مخ د زاهد ګوره خفګان پرې نشته
د غم او فکر څۀ نشان پرې نشته
راشه لږ داسې زړونه هم اوګوره
بې له خوراکه بل ارمان پرې نشته
څله ځارېږې له بې حسه صنم
د ګټې بت دے څۀ احسان پرې نشته
ډېر کفار شته چې دي پابند د اسلام
خو صرف نوم د مسلمان پرې نشته
د غم دوا شته د قرآن پۀ شکل
مصيبت دا دے چې ايمان پرې نشته
د روغانـي واورئ ملا لـه مـه ځـئ
اثر د مينې دے پېريان پرې نشتـه
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
ارواښاد عبدالرحيم
روغـــانـــي
Post a Comment