کلام دې عبدالرحیم روغانی بابا

شاعرې

Thursday, February 22, 2024

کلام دې عبدالرحیم روغانی بابا

 


کلام دې عبدالرحیم روغانی بابا


ستار وئیل چې ښۀ ستِار یم خو فنکار مې نشته 

فنکار وئیل چې ښۀ فنکار یم خو ستار مې نشته


زۀ خپل وطن ته په ژړا شوم  چې تۀ خوار ولې ئې

وطن وئیل چې زۀ خوار نه یم خو غم خوار مې نشته


ما دۀ هیواد نیستۍ ته  اُووې چې اُوزې  ولې  نه

 نیستۍ وئیل  چې  زۀ  اُوزمه  خو لار مې نشته


ما دۀ زلمي  نه  تپوس  اوکړو. ئې بیکاره ولې

 زلمي  وئیل دَ کار سړے یمه خو کار مې نشته


ما دَ سوال باره کښې پیغلې داسې راکړو جواب

 هر څۀ کولې شم وطن له  خو اختیار  مې نشته


ما لیوني نه تپوس اوکړو. تۀ بۀ جوړ شې کۀ نه 

هغه وئیل چې دا نظام وي. نو اعتبار مې نشته


دَ  پښتونخوا  دَ زیړو  پاڼو  ونې  داسې اُووې

 دَ دې  قابله یم  چې شنه شم خو بهار مې نشته


سحر دَ ګل سترګې شوې ډکې دَ لختي په غاړه

وئیل ئې هر څۀ راته ډېر دي خو مالیار مې نشته

عبدالرحیم روغانی بابا

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف