لکه شمع پۀ شيشو کښې داسې ښکارى

شاعرې

ہفتہ، 30 دسمبر، 2023

لکه شمع پۀ شيشو کښې داسې ښکارى

 



لکه شمع پۀ شيشو کښې داسې ښکارى

پېغلتوب يې پۀ جامو کښې داسې ښکارى


لکه سمه لېونۍ د غرۀ هوسۍ وى

پۀ همزولو جينکو کښې داسې ښکارى


يوه ورځ به امن راشى جنګ به نۀ وى

د نړۍ پۀ منطقو کښې داسې ښکارى


پۀ پنجرو کښې شوې بندى وړې کونترې

د طوطيانو پۀ نغمو کښې داسې ښکارى


بيا غصه شه، بيا طاؔهر نه ځان خفه کړه

چې سرخى دې اننګو کښې داسې ښکارى


........

18 اګست 2000 ء خواجه آباد مينګوره 

پۀ شکريه دپاکستان ټيلى ويژن کوئټه


📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف