د خپل درد په برکت چې ! د مخلوق دردونه ويني
روغانـــے د خــــداے ولي دے شاعــــــري ي کرامات
روغانے۔ ۔ ۔ ۔ په خپل ځان کښې يوه دنيا وه ۔ په ژوند مٸين د ژوند په رنګونو مٸين په ګلونو او ښائيستونو مٸين يو لوے فنکار او تخليق کار وو ــ روغانے يو حساس طبیعته انسان وو۔ چې د نورو تکليفونه ستونزې او دردونه به يې پخپله درک کول او په خپل حساس زړه کښې ځائے کول دغه احساسات د هغه په فن کښې څرګند اوپه ډاګه برېښي۔
دنيا ته ښکلې دنيا هيڅ کله وٸيلے نه شم
دلته هوســۍ بچي راوړي د منزرو د پاره
د حساسيت عالم خو يې دا وو چې په ورستۍ کښې يې له ځانه سوچه سبزه خور جوړ کړے وو او د هر يو ژوي غوښه خوړل يې په ځان حرام کړې وو۔ وٸيل به يې چې ــ زه چې غوښه خورم ځان راته درنده ښکاري ـ
روغانے د قام په ځاے د ټول انسانيت په دردونو دردېدونکے انسان وو۔ بلکې د حيواناتو او نباتاتو دردونه يې هم انګېرل۔
روغانے په ژوند مٸين وو ۔ وٸيل به ېې چې د جسماني صحت د پاره ورزش ضروري دے۔ او د ذهني صحت د پاره تفريح۔ او د ورزش او تفريح ښه پابند وو۔
دا به ې هم وٸيل چې د خوشحاله ژوند تيرولو د پاره خپل ذهني عمر دولس کاله ساتل پکار دي۔
په ټوله نړۍ کښې د يو تهذيب او يو مذهب د تصور قائيل وو۔ په خپل ذات کښې يو بې ترسه معصوم اوساده انسان وو۔ او هم دغه وجه وه چې په بیا بیا یې تېروتنې برخه کېدې۔ چا ترې وپوښتل چې هوښياران په موګې يو وار لويږي او ته بار بار لويږې۔ نو روغانې په جواب کښې او وٸيل چې ۔
یمه اوښیار نه خورم په یو موګي بار بار ټکرې
دا چې بار بار ټکــرې خورمه دا موګي ډیر دي
او يا ي دغه قطعه چې
د ناپوهــــۍ ورځـــې وې څـه پوهېدم
څومره قيصې څومره کانې مې اوکړې
مـــا ســـــره هيچــــــا ياري کړې نه ده
الـبته ډيرې يارانـــې مــــــې اوکــــــړې
ـ
يا داشعر چې
روغاني نه عقل زده کړه چې عاقل شې
اکــثر عقل د کــــم عــــقل نه زده کيږي
ـ
دغه شعرونه او داسي نور د هغه معصوميت ښه بشپړ کوي
د روغاني د ادب او فلسفې سره لږښت وو ، خو د دې پرته ي د ستورپوهنې ، حياتياتو ، جغرافيه ،نظريه ارتقا او دغسې نورو ساينسې علومو ته لېوالتیا څرګنده برېښي۔ او هم دغه به يې لوستل ۔ د دي پرته د روغانې ديني مطالعه هم ډېره ژوره وه۔ او د دغه مطالعې وړومبۍ پوهنځاے هغه کور او هغه چاپيرچل وو په کوم کښې چې روغاني سترګې غړولې وې۔
د تاريخ د مطالعې سره خو يې بيخي ورانه وه۔ او وٸيل به يې چې د پرون د قيصو زوتولو نه غوره ده چې په راتلونكي صبا غور اوکړے شي او د هغې د پاره منصوبه بندي اوکړے شي۔
د رحمان بابا د شاعرانه او فني صلاحيتونو نه متاثره وو خو د فکر نه يې نه وو متاثره۔ د خوښې شاعران ي ډير کم وو۔ البته په اردو شاعرۍ کښې د فيض احمد فیض د فکرونو ستايونکے وو۔
د احمدفراز په اړه به يې وٸيل چې د احمدفراز فکر هم ډير لوړ دے او شعر يې هم ښائيسته دے۔ خو دا کار يې ښه نه دے چې خپل نثر ته هم نظم يا شاعري وايي ۔ روغانے د ازاد نظم يا نثري نظم په حق کښې نه وو۔ او وٸيل به يې چې دغه اصطلاحات غلط دي۔ چې نظم وي هغه ازاد يا نثري نه شي کيدائے او چې ازاد او نثري شي هغه بيا نظم نه پاتې کيږي۔
د ژورو او دقيقو اصطلاحاتو او الفاظو په ځاے به يې عام فهم اصطلاحات او الفاظ خوښول ۔ او وٸيل به يې چې زه شاعري هغې ته نه وايم چې اسانې خبرې په دقيقو الفاظو کښې اوکړے شي ۔ بلکه زه شاعري هغې ته وايم چې دقيقې خبرې او فلسفيانه موضوعات په عام فهمو لفظونو کښې بيان کړے شي۔ او عام اولس پرې پوهه شي۔
روغانے ډير ذهين انسان وو د طنز احساس یې د کمال وو۔ داسې حاضر جوابه وو چې جواب يې نه وو۔ او په جواب کښې به يې طنز هم وو او ټوقې ټقالې هم ـ
جدت پسندي او روښانه فکري د هغه خدائے ورکړې وړتیاوې وې ۔ او د دې سره چې د کارل مارکس نظريه اشتراکیت يوځاے شو نو روغاني خپل لوے تخليق۔ يعنې (نوې نغمه) تخليق کړه۔ او ځان يې په ګردو پښتنو د يو ځانګړي فکر لرونکي شاعر په حيث اومنو۔ نوې نغمه هغه سوچه تخليق دے چې روغاني پکښې خپل جديد فکرونه او نظريه اشتراکیت په سوچه الفاظو کښې او په خپل سوچه شکل کښې د خپل فن په ښائيسته چوکاټ کښې بندکړي دي ۔
بيا د دغه کتاب قطعات۔ حاجي فقير محمد زازي روسۍ ژبې ته اوژباړل چې د روغاني دغه روښانه فکرونه د نړۍ نورو قامونو ته هم اورسېدل او هر چا يې ستائينه وکړه۔۔
ـــــ
نور بيا چرته
Post a Comment