(((د ښاغلي ماښام خټک ناول د "ګټې جنګ" او زما لنډ تاثرات

شاعرې

اتوار، 25 فروری، 2024

(((د ښاغلي ماښام خټک ناول د "ګټې جنګ" او زما لنډ تاثرات

 





(((د ښاغلي ماښام خټک ناول  د "ګټې جنګ" او زما لنډ تاثرات)))


د "ګټې جنګ" د ښاغلي ماښام خټک ناول دے چې په جون 2023ء کښې کښې له چاپه راووتو.چې په پنځوسو بابونو شامل دے...په دې کتاب سريزه پروفېسر اسير منګل ليکلې ده چې زما په خيال د کتاب کوم حق وۀ هغه ئې ادا کړے دے.

زما شوق وۀ چې دا کتاب ولولم خو بس د خداے به  خوښه نۀ وه نو پاتې وو رانه.....نن مازيګر راته د ډاګ واله فون وکړو ستاسو کتابونه دي يو چاته مې ورکړو تاسو ئې ترلاسه کړئ،حېرانه شوم چې کتابونه چا راولېږل خو بيا مې يقين راغلو چې ماښام خټک صېب به رالېږلي وي.

زما دومره عجيبه کېفيت شو چې ما وې کله به مې ډېوټي ختمېږي چې د دفتر ور د دننه مخه کونډه کړم او دا مطالعه شروع کړم.

هم داسې مې وکړل او په يوه ناسته کښې چې څو څو ځل مې پکښې فېس بک په دې غرض خلاص کړو چې خوب به په کتاب جوټې راکړې خو ما وې نن به دې لولم چې هر څۀ وي.....او اوس پوره  درې څلور ګېنټې پس مې د کتاب 124 صفحه واړوله چې کتاب مې ترپاے ورسوه.

دا ناول په ځنې ځايونو کښې په علامتي رنګ کښې وړاندې شوے دے چې ډېر خوند کوي او عجيبه تاثر ورکوي.

دا ناول د نړۍ د يو طاقتور قام د ظلم او جبر داستان ښائي،چې ګېر چاپېره ئې اولسونه تنګ کړي دي په هر ځاے کښې ئې د جنګ بوئې خور کړے دے په پاکه فضا کښې د بارودو وږم خور دے.نړۍ ترې په اور کښې ولاړه ده.خپله خو ژوند کوي خو ولې د خلقو زندګي ئې ګرانه کړې ده.

خو دا قيصې بيا هم تر کاله 2001ء پورې لږ تر لږه ګوزارې حال وې بيا چې کله د نائن اليون خونړۍ پېښه مخې ته راغله چې د امريکه په سر ښار نيويارک کښې د الوتکو د هائي جېک کېدو اطلاع شوه،مرګ ژوبلې پکښې وشوې،چې پکښې د وزارت د دفاع ودانۍ په زد کښې راغله او د نړيوال سوداګرۍ مرکز د الوتکو د ټکراوېدو له عمله سخت زيانمن شو.چې د يوې اندازې مطابق په دې پېښۀ کښي درې زره کسان مړۀ شول.او يو جنګ پورې شو.چې دا ځان له پوره داستان دے،خو زۀ په هغې کښې نۀ پرېوزم او په لنډو راځم.

د نائن اليون د خونړۍ پېښې تور په القاعده پورې شو چې اسامه بن لادن ئې مشر وۀ نو امريکه د اسامه بن لادن په لټون  په افغانستان حمله وکړه او هلته کښې ئې جنګ اعلان کړو خو دا جنګ امريکه په يواځې ځان نۀ وۀ اعلان کړے بلکې د څو نورو اتحاديانو په شمول ئې دغه جنګ اعلان کړو،چې يو اتحادي ئې پاکستان هم وۀ چې اډې ئې ورکړې او د هغې په بدل کښې ئې په پاکستان د ډالرو باران وکړو.دوي به ډالرې اخستې او سهولت کار ئې وو.خو ولې دا په دې نۀ وو خبر چې دا اور به يو ورځې زما تر کوره هم رارسي.په لکونو مرګ ژوبلې وشوې په وسائيلو قبضې وشوې ښځې کونډې شوې بچي يتيمانان شول ميندې بورې شوې بلها نقصانونه وشول.خو ولې ګټه ئې سهولت کارو ته تله...

خو ولې بيا يو وخت داسې هم راغلو چې کوم تخم دوي د يو چا د بربادۍ د پاره روزلے وۀ هغه اخر د دوي تر کوره راورسېدو.کوم اور چې دوي د بل يو چا د سوزلو په خاطر بل کړے وه په خپله ئې پر کور راغے.

خو د غم يا د پرېشانۍ خبر بيا هم نۀ وه ځکه که چرې دا اور د اټک د پولې نه اخوا وے بيا خو پکار ده چې د دې غم شوے وے خو ولې داسې نۀ وه دا اور د اټک د پولې نه دېخوا د پښتونخوا په غرونو رغونو کورونو چينو او چينارونو رو رو راخور شو او د پښتونخوا ګټه ګټه لوټه لوټه ئې په خپله ولقه کښې واخسته،چې پکښي باجوړ، د جنوبي اضلاع ټولې سيمې،خېبر،مومند،دره ادم خېل،سوات،ملاکنډ،پېښور وغېره وغېره  د خصوصي يادوني وړ دي.او بيا حالات دومره خراب شو چې ژوند ګران شو خلقو کډې وکړې کورونو وران ويجاړ پاتې شو بلها نقصانونه وشول چې په دې حواله د ځوان ليکوال شېرولي خان اورکزي ناول "کردارونه" يوه مستنده حواله ده.چې دغه پېښې او دغه تاثرات ئې پکښې په ډېر عجيبه انداز خوندي ساتلي دي.

ماښام خټک دغه ټول واقعات لکه د سترګو ليدلي حال راخستي دي او په علامتي رنګ کښې ئې بيان کړي دي په ځنې ځايونو کښې خو ئې ښکاره د دغه خلقو او د دوي د سهولت کارو ذکر کړے دے چې زما په خيال دا ئې د فن د کمال سره سره زړورتيا هم ښائي.او دا د يو ليکوال کمال هم دے.

د جومات د ممبره د جهاد د چغې چې څومره نقصان لر وبر افغان ته ورسېدو دا بيا ځانله داستان دے چې دوي ورته ښه په نره اشاره کړې ده.ځکه چې د جومات ممبر ته لاندې ناست خلق غوږ غوږ وي او بيا زمونږ پښتانۀ خو په دين مئين خلق دي نو چې د ممبره کوم غږ راپورته شي په هغې د دوي امين وي خو ولې دا داسې غږ وۀ چې نسلونه ئې تباه کړل.چې اوس ئې هم انګازې خېژي.خو بيا هم مونږ ګټه ونۀ کړه او د شروع نه تر اخره په تاوان کښې پاتې شو ګټه که وشوه نو پنجاب وکړه يا پرې اسلام اباد اباد شو.خو د پښتنو کوڅې ئې بدرنګه او بې جانانه کړې...

د پښتنو کوڅې خو داسې بې جانانه نۀ وې....!!! 

ماښام خټک دا خبره هم کوي چې د نصاب او کتاب برخه د الف نه تر الوتکې،د ب نه تر بم، د ت نه تر توره او د ټ نه تر ټوپکه وغزېده او بيا ج يا خو د جنګ د ټکي د پاره وکارېدو او يا د جهاد خو چې هر څۀ وه د ج دې ټکي که د جنګ په معنی وو که د جهاد خو د دې اولس ژوند ئې برباد کړو او په خاوره ئې ډېر ناورين حالات جوړ کړل.

ماښام خټک په ښکاره وائي چې د باچا خان د عدم تشدد د فلسفې سره چې د دوي کوم اختلاف د شروع نه ترې دمه راروان وۀ ډېر ئې اغېزمن کړو دغه  خلق په ښکاره نخښه وو او ښائي دوي بلها قربانۍ ورکړې چې تاريخ پرې ګواه دے خو نۀ خو ئې د عوامي نېشنل ګوند ارادې کمزورې کړې او نۀ ئې د عدم تشدد د فلسفې مزے غوڅ کړو بلکې حالاتو ته  لا زيات چمتو شول.او په يو نوي رنګ يا جذبې سره دې حالاتو ته لکه د غر ولاړ وو.

ماښام خټک ډېر په ښکاره خو په ځنې ځايونو کښې په علامتي بڼه کښې خپل مقصد پوره کړے خو علامتي رنګ ئې هم داسې نۀ دے چې ګني څوک پرې د سره پوهېږي نه بلکې اولس ته ئې يو ښه او واضح پېغام وړاندې کړے او د ټولو حقيقتونو رنګ ئې په خپل ليک کښې رنګ کړے.

ماښام خټک دا خبره کوي چې دا داسې قيصې وې چې چاته خپل غل نۀ وه معلوم چې دا کانې څوک کوي خو ولې بيا اخر هغه ورځ هم راغله چې بچي بچي ته خبر ورسېدو چې دا خلق په اصل کښې زما د کور خلق دي او زما محافظ هم دي خو ولې بيا هم زما  په سر ډالرې اخلي او په ما ئې يو مصنوعي او ډالري جنګ مسلط کړے او زما د خپلې خاورې خپل کلتور خپل تهذيب نه د ورکېدلو د پاره دا دومره کوشش يا جنګ  انښلولے دے.چې مانه خپل تاريخ ورک کړي او زما په وسايلو قابض شي.

"خو دومره ګونګوسې خلقو واورېدې چې دې کښې هم هغه خلق شامل وو چې څوک زيات د دې محلت د حفاظت  او د قيادت ذمه دار دي.او هغه دومره لوړ دي چې د هر سړي لاس د هغوي تر اوږو او سرونو نۀ رسي.که هر څو ورته د پنجو په سرونو ولې ونۀ درېږي.

                                 "د ګټې جنګ مخ 76"

خو ولې دا خلق بيا هم پټ پاتې نۀ شول او اسامه بن لادن ته ئې هر قسم سهولتونه ورکړل او سرچينې دا هم وائي چې اسامه بن لادن په کال 2004ء کښې په اېبټ اباد کښې ځانله کور جوړ کړے وۀ   بلکې هغه وخت سترګې نورې هم ټيټې شوې چې په اېبټ اباد کښې ئې اسامه بن لادن په خپل کور کښې د امريکې واله وويشتو او دا خبر خپور شو.چې د دې جنګ سهولت کارو سترګې د شرمه ټيټې شوې.

د تېرو څو لسيزو راسې دا جنګ په دې خاوره تپل شوے او بليږي يا چرته دوديږي خو نۀ مړ کېږي او نۀ ئې څوک د ډالرو د پاره مړ کوي.

ماښام خټک په دې ناول کښې ښۀ په ښکاره د امريکه د ټول ټاکنو خبره کړې او بيا په افغانستان کښې د طالبانو خبر چې چرته ښکاره شو يا چرته راغلل او بيا د اشرف غني بابا وطن پرېښودل چې جنګ د نۀ کېدو په غرض لاړو او دا وطن ئې طالبانو ته پرېښودو،سرچينې دا هم وائي که چرې اشرف غني دا وطن نۀ وے پرېښے شايد چې ډېره مرګ ژوبله مخې ته راغلې وه خو د بابا اعلیٰ ظرفي وه چې تحت تې طالبانو ته پرېښو.

د امريکه فوځ په رڼا ورځې د افغانستانه تر اسلام اباده راغلو او بيا د دوي سهولت کارو د څو ډالرو په خاطر د ډېرو محبتونو تر څنګ امريکه ته واستوو خو ولې دا خاوره ئې د طالب په لاس ورکړه چې د يو نوي جنګ اغاز وۀ او بيا ميډيا په ښکاره د هغې ورځي عکسونه نړۍ ته ورښکاره کړل چې کله د پاکستان د انټيليجنس ادارې (ائي اېس ائي) مشر جنرال فېض حميد د چايو کپ په لاس په د لوے کور افغانستان په هوائي ډګر داسې د فتحې په انداز ولاړ وۀ چې دغه تاثر ئې ورکوو چي امريکه د2001ء  نه واخله تر اګست 2021ء پورې خو په دې خاورې پاتې شوه خو جنګ ئې بائيلو او اصلي ګټه مونږ وکړه خو داسې  کله هم نۀ وو بلکې دا جنګ امريکې ګټلے وو او مونږ لکه د نور کله په شان اوس هم په تاوان کښې وو خو سرچينې بيا هم وائي چې د چايو کپ چې د چا په لاس وۀ  ښائي دا په ګټه کښې پاتې وو.ځکه چې په دوي په دغه رنګ کښې د جنګ د يو نوي سره يوه نوې اعلاميه جاري کړه او په يو مخصوص رنګ کښې ئې د يو نوي جنګ ابتدا وکړه.

ماښام خټک تر خپله وسه په دې ناول ښه خوارې کړې ده او زۀ په ښکاره وايم چې دا ناول د يو تاريخي ناول سره سره يو سياسي ناول هم دے چې د تاريخي پېښو سره سره پکښې د قامونو د سياسي اړي ګړي په حواله د دوي د اقتصادي او ډالري جنګ په حواله بشپړ معلومات په علامتي انداز کښې تر مونږ رارسولي.زۀ نن په ډاډه وايم چې استاد ماښام خټک د يو شاعر،افسانه نګار،تکل نګار،محقق،نقاد،ژباړن او يو تکړه وکيل سره سره يو ښۀ ناول نګار هم دے.


نوټ: ياده دې وي چې د‌ ګټې جنګ ناول په کراچي لېټرېري فېسټول کښې د اکسفورډ يونيورسټۍ په مرسته څو ورځې وړاندې اېوارډ هم په خپل نوم کړو.....مبارک دې وي ورته


درنښت

اقرار اپريدے

۱۹ فروري کال۲۰۲۴ء

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف