني يو چترالے ستار اخستے ــ


پۀ رڼا ورځ خو به دې ډېرې تماشې کړې وي

يو ځل خو اوکړه پۀ تيارو کښې تماشې راشه ــــ


خلقو زما قتل دومره لويه الميه نۀ ده

زۀ د دې نه مخکښې څو څو ځله قتل شوے يم ــ


هنر علم کښې دې ګټه ده بې شکه

پۀ کوتک به ګټه اونکړې کوتکه ـــ


علامې د قيامت نۀ دي نو نور څۀ دي؟

بوډاګان د ګور پۀ غاړه وادۀ غواړي ـــ


اللّه پاک دې مشر له روغ صحت ورکړي خداے دې نۀ کړي چې لکه د نورو عالمو پۀ سېر دا پښتون اتل هم لکه زمونږ نه د دوي د شعر پۀ مصداق هېر شي ــ


زۀ چې نۀ وم د دنيا خلق پردي وو

چې به نۀ يم بيا به هم دغسې حال وي ــ


بختور شاه ـــــــــ

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف